(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څوک په رضا

[21.Oct.2023 - 13:34]

څــوک پـــــه رضــــا د مــلــکــــه نـــه ځـــی

یــا ډیــر غــریـب شی یا د یار د غـمه ځی

 

ددی لیک په تندی لیکلی شوی لنډۍ یوه مشهوره ټپه ده، او تر اوسه پوری د پښتنی دنیا د زړه آواز دی، ماته نن د کبیر ستوری په تعلق رایاده شوه.

زمونږ دا ستوری د کونړ د طبعي ښکلا د لمنی نه د جرمني د صنعتي تمدن د غر غور فضا ته رسؤلو کې د یار د غم ډیره برخه ده، البته یار ئې هیواد دی، ځکه ئې نن ټول ژوند یوه داسی روښانه هنداره ده چې په کې د ده د زړه، ذهن، فکر او عمل هر اړخ کې د وطن مینه او دملت درد جوت او تود ( ګرم) ښکاري، که دی تحصیل (تعلیم) کې لګیا وی که د روزۍ په تابیا مصروف وي، نو « دست در کار اودل با یار وي » ، او چې دی دوران کې څه وخت پیدا کړئ هغی کې هم د نوي تمدن او تهذیب په مست او رنګین آزاد ماحول کې سیل، تفریح او مزی چړچی نه کوي بلکه د هیواد او ملت د پاره نول او زیار کوي ، د ذهن هر قوت، دقلم هر کش او د وخت هره شیبه  ( لمحه ) خپل اولس کې که هیواد کې دی که بیرون دنیا کې ، د وطن د مینی او خدمت جذبه راولړزوي، ملي احساس پیدا کړي،دبیدارئ وینه ګرمه کړي اوتس نس غیرتي اولس نه د قومي وحدت یو قوت جوړ کړي.

 

چې د خپل جنت هسی وطن د کورونو او بهرنو غاصبانو د زپلو، لوټلو او خرابولو نه اوساتي او د زمکی په مخ تری په رښتیا جنت جوړ کړي ، په دغه لیونئ مینه او ریښتني هوډ په جرمني او یورپ کې هم ورځ او شپه لګیا دی د وطن والو د تیارؤلو ( آماده کولو ) راغونډولو او منظم کولو دنده ئې د عمر سره سمه خپله کړې ده، ددی د پاره ئې د هیوادوالو  ذهن روښانه کولو او د مرام لاره رڼړولو د پاره ئې قلم هم د لاسه غورزولی نه دی او لرو بر پښتونخوا ته ئې هم ځان رسولی دی، تر خپله وسه ئې د ملي تحریک او ژواک خدمت کړیدی او کوي، تر دی چې د یو شاعر او انسان په حیث ئې احساس جمال د بشري حسن نه هم متاثر ( اغیزن ) کړی نو زمونږ په ستوري د ملي ژوند د ښایست د احساس چپه راشي او دی د ژوند په غرزو پرزو او د ادب او شعر په ذوق کې د خپلی خاؤری او اولس ترجمان شي، ریښتونی پښتون شي، چې د شعرونو دا مجموعه «ژوندي خیالونه» لکه د ده د نور شعري او نثري ادب زما ددی وینا ثبوت دی، هر څوک چې ئې لولي دا خوند او رنک به پکې ویني.

زه چې د خپل ښاغلي ستوری دا کتاب ژوندي خیالونه بیا بیا لولم، نو هر ځل پکې راته د ده د خپل ملې مرام سره د ژوری او عمري ( عمر سره سمی ) مینی خصوصا د سوچه پښتو او سپیڅلې پښتونولۍ د غیرتي احساس او لیوني تړون داسی شعر و فن ښکاري چې په ښکلي رنګ کې د خاؤری، ننک او د وینی غورزنک د مثالي اشعارو رنګینه او حسینه جامه آغوستې وي، اوس چې دا څو الفاظ لیکم نو د خپلی رايی د ثبوت د پاره هم راته ډیر اشعار راوړاندی شول، خو زه چې خبره اوږدول نه غواړم نو هغه دلته نه لیکم او ددی کتاب په معنوي او ادبي اړخونو هم بحث کول نه غواړم،

« مشک آنست که خود ببوید نه که عطار بګوید»

 

 

المختصر زمونږ د مسافر ستوری دا کلام ژوندي خیالونه په پښتو ژبه، د پښتني وینی او مینی د پښتنو دننني او پروني زخمونو او صباني ارمانونو او پښتو او پښتونولئ د ژوند او مستقبل د پسرلي وږمی دي.

