(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ټنګ ټکور

[19.Dec.2023 - 07:18]

دپښتو موسیقۍ په پیا وړتیا او غوړېدوکې دهندوانو او سیکانو ونډه

----------------------

دلطیف یاد لېکنه  

 

د مو سيقۍ په ډګر کې ز موږ د نورو هيوادوالو په څير د افغاني هندوانواو سیکانو ونډه هم په زړه پورې ده . د پښتو موسیقۍ په بر خه کې ز موږ هند وانو او سکهانو هيو ادوالو د قدر او ستاينې وړ خدمتو نه سرته رسولي دي.

په ګران افغانستان کې هندوان دلرغوني آريايي او ويدي سرودونو نه نيولې تر او سه پور ې په خپلو معبدونو(مندیرونو) کې د خدای په حمد او ستاينو بوخت دي چې د موسيقۍ د آلاتو په غږ ولو سره د مينې او محبت دغه جذ به نوره هم پياوړي کوي٠

همدا راز ز موږ سکهـ هيوادوال هم په خپلو ګورو دوارو کې د (ګورو ګرنت) په لوستلو او د موسيقۍ سره يو ځای د ګورو نانک او نورو سیک ( مذهبي لار ښوونکو) او (جپ جي صا حب ) نه هغه سر ود ونه چې د خدای په ستاينه کې ويل شوي دي بجنونه ( مذهبي سرودونه ) وایی..

زموږ په ګران هيوادکې د اروا ښاد استاد پران ناتهـ هغه خوږې او صوفيانه سندرې ز موږ د دې ادعا ښه ثبوت دی چې زموږ هندوانو هيواد والو تر کومه حده افغاني موسيقۍ ته د قدروړ خدمتونه کړي دي ٠ همداراز زموږ د هيواد د موسيقۍ په وده کې د ښاغلی چيت رام ساهني خدمتونه هم د ياد ولو وړدي چې د موسيقۍ په برخه کې اکاډميکي زده کړې لري خو له بده مرغه اوس په هیواد کې نشته.

همداراز دهندوانواوسیکانو  ډېر   سندرغاړي وو چې پښتو موسیقۍ ته   يي ډیر کار کړې چې زه به یوازې  ددوی دنومونو یادونه وکړم :

وزیر چند ربابي ، طبله وهونکی تیر تهه رام، سندر غاړی کیشن چند چې  په آل انديارایدیو  AIR کې د ربابچي په توګه  یې دايمي دنده درلودله او  دهند او پاکستان له  ويش نه دمخه د پېښور د شاوخوا کوم کلي اوسیدونکی و  او دژوندانه تر وروستۍ سلګۍ پورې  په پښتو ژبه مین  او دپښتنو جامې به یې پرتن وي او ددې تر ځنګ تکړه سندرغاړى او طبله وهونکى او يو ساده کليوال و چې پېښور کليو ته به دټنګ ټکور  مجلسونو کې سندرو وېلو ته هم بلل کېده.دېوي ديال، میرمن اوشا سېټهـ.، مېرمن موهني نيروله،کېسر سينګ ( د موهني نيروله خاوند  او د نامتو هندي فلمي سندرغاړې جسپندر نروله پلار ـ چې په اصل کې د بنو لکي مروت نه وو. میرمن شانتي هيرانند "میرمن پرکاش کور ، سورېندر کور،میرمن تېج کور تېج، دبنو دسیمې دينا ناتهه او 

ديوي ديال هم يو مجلسي سندرغاړې و له پښتونخوا نه راغلی و او  ډيلي ته  نږدې فريد آباد کې اوسېده او  همدلته به ودونو او دپښتنو کورنېو د خوشالیو محفلونو ته ته ـ دده سندرې هم ډېرې زړه راکښونکې وې لکه:

چې ته راځې زه به د خاورو ډېرۍ يمه

ګلالۍ لاړه شه ګل راوړه

دغه رازبله سندره :

بنګړي والې ترورې زمونږ کوڅې له راشه

یوه بله پښتو سندره چې زما ډیره خوښه وه هغه دپوشپا هنس په غږ کې وه پوشپاهنس (PUSHPA HANS)چې دآل انډیا ډیلي ریډیو دپښتو څانګې دپخواني مشر ښاغلي روشن لا ل ملهوتره صیب په قول په 1917کال کې د هند د پنجاب ايالت په فاضلکا Fazilka کې زيږېدلې او د 2011 کال د دسمبر په (نهمه ) يي له دنيا سترګې پټې کړې د پلار نوم یې رتن لال کپور او د خاوند نوم يي هنس راج چوپړه و او په شيش محل نومې فلم کې یې د هيرو ين په توګه  کار کړی و  او سندرې هم ويلې وې ـ همداراز نوموړې په پنجابي فلمونو لکه چمن او نوروپنجابي فلمونو کې يي ډيرې سندرې ويلې دي ـ پوشپا هنس د آل انډيا راډېو پښتو څانګې کې هم ګڼې سندرې ويلې او ښاغلي ملهوتره صیب هم په آل انډیا ریډیو ډیلي کې څو څو ځلې ورته د سندرو ثبتولو بلنې ورکړې وې اوهغې هم ګڼې پښتو سندرې هلته ثبت کړى دي ـددې یوه سندره چې( آشنا سهار دي ساړه مې کیږي) دراډيو افغانستان دپښتو سندرو په ارشیف کې وه او راډیو افغا نستان به پخوانیو وختونو کې دسهار له خوا خپروله او ما داسندره ما ډیره اوریدله

آشنا سهار دی چې ساړه مې کيږي

را باندې واچوه لونګۍ جوړه لاسونه

آشنا سهار دی

ما ته ځولۍ ګلونه را وړه

زه د وربل د پاسه چتر جوړمه

آشنا سها ر دی

که ته مې روغ ليونی نه کړې

بيا مې د بنګو پياله مه بو له مينه

آشنا سها ر دی

تر ګل ګلاب ښا يسته زه يم

ما ته دګلو ګيډۍ مه راوړه مينه

آ شنا سهار دی

با يد وويل شي چې ما د پوشپاهنس دغه سندره چې تقريبا ډیره پخوا نۍ وه دخپلودوستانو په مرسته دراډیوافغانستان دپښتو سندرو له آرشیف نه کاپي کړه او په سویډن کې میشته هندي سندرغاړې شارون اوسر ته مې ولیږله او ورنه مې وغوښتل چې که ممکنه وي دغه سندره ووایې چې د آغلې پوشپاهنس یاد تازه اوداسندره هم له سره بیا ژوندۍ شي.آغلې شارون اوسر چې په اصل کې يوه هندي سندر غاړې او د بمبئي او سيد ونکې ده او په هغه وخت د سويډن په مالمو کې اوسېدله