(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تكړه وتلي سندرغاړي استاد اولمير

خدای بخښلی استاد اولمير د پښتو موسيقي د معاصرې دورې هغه تل پاتې نوم دی چې په خپلو هلو ځلو سره يې د خپل ژوند د بهير په اوږدو کې پښتو موسيقي ته نوې ساه ورکړه او د معياري کلاسيکې موسيقي پر اصولو د پښتو ملي او محلي موسيقي د پر مخ بېولو لپاره يې زياتې او د قدر وړ هلې ځلې وکړې. د خپلو بې شمېره غوره سندرو خزانه يې موږ ته په ميراث راپرېښوده او په دې هنر کې يې داسې شاګردان وروزل چې د هغه له مړينې څخه وروسته وکړای شي د پښتو موسيقي مشال همداسې روښانه وساتي کوم چې ده او نورو ملګرو يې لګولی و. استاد اولمير د سيداحمد خان زوی و او په 1312 هجري لمريز کال کې د پېښور د سولې کلي په يوه متوسطې کورنۍ کې زېږېدلی دی، هغه خپلې لومړنۍ زدکړې تر څلورم ټؤلګي پورې پر مخ بوتلې او تر هغه وروسته د پېښور د صدر بازار په فرينټر نومي ښوونځي کې شامل شو او په دې ښوونځي کې يې خپلې زدکړې تر لسم ټولګي پورې پر مخ بوتلې. استاد اولمير لا ډېر کوچنی هلک و چې مور يې مړه شوه د مور د مړينې وروسته يې سمدستي پلار بل واده وکړ، د ميرې تر لاس لاندې د کوچني اولمير په ژوند کې ورځ تر بلې تريخوالی زياتېدی، څرنګه چې استاد اولمير د سندرو سره زياته مينه درلوده په تېره بيا د فلمي سندرو سره نو د لس کلني راهيسې يې د خپل هنري زوق پالنې ته پام واړاوه، او د پېښور يو خورا مشهور داستاد_ استاد جعفر خان سره شاګرد شو چې د شپږو کلنو شاګردۍ په لړ کې يې نه يوازې د باجې معياري ږغول ښه زده کړه بلکې د سندرو بللو اساسات يې هم وپېژندل. استاد اولمير د موسيقي په زدکړه بوخت و چې پلار يې هم مړ شو او اولمير د خپل اکا سره اوسېدل پيل کړه، د استاد اولمير اکا هم خپله لور اولمير ته ورکوزده کړه. د اولمير اکا که څه هم د خپل وراره او زوم. د خوښې لپاره د هغه د هنري زوق پالنې ته پاملرنه وکړه او هغه يې د استاد سبزعلي خان سره شاګرد کړ خو سره له دې يې دا هيله نه دلوده چې اولمير دې په راډيو کې هم سندرې ووايي، استاد سبز علي خان د اولمير په غوره هنري استعداد ښه پوه شو، نو يې استاد الومير د ځان سره د پخواني هندوستان او اوسني پاکستان د لاهور ښار ته بوتلی او هلته يې د اولمير په اواز کې يو څو سندرې ريکارډ کړې، او چې کله بېرته پېښور ته راغله، نو د استاد سبزعلي خان سره يې خپله ګډه سندره يعنې خپله لومړنۍ سندره د پېښور راډيو له لارې خپره کړه، دا سندره وه: زړګی مو شو ټوټې ټوټې. خو د دې سندرې خپرېدل نه وه يو غضب و او دې سندرې استاد اولمير ته ډېر غټ جنجال جوړ کړ، د اکا ټوله کورنۍ يې سخته ځنې خوابدې شوه او اولمير ته سختو خواريو او بد بختيو مخه کړه، د اکا د کورنۍ د خوابدۍ وروسته يې هغه کور پرېښودی او د ګلستان نومې شاعر سره شاګرد شو، او د هغه شاعر سندرې به يې يادولې او زده کولې او بيا به