دلته دده دا شعر ضروو لیکم چې د خوشحال بابا  نه واخلی، د فخرافغان بابا او تر ستوری پوری د هر ننګیالي مشر کشر پښتون ارمان دی.

 

دا سـتوری د پښتون د خـپلـواکئ به هله روڼ شي

چـې واړه پـښـتـانـه په یـو مرکز ټول شي جرګه شي

 

اجمل خټک      

اکوړه خټک، پښتونخوا

۸ اپریل  ۱۹۹۷

 

 

 

 

 

 

 

د وعـا

د مــیـنــی د ښـمـنـان واړه مـیـن او عـاشقـان کــې !

یــــــا ربـــــه د انـــــــســـان !

تـوان د محــبـت زړه کې پـیـدا د هـر انــسان کـــې !

یــــــا ربـــــــه د جــــــهــــان!

چې هــر یــو تـن مــیـن شي پـه انـصـاف او عــدالـت

د زور نـــــه وي نـــــــفـــرت

ســـــولـــه ارامي شـــي او ژونــــــد ون وي د عــــزت

د هـــــــر قـــــــام او مـــلــــت

بـنـسټ او لسولـی شی چـې هـرتن وی پـه امـان کې!

تــــوان د محـبـت زړه کـې پـــیـدا د هـر انسـان کـې!

یــــــا ربــــــه د جـــــــهــــان!

چې نـشت نوم دښکیلاک او دزبیښاک شي پـه دنـیا کې!

قــــایـــــمــه ورورلـــې شـــي

هـر څـوک پـه کار لـګـیا شي د ژونـدون په ارتـقا کې!

پـــدی لار کـې ســیـالــي شــي

شـریـک شـي اولـسـونـه ټــول پـه ګــټـه او تاوان کې !

تـوان د مـحــبــت زړه کـې پـیـدا د هـر انــسـان کې !

یــــــا ربــــه د جـــــــــهــــان!

نـقـشه کې د نـړۍ جـوړه د ستـوری پـښتونخـوا کې !

چــــې زړه د اســـــــــیــــا دی

تــوان د انـــفـاق پـــه پـښــتــنـو کــې راپــــیـدا کـې !

چــې لـــوی ارمــان زمـــا دي

بـچــی مـې د وطـن ټــول د پـښـتـو پـه لار روان کـې !

توان د مـحـبـت زړه کـــې پــیـدا د هـر انـسـان کـې !

یـــــــا ربـــــه د جــــــــهـــان!

 

کـتـاب او قـلـم

کــه وخــــت راغـــی ســــر او مــــال بــه کـــــړم فـــدا

ســـتــا پـه مــیــــنــه زمـا ګــرانـې پــښــتــونـــخــوا

 

ســتـا پـه عــشق کـــې چـې عــمری مـې دې ملـګـری

یــــــــو کـــــــتــاب او بــــــل قــلم اشـــنــــــا زمــــــا

 

 

 

د سـور پوښـانو دود

خــیـال  مــې  ځــلمی  دی او په  فکر  کې مــســتـي  لـرمه 

د  نـــوي  ژونـــد  پـــه  مـــیــو  تـــنــده  مــاتـــولــــــی  شـمـه

 

د خــوشــحــال خـان قــلــم او تـــــوره کـې هـسـتـي  لــرمـه

د بــاچـــــاخـــان د ســـور پــوښـــانــو دود ســـاتــلـی شمـه

 

مــــلامــی  تـــــړلـــــــــی  د وطــــــــــــن  د ازادۍ  د پــــــــاره

د پــــــښــتــنــو  دابــــــادۍ او ســـــــــوکــالــــــۍ  د پـــــاره

 

