(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مکناټن مقبره

[21.Oct.2023 - 15:30]

د میکناټن مقبره:

لېکواله : آغلې صفيه حليم

په ۱۸۴۱م د دسمبر په ۲۳ د کابل په جنوبي غونډۍ د انګریز استاځيویلیم میکناټنقتل د برطانوي سلطنت لپاره لوی ګوزار و.

د میکناټن پلار د شمالي آیرلینډ اوسیدونکی او په مدراس کې مشر قاضي و. ویلیم په انګلستان کې د سبق څخه وروسته ۱۸۰۹م کې د ایسټ انډیا کمپنۍ پوځ کې افسر په توګه هند ته لاړو. لس کاله وروسته دی د بنګال د ملکي (انتظامي) خدمتونو ته يې واخیستو. ده څو ژبې زده کړې وې او د قانوني معاملو په اړه يې څو کتابونه هم ولیکل. په ۱۸۳۳م کې ده په کلکتې کې د سیاسي او جاسوسي شعبې د مشر، ویلیم بینټینک سره کار کاو. په ۱۸۳۷م کې دی د هند نوي ګورنر جنرل لارډ آکلینډ په باوري مشیرانو کې شامل شو. تر ۱۸۳۹م هم لاهور د ایسټ انډیا کمپنۍ له کنټرول بهر او تر پیښور د سیکانو تکړه پوځ پروت و.

کله چې لارډ بینټینک خبر شو چې میکناټن خپل حکومت ته افغانستان ته د پوځ وړلو مشوره ورکوله نو وې ویلد داسې کم عقل کار توقع مې ترې نه لرله.” ګورنر جنرل د سیکانو سره د ملاتړ لوظنامه وکړه او ۱۸۳۹م کې لودیانه کې د افغانستان معزول باچا شاه شجاع يې د کابل پر تخت کینولو.

برطانوي پوځ د کابل نه علاوه، په جلال اباد، کندهار، غزني او بلخ کې خپلې چاوڼۍ جوړې کړې. په هند کې د انګریز پالیسي،وې وېشه او پړ يې کړه.” کامیابه وه. میکناټن د استاځي په توګه، هم دغه تګ لاره په افغانستان کې پلي کړه خو دی د افغانانو په نیت نه پوهیدو.

شاه شجاع په دویم ځل په شاهي تخت ناست و او امیر دوست محمد د خپل ټبر د ۱۵۰ کسانو سره انګریز سره په هند کې یرغمل و. د ده زوی محمد اکبر خان له بخارا بیرته کابل ته لاړو او د نومبر په ۲۳ نومبر د نورو غازیانو سره یو ځای په کابل کې په برطانوي چاوڼۍ حمله وکړه. انګریز وارخطا شو او میکناټن، ځینو سردارانو ته لیکونه واستول او د مخالف ډلې سره یوه لوظنامه دستخط کړه چې برطانوي پوځ به په ۲۴ ساعتو کې له کابل ووځي. دوی د وتلو تیاري کوله چې میکناټن د محمد اکبر لیک تر لاسه کړو چې که دی د شاه شجاع وزیر وټاکل شي نو خبرو ته به ورسره کېني.

په چاوڼۍ کې جنرل ایلفنسټن په دغه لیک اندیښمن شو چې ممکن دا لومه وي. میکناټن ورته وویل،دا ټول ما ته پریږده. زه په دغو معاملو ستا نه زیات ښه پوهیږم.” د ده سره تلونکي پوځي افسر او د ده میرمن هم ورته خبرداری ورکړو چې ممکن افغانان ورسره دوکه وکړي. خو میکناټن وویل چې خیانت به وشي خو د بې عزتۍ له ژوند زر وار مرګ غوره دی.

د دسمبر په ۲۳ له چاوڼۍ میکناټن د څلورو افسرانو سره په یوې غونډۍ محمد اکبر خان سره ولیدل چې د څو نورو کسانو سره ورته په انتظار وو. میکناټن، میکنزي او ټریور ورسره کیناستل، لارنس په لاس کې طماچه نیولی، د مکناټن شا ته ولاړ و. اکبرخان، سلطان احمدخان او محمدشاه خان پر ټغر ناست او درې کسان د هغوی تر شا ولاړ وو. د دواړو غاړو اسونه څو ګامه لیرې د ساتونکو سره وو.

کپتان مکینزي وروسته دا بیان ورکړو. ” څلور کسان ( ویلیم میکناټن- کپتان ټریور- لارنس او زه ۱۲ بجې هغه سپیرې غونډۍ ته ورغلو چې زمونږ د چاوڼۍ نه وراخوا وو. هلته په واورو یوه قالینه غوړیدلی وه او سر ویلیم (میکناټن) د خانانو سره خبرو ته کیناستو. د عادي روغبړ نه وروسته اکبر خان ترې پوښتنه وکړه چې آیا تاسو د تیرې شپې وړاندیز عملي کولو ته تیار یئ؟ استاځي ورته وویل چېهو ولې نا.” ناڅاپه ما د محمد اکبرغږ واوریدو چېبګیربګیر…” یعني وې نیسئ. هغه سفیر د ګس لاس نه نیولی او په مخ يې یو شیطاني نفرت ښکاریدو. زما په خیال سلطان جان د سفیرښې لاس ونیولو او مخ په ښکته له غونډې روان شول. د میکناټن له خلې مې یواځې دا الفاظ تر غوږو شول چېای برای خدا…” خو د ده مخ مې ولیدو چې ورباندې سخته حیراني او ویره ښکاریده.”

میکناټن او ټریور ووژل شول، زخمي میکنزي يې ونیولو او لارنس وتښتیدو. له غونډۍ ښکته، خلک د دوو انګریزانو په مړیو راټول شول. د چاوڼۍ له یوې څنډې د جنرل سیل میرمن ولیدل چې خلکو له یو اروپایی مړي جامې ویستلې. په بله ورځ د میکناټن سر پریکړی جسد په چارچته بازار کې ځوړند شو. ” د ده پریکړې لاسونه پښې خلکو د ښار په بازارونو کې لکه د انعام ګرځول.” د دواړو کونډې په چاوڼۍ کې وې او هغوی ته دا بد خبر میرمن سیل ورکړو.

برطانوي پوځ د ۱۸۴۲م جنوري کې له کابل څخه جلال اباد ته روان شو او زیات يې د یخ او ولوږې د لاسه په لاره مړه شول. د میکناټن کونډه د ۱۲۰ نورو یرغمل کسانو سره لومړی لغمان او بیا بامیانو ته یوړل شول.

میرمن سیل پخپلو یادښتونو کې وایی چې زمونږ استاځی ( میکناټن) دوه مخې و خو د هغه اشتباه دا وه چې د خپلو دوکه باز وطندارانو په شان اکبرخان يې یو دیانت دار او ریښتونی کس وګڼلو.

د اګست په میاشت کې د انګریز پوځ بدل اخیستو لپاره کابل کې چار چته بازار وسیزلو. د میکناټن کونډې په خپلو هلو ځلو د خپل مېړه جسد پیدا کړو. دا په یوې کندې کې پروت و او چا پرې خاورې اړولې وې. د هغې په خواست دا هډونه يې په درناوي یو تابوت کې هندوستان ته یوړل. بیا د کلکتې په جنوبي پارک کې يې خښ کړو. هلته په اپریل ۱۸۴۳م کې ورباندې د مرمرو یوناني ډول مقبره جوړه شوه.

-
بېرته شاته