يې ويلې، په دې لړ کې يې د تېرا د ملکانو سره اشنايي پيل کړه او بيا د هغوی سره د (1329) هجري لمريز کال په نيمايي کې د هيواد د خپلواکي د جشن په لمانځنې کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی او د هغه وخت د قبايلو رياست ته ور وپېژندل شو، ارواښاد ملنګ جان چې هغه وخت په راډيو کې د موسيقي منتظم و، د استاد اولمير په لوړ استعداد خبر شو او هغه يې د راډيو سره د همکارۍ لپاره راډيو ته ور وپېژندی. د استاد اولمير په خپله وينا چي ويلي يي دي زما لومړۍ سندره چې ما په افغانستان راډيو کې وويله د هغې شعر د ګلستان و او کمپوز خپله زما و او سندره وه (د عاشقۍ په درياب ډوب شوم ګودر کم ځای دی) خو ځينې کسان بيا د هغه لومړنۍ سندره دا ګڼي، (تللې روح مې تن نه بېرته تن ته راغله)، استاد اولمير د ډېر وخت لپاره خپله مرسته د ځينو معاذيلو له مخې د راډيو سره پر مخ نه شوای بېولای، او د يو څه وخت لپاره يې خپله مرسته د راډيو سره پرېښودل، خو مګر بېرته يې د هنر سره د لېونۍ مينې له مخې په کال 1335 کې د دويم ځل لپاره د استاد نبي ګل په مرسته د راډيو سره خپلې اړيکي ټينګي کړې او خپلو هنري هلو ځلو ته يې لا پسې پراختيا ورکړه، او په دې توګه اولمير ته د استادۍ د لوړ لقب د ورکړې زمينه برابره شوه، استاد اولمير هر هغه څه چې په پښتو موسيقي کې موجود دي لکه : رباعي، غزل، لنډۍ، څلوربيته، داستان،سروکی او بدله، په ښه سر او تال سره ويلای شوای، بله دا چې د پښتو سندرو طرزونه او کمپوزونه يې هم جوړوالای شوای.. له دې امله استاد اولمير ته د 1350 هجري لمريز کال د کب په مياشت کې د افغانستان راډيو رياست په غوښتنه او د هغه وخت د اطلاعاتو کلتور وزارت د مسلکي مجلس په تصويب د موسيقي د استاد لقب ورکړل شو، استاد اولمير ته د استادۍ د لقب په ورکړه نه يوازې هغه ووياړل شو بلکې ټولو هغو پښتنو ته چې استاد اولمير ورته د خپل هنر له مخې ډېر ګران وو دا پېښه د خوښۍ سبب شوه، د هغه وخت په مطبوعاتو کې ډېری د خوښۍ ډکې تبصرې خپرې شوې. استاد اولمير په راډيو کې خپل په اواز کې 250 سندرې ثبت کړې دي، استاد اولمير چې کله د اکا د کورنۍ څخه ولاړی او خوابدی شو نو ده ته کوزده شوې نجلۍ يعنې د ده د اکا لور هم هلته پاته شوه او بالاخره دی د ژوند تر پايه بې واده پاته شو، پر خپل مورنۍ ژبې سربېره په انګرېزۍ ژبې هم لږ لږ پوهېدی او د خپل هنري ژوندانه په لړ کې دوه ځله د لومړۍ درجې او يو ځل هم د دريمې درجې سندرغاړی مطبوعاتي او هنري جايزې هم تر لاسه کړي دي، کله چې استاد اولمير ته د استادۍ لقب ورکول شو نو په همغې ورځ يې 5000 افغانۍ چې په هغه وخت کې خورا ډېرې وې هم د انعام په توګه ورکړې. استاد اولمير په بېلابېلو وختونو کې د افغان هنري ډلو سره پخوانی شوري اتحاد، چکسل واکيا، هندوستان او څو ځلي پېښور او کوټې ته هم تللی دی او د کنسرټونو په ورکولو سره يې په هر ځای او سيمه کې د هغه ځای د خلکو له خوا هر وخت خورا تود هرکلی شوی دی. د دې ټولو جايزو، امتيازاتو او برياوو سره سره استاد اولمير د زياتو خواريو په ګاللو کې لالهانده ژوند تېر کړ، خو په هر صورت استاد اولمير زوړ او سپين ږېری شو خو زړه او روح يې له هنر او په تېره بيا له موسيقي، ساز او سندرو څخه موړ نه شو، او نه يې هم خپله همکاري د ژوند تر پايه د افغانستان د راډيو ټلوېزيون سره پرې نه ښودل، استاداولمير ډيري ښي غوره ملي او انقلابي سندرې يې په ټلوېزيون کې ثبت او لبسينګ کړي، چې اوس يې ځينې سندرې د خورا لوړو ملي سندرو څخه ګڼل کېږي، لکه دا سندره يې چې (دا زموږ زېبا وطن) د ژوند پېښو استاد اولمير يعنې دغه زهير شوی هنرمند په کراره پرې نه ښودی د (1359) هجري لمريز کال د سنبلې د مياشتې په دېرشمه نېټه موټر وواهه، او يو لاس او يوه پښه يې مات شول او څه موده په علي اباد روغتون کې بيستر و، په پښتو سندرغاړو کې او په پښتو سندرو کې نه چا د استاد اولمير ځای نيولای شوای او نه به يې کېدای شي په راتلونکي کې څوک ونيسي. استاد اولمير د پښتو موسيقۍ هغه ځلانده ستوری چې کلونه کلونه يې زموږ د ساز سندريز بزمونه په خپلو ښکلو سندرو سره تاوده ساتل.خو بلاخره دافغانستان له دي خوږژبي سندر غاړي سره ژوندوفا ونكړه او د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوه وه د (1361) هجري لمريز کال د ثور يا غويي د مياشتې په څوارلسمه نېټه وفات شو. روح دې ښاد وي. او د ثور د مياشتې په پينځلسمه نېټه يې جنازه د ده د هنر د زرګونو تنو مينه والو، دوستانو او خوښوونکو د وير او ماتم په څپو کې په خاصو مراسمو سره د شاه شهيد رحمة الله عليه د زيارت تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه، د استاد اولمير د ښخولو په مراسمو کې د هغه وخت ځينو دولتي لوړ پړو چارواکو هم ګډون کړی و، هغوی د خپلو ويناوو په ترڅ کې د استاد اولمير هنري استعداد او د هيواد سره د هغه سرشاره مينه وستايله، د هغه وخت د راډيو ټلوېزيون د موسيقۍ لوی مدير د مرحوم استاد اولمير ژوند ليک ولوستی، د استاد اولمير مړينه د هيواد په هنري او فرهنګي حلقو کې يوه ستره ضايع وبلل شوه، ډېر زړونه په وز,ورېدل او ډېر فکرونه په خراب شول (خدای دې وبخښي) د ګران هيواد افغانستان مطبوعات د استاد اولمير د تلينې له امله هر کال زياتې خپرونې کوي او په دې توګه د استاد اولمير درناوی کوي. د يادونې وړ ده چې د استاد اولمير ځينې سندرې نوټېشن شوې هم دي، چې د هغو د جملې څخه د استاد اولمير د يوې ښکلې ملي سندرې تصنيف چې (دا زموږ ليلا وطن) نومېږي او د هغې سندرې ارکسټر او نوټېشن د استاد ننګيال له خوا تنظيم شوی دی.. . دا وو د نن ستوری استاد اولمير چې تاسو ته مو در وپېژندئ RTA, Kandahar De Afghanistan Takra au Watali Sanderghary Khudai Bakhali Awalmir By: Fazal Mohammad Anis - بېرته شاته