 

 

 

 

 

 

 

د ژونـد چـار

د ژونـــــد پـــه چـــار کې چا دنـــیا او چا عقبا واخیســته

چـا د غـم درونـد پــیـټــی په سر کړ چا خندا واخیسته

 

چـــا د نـسـیــه حـــورو پـــه تــمــه زاهـــــدی غــوره کـــړه

چــا مــیــخــانـه پـه اجــاره د عـشـق دونــیـا واخــیسته

 

چا په دولـت بــانـدې زړه بــایـلـود زر پــرســتـه شولـو

چـا پـکې ښــکلـی خــوښــول او چــا ښــکلا واخیسته

 

چا پـکــې خـیـټـه مــړولــه عـــشـق ئـــــی نــــه پـیــژنــــده

چا جـانان غېـږه کې راټــیـنـګ کـړ چا لـیلا واخـیسته

 

چا د بــیـړیـو د شــرنــګـا نــه ســـــــرودونـــــه جــوړ کـړل

د خـــزان غـیـږ کې پـسرلــی د ژونـد نـه سـا واخـیـسته

 

د کونړ ستوری پـاس په هـسک کې ځـلـیـده ویـل ئی

مـا پـکې مــــیـنه د پـښـتـو او پـښـتـونـخـوا واخـیـسـته

 

 

 

 

 

 

 

 

ارمــان

تـــضـــادونـــه د ټــولــنــی ارمــــانــــونــه را پــــیــدا کــړي

ارمــان مـور د نــظـریــو ده لـوړ خـیـالـونـه راپــیـدا کـړي

 

نـــظــري چې اولــسـي شــي سـمه او غـر شـي خـوځـولـی

د ارمـان پوره کـیـدو تـه غـور ځـــنـګــونــه راپیـدا کـړي

 

یاد د ټـول قـام د یـووالـي د پـښـتون د نــنـګ تاریخ دی

یـــاد امــــیــد دی د لــیــدلـو دیـــــدنـونـه راپــــیـدا کـړي

 

پـه ډګر د قامولۍ کې پــښـتون هـله سیالـي کـړای شـي

چې راټـول ټـول په پـښتو شي خوزښـتـونه راپـیدا کړي

 

کـور زمونـږ واک ئـې پردی دی دا تر څو به وي تر کومه

غیرت څه شو چې خپلواک او خپل حقونه راپیدا کړي

 

اووښـــتـون ذهــنی پـکـار دی د قـــامـي ژونــدون لـپاره

چې سیاسي تـاریخ ژونـدی کـړي نـهضتـونـه راپیدا کړي

 

عــقـل پـوهه سـتوری دواړه لوګی کـړی لـه پـښـتـو نــه

چــې ارمـــان د ازادۍ تــه نـــــوښــــتـونـه راپـــــیــدا کړي

 

 

 

 

 

 

 

لـــوړه

کــــه  افـــــغــان دی  کــــــه پــــــټــــان کــــــه رو     هـــــیــلا

واړه نـــــــوم د یــــــــو پــــــــښــــــتــــون دی بــــــــر مــــلا

 

خـــــولــــه اره د پــــــــښـــتـــون پـــه نــــــوم   یـــــــادیـــــږم

دغـــــه نـــــور نـــومـــــونـــــه ایــــــښـــي دي بـــــــــل چـــا

 

پــــــښــتــون اصــل نـــور نـــومــونـــــه دي رنــــګــونـــــه

دا د خـــــــــان لالا افــــــــضـــــل خـــــــــان ده ویــــــــنـــــا

 

کــه پـــه هــــر رنــــګ مــې څــوک بــــولــــی و دی بـــولــي

دې کـــې خــــوښــــــه خـــپــلـــه خـــپـــلــــه د هــــــــر چـــا

 

دا مــــــــې لــــــــوړه د پــــــښــــتـو ســــــره بــــه مـــــرمـــــه

سـتـوری نــــه دی بــــې پــــښــتــو ژونـــد تـــه پـــیـدا

Dr. Kabeer Storay ډاکتر کبیر ستوری

-
بېرته شاته