(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ویښ اند

[20.Jan.2022 - 22:33]

 د نسيم ستوري پنځمه ګل قوده "ويښ آند"

لیک: شبير خان دراني

تا چې ايرې راغونډه ولې ما ويل سکــور دی پـکــې

 تـا ويــلـې نـه ، زما زخـمـونـو تـه ټکـــور دی پـکــې

 

 د ارمـانـــونـــو سـتـړی سـتـړی او نېمګـــړه خــوبـه 

 څېړنه وکړۍ چې بل شوی څنګه اور دی پـکــې

 

 د قسمت سترګي د ثـوا ب خاپونــه ولــي ورانــي

 دا چې ګناه ته ئې جوړ کړی وو پیـغور دی پـکــې

 

 هـر سـړی ځـان تـه د دسـتـار ســړی پخپله وائــې 

 په دې خبره اوس راغلی شــر او شــور دی پـکــې

(نسيم ستوري)

د شاعرۍ زمکه د حساب ده دلته دم او قدم دواړه په حساب دي 

بلکې دلته به په قدم قدم حساب ورکوې او کوم شاعر چې څومره د شعري  قانون لاندې ښه او کره حساب ورکوي هومره ښه ستر پياوړې او تکړه شاعر وي 

که ستاسو د نظر نه کله  د نسيم ستوري کوم شعري ټولګې يا د ( ويښ اند ) نه مخکي چاپ شوي د شاعرۍ کتابونه . پښتو نظر ، نوې سوچ ، بیدار ذهن او د . سبا نسيم . تير شوې وي نو ستاسو ته به معلومه وي چې نسيم ستوري د لفظونو جادوګر نه دې چې رديف او قافيه ئې برابره کړې ده او بې مقصده شعرونه ئې ليک کړي دي

د نسيم ستوري تير څلور د شاعرۍ چاپ کتابونه او دا اوس ستاسو په لاسونو کې شعري ټولګه ( ويښ اند ) مونږ ته دا احساس راکوي چې د نسيم ستوري د قلم څوکه څلورويشت ساعته د پښتون قام په نبض پرته وي او هم دغه وجه ده چې نسيم ستوري کله خپل په څلور ټوټې ویش قام  ته د اتفاق و اتحاد تړون او پيوستون او يووالي په خاطر  د خپل ګل ګل هيواد دنګ دنګ شنه غرونه ستايي اؤ کله په دغه غرونو ولاړې نښترې او ګور ګورې کله ورته د خپل هيواد ښایستونه او ښکلا ګانې زمزمه کوي اؤ کله ورته د پښتنو پیغلو سپورې سنړې او  تار تار لوپټې ژاړي کله ورته  د خپل پلار نيکه ننګونه رایاده وي او کله د دوي په نفاق اوښکې څڅوي  په دې خاطر چې د خپل قام اؤ ولس دا ويدۀ ضميرونه راويښ کړي

  نسيم ستوري يو مقصد اؤ منشأ لري او هغه دا چې که په مينت وي او که په زارۍ که په زور وي او که په پیغور خو چې پښتون قام راویښ کړي اؤ دا هډيالې قام هغه مقام ته ورسوي کوم مقام چې په نړۍ کې د دوي د پلار نيکه وو

د شاعرۍ په حقله ماته ارواښاد اجمل خټک بابا ويل شبير جانه شاعري الهام دې 

دا خو مونږه په داسې خلکو کې ژوند کوو که چرې مونږ دا خبره ښکاره کړله چې شاعري الهام دې نو دغه ناپوهه خلک  ترينه نعوذبالله وحي مقصد اخلي 

ګنې بچیه تاکله په دې خبره سوچ کړې دې چې يو انسان په خپله مورنۍ ژبه کې پي ايچ ډي وکړي پوهنې ډاکټر جوړ شي ولې چې په هغه الهام نه کيږي نو د يو شعر ليکلو طاقت نه لري

 ولې بل اړخ ته يو انسان د مکتب يا مدرسې مخ نه وي ليدلې خپل نوم نه شي ليک کولې او نه یوازې دا چې شعرونه ليکي بلکې په شعرونو کې ئې دومره فلسفه پراته وي چې انساني عقل ورته حیران پاتې شي او د ارواښاد اجمل خټک بابا د دې پورتنيۍ ليک خبرې لپآره به لرې نه ځو هم دلته جخت که مونږ د ارواښاد ملنګ جان په تعليم او شاعرۍ نظر واچوو نو مونږ ته به ډيره په اسانتيا سره معلومه شي چې شاعري الهام دې

دا نه په عقل او زور ده او نه په تعليم او پوهنه  ولې دلته د يوې خبرې وضاحت ضروري ګنړم او هغه دا چې هر انسان يو خپل فطرت لري زمونږ په دا پښتنه منطقه د شاعرۍ سره يوه خبره تړلې ده او هغه دا چې د شاعر په حقله عام ولس دا سوچ لري چې يو انسان د عشق په تنور لمبه شي نو د دۀ د سوي وجود نه پورته سپرغۍ په شعرونو بدلې شي او د عام ولس دا خبره سل فيصده ټيک هم ده 

د شاعر په حقله جبران خليل جبران چې ټول دنيا کې د خپل پلار بابا خليل جبران په نوم شهرت لري وائي چې د شاعر مثال د هغه بادشاه دې کوم چې د خپل سوزيدلي محل اؤ تحت و تاج د ايرو په ټوپکي ناست دې او د دغه خپل سوزيدلي محل اؤ تحت و تاج د ايرو نه رنګ رنګ شکلونه جوړي د کومو نه چې عام ولس خوندونه او مزې اخلي

ولې زمونږ په پښتنه منطقه چې کله د شاعرانو څخه دا پوښتنه وشي چې ته عاشق وې ځکه شاعر شولې ؟

نو هغه  شاعران چې د عشق په فلسفه پوهه دي هغوي وائي هو او هغه شاعران چې د عشق د فلسفې نا خبره دي هغوي د دې سؤال جواب په نفي ورکوي 

ولې يوه خبره ياد ساتې چې هو هر شاعر عاشق وي دا کوم چې په نا کې جواب کوي دوي ته عشق صرف د ښځينه سره د مینې نوم ښکاريږي په دغه فلسفه دوي په منفي جواب کوي ولې عشق قسمونه لري د وحدانيت يا روښانيت سره عشق د قومیت سره عشق د انسانیت سره عشق اؤ د نزاکت سره عشق 

ولې مونږ عشق صرف په نزاکتونو پسې تړلې دې حالانکې د تصوف خپل رنګونه رنړاګانې او ښکلا ګانې دي د قومیت خاورې او ژبې سره عشق او مينه يوه خپله نشه خمار او سرورو لري

او د انسانيت سره محبت ځانله یو مذهب منطق او فلسفه ده هغه منطق او فلسفه چې په ټولو مسلکونو بريا لري

اوس څه رنګې چې ما مخکې ليک کړل چې هر انسان د الهام وروسته يو خپل فطرت لري او هم د هغه فطرت لاندې بيا شاعري کوي

د مثال په توګه څوک لکه د اکمل ليوني پشان په طنز و مزاخ شعرونه ليک کوي څوک لکه د غني خان بابا پشان په حسن و جمال شعرونه ليک کوي  څوک لکه د رحمان بابا په شان د تصوف لاره خپله کړي او څوک لکه د ستر خټک خوشحال خان بابا . اجمل خټک بابا ، محمد امين ملنګ جان ، او ډاکټر کبير ستوري پشان د قومیت عاشقان شي

ولې عاشقۍ کې دا درې واړه لارې خپلو کې يو دي او بیا په دې دریو واړو لارو تګ کونکو کې يوه خبره مشترکه هم ده او هغه دا چې دوي قدم د مجاز نه اخلي هغه د وحدانيت يا روښانيت شاعر دې او که د انسانيت قاميت يا نزاکت

بله دا چې د تصوف شاعران حسن و جمال او قومیت پله راځي  او د قومیت انسانيت او نزاکتونو شعرونه ليکونکي د مجاز نه حقیقت پله ځي ولې ټوکلي لاره د ټولو ځان ځاني وي که ستاسو د اجمل خټک بابا . ليوني فلسفي غني بابا . پوهاند عبدالروف بېنوا صیب . ملنګ جان  او ډاکټر کبير ستوري شعرونه وګورې نو دغلته به تاسو ته په اسانتيا څخه اندازه وشي چې د دوي شعرونه د کلونو يوه داسې ګلدسته ده کوم چې د غاټول . ډمبر ګل . لونګ . کشمالو . رامبيللالا . ګلاب او ريدي  مطلب هر رنګ او قيسم  ګلونه لري مقصد مې دا دې  چې د دوي په شعرونو کې تصوف . انسانیت. روښانيت. نزاکت او قوميت  مطلب ټول موضوعات شامله دي ولې څنګه چې ما مخکې ذکر کړې دې چې هر شاعر يو خپل فطرت لري نو د دوي فطرتي مينه د خپلې ژبې خاؤرې او قام څخه ده نو د دوي په شعرونو د قومیت رنګ غلبه دې که دوي د ښايستونو اؤ ښکلا ګانو ذکر کوي نو هم د خپل قام او ژبې ښایستونه اؤ ښکلا ګانې ستايي او که د دين پرستۍ خبره کوي نو هم ئې په أول صف کې خپل پښتون یا افغان قام ودرولې دې او که د انسانيت ذکر کوي نو هم پښتون د انسانيت پيغام مبر ياده وي

په شاعر  خپل ماحول معاشره او چاپيريال ډير اثر غورځوي او د نسیم ستوري دا خوش بختي ده چې په يوه داسې علمي او ادبي کورنۍ کې ئې سترګې غړولي دي چرته چې قامپرستي او د خپلې خاروې او ژبې سره مينه په غورځنګونو وه

زمونږ پښتنو يا افغانانو ړومبنې جومات مکتب يا مدرسه هم د خپلې مورجانې غيږه وي مونږ چې کله په ښونځي يا مدرسه کې تعليم ته کينو نو شپږ کليمې لمونځ شميره قايده او د ښه اؤ بد تميز مونږ د مور جانې په غیږه کې زده کړي وي

 مطلب مور جانه زمونږ د پښتنو يا افغانانو ړومبنې استاذه او پلار جان ړومبنې رهبر يا لارښود وي 

زموږ پښتنو زيات وخت د مور جانې په ځائې د پلار بابا سره وي او لازم خبره ده چې پلار جان د اولادونو لپاره په مثال د يو ائيډيل هيرو وي او هم په دغه فلسفه په مونږ کې د ښه اؤ بد عادتونو سره سره مينه اؤ نفرت د پلار جان نه په وراثت کې راځي هم په دغه فلسفه نسيم ستوري ليکي چې

.

زه  په  پښتو  يمه  ښاغلې  ضرورت  نه  لرم

ما  هم  منزل ځان  ته  ټاکلې ضرورت نه لرم

 

د بل د آمر لاندې ژوند نه کړم پښتون يمه زه

ما  مې د پلار فکر خپل کړې ضرورت نه لرم

(نسيم ستوري)

نسیم ستوري د هغه قامپاله او قامپرست پلار جان ارواښاد ډاکټر کبير ستوري زوې دې د کوم د ننګ غيرت قامپرستۍ او پښتونولې جنډې چې د آمو تر اټک جګې ولاړې دي 

د نسیم ستوري پلار بابا نه يوازې دا چې په بره پښتونخوا د پښتنو د اتفاق و اتحاد تړون او پيوستون لپاره سختې  او تکلیفونه تير کړي دي بلکې په کوزه پښتونخوا کې ئې هم په بندي خانو کې د ښپو خاپونه پراته دي ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د پښتنو د اتفاق و اتحاد لپاره په کوزه پښتونخوا هم زولنې اؤ زنځيرونه خپلو لاسونو ته بنګړي کړي دي

او هم دغه وراثتي قامي مينه ده چې که نسيم ستوري په خپل تخیل کې د خپل جانان څخه هم ناست دې نو که هر څومره لوبې د خپل جانان د زلفو سره کوي خو د شعرونو په ژبه ورته قیصه  د خپل زپلي قام او خاؤرې کوي

د مثال په توګه د نسيم ستوري دا شعرونه

،

دنګ  چينارونه  په  دې  کلي کې کاږه  ولاړ  دي

ليونۍ   مخ  مه  پټوه  دلته   ړانده    ولاړ    دي

 

زما  او  ستا خبرې  نه  اوري  ورته  مه  ګوره ته

يو  خو  هم  نه  دې  دلته ټول هغه کاڼه ولاړ دي

 

دا  حقيقت  دې  چې  درمل د مئين زړونو نشته

بيا  هم  عبس  د  هر  يو  کس دلته باڼه ولاړ دي

 

بل ته چې ګوته نیسي  ځان ته ئې لا فکر نه دې

اوبو کې ډوب دي او د سر پورې لامده ولاړ دي

(نسيم ستوري)

د نسيم ستوري يوه بله خوش نصيبي درپه ګوته کوم او هغه دا چې د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري چې څه رنګې د بره پښتونخوا د ټولو قامپاله او په خپله خاوره او ولس مئينانو ليکوالانو او سياست مدارو سره ناسته ولاړه او ملګرتیا وه  هم دغه رنګې ئې د کوزې پښتونخوا ميړنو قامپرستو سره مینه محبت او ملګرتيا وه 

د مثال په توګه د فخر افغان باچا خان بابا سره د خان شهيد عبدالصمد خان اچکزي بابا سره د خان عبدالولي خان بابا سره د خان لالا محمد افضل خان لالا سره د ارواښاد اجمل خټک بابا سره د محمود خان اچکري کاکا سره د عبدالرحيم مندوخیل کاکا سره د ليوني فلسفي غني خان بابا سره د پي ټي ايم د وکيل او ليبر پارټۍ د صدر شهاب خټک پلار بابا ډاکټر فضل دين خټک بابا سره د پروفيسر جهانزيب نياز بابا سره د رحمت شاه سائل صیب سره  او داسې په زرګونو ليکوالانو او سياست مدارانو سره که زه ئې دلته نومونه ليک کول شروع کړم نو خبره رانه غزیږي خو لنډه دا چې د شلمې پېړۍ داسې قامپاله يا قامپرست شاعر يا سیاست مدار نشته د کوم له دعا چې به نسيم ستوري محرومه پاتې شوې وي نسيم ستوري هغه خوش نصيب انسان دې چې د پورتنيو ليک شاعرانو او سياستوالو سره سره ئې نه یوازې دا چې په محفلونو کې ناسته کړې ده بلکې د دې قامپاله ميړنو مينه او دعاګانې ئې هم اخستې دي ځکه خو نسيم ستوري وائي چې

،

د  پښتو   په  مينه  مست  دي  د  پښتون   بچي   ښاغلي

دا   زما   د   پلار   ملګري   اوس   زما   هم   دي   ملګري

 

دوي په ما د حده ګران دي زه په دوي باندې هم ګران يم

زما  وياړ  زما  مشران  دي  هم  همځولي  ښکلي   ښکلي

(نسيم ستوري)

که تاسو د نسيم ستوري په شاعرۍ سوچ وکړو نو د نسيم ستوري شاعري د هغه په عمر ډيره پخه او کوټلي ده او د هغې وجه هم دا ده چې نسیم ستوري تل پیاوړو لیکوالانو او قامپرستو سياستوالو سره ناسته کړې ده پښتانه مشران وائي انسان د صحبت نه اثر اخلي مونږ پښتانه دا عادت لرو چې خپل کشران د خپلو محفلونو حجرو او یارانو دوستانو نه اکثره لرې ساتو او هم دغه وجه وي چې د اکثرو پښتنو پلرونه د يو منشور او نظرې لاندې ژوند کوي او اولادونه ئې په بله لاره تګ کوي ولې ارواښاد ډاکټر کبير ستوري يو عادت درلود او هغه دا چې خپل زامن به ئې لکه د خپلو يارانو د ځان سره ګرځولو اؤ دغه عادت ډاکټر کبير ستوري ته دا فائده ورکړله  چې قامي خدمتونه ئې لکه د صدقه جاریه روان په روان پاتي شول کومه مينه چې ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د پښتنې خاؤرې او ولس سره لرله هم هغه مينه ئې د اولاد په سينه کې پراته ده کومه مبارزه چې ارواښاد ډاکټر کبير ستوري د پښتنو د تړون پيوستون اتفاق او اتحاد لپاره کوله هم هغه مبارزه نن د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري اولاد کوي که ډاکټر کبير ستوري د پښتو پښتون اؤ پښتونولۍ د غرور شمشاد وو نو اولادونه ئې د دغه شمشاد ګلان دي کوم چې د پښتنو د مبارزې ګلشن په خپل ښايست رنګینه کړې دې

.

ملا  نشته   مقتديملا   امام  دې

دا چې تل به وو کامیاب نو نن ناکام دې

 

دار په سر مې خيژوي ستړګي تړلې

زما سر باندې اخستې چا انعام دې

 

پښتو ستا په سر سودا کوي زوريږم

بل څوک نه دې دا وګړې مې د قام دې

 

ټول لوبغاړي پښتانه، د پردۍ لوبه

زمونږ خاوره کې د جنګ نړيوال جام دې

 

تور ټوپک پر ځاې قلم او کتاب واخلۍ

دا پيغام مې پښتنو ته خاص و عام دې

 

بې اتفاقه نظريي دي نسيم ستوريه

څڅيدلې د پښتون ولس مې جام دې

(نسيم ستوري)

پښتو او پښتانه دا وخت د ډير نازک دور څخه تيريږي پردي څلويښت کلن جنګ پښتو او پښتانه برباد کړل په دې تيرو څلويښتو کلونو کې په دې پردي جنګ کې زمونږ څه د پاسه ديرش لکه پښتانه د بارودو په تنور لمبه شول او له لړې پيل ده

که مونږ په دې تيرو څلويښتو کلونو نظر واچوو نو که بې عرضه کومو خلکو د دې پردي جنګ نه د پښتنو د ويستلو کوششونه کړي دي نو هغه شاعران او ليکوالان دي او په دغه شاعرانو کې زلمې نسيم ستوري هم شمير دې الله ج دې د شعوري چينې هم دغه رنګې تاندې لري امين

شبير دراني

صدر غني خان پښتو ادبي تحقيقي ثقافتي جرګه خيبر پښتونخوا

نيټه ۲۲ دسمبر ۲۰۲۰

کوزه پښتونخوا پيښور

( يادګيرنه ) د نسیم ستوري په پنځه شعري ټولګه ويښ اند زما ليک

-
بېرته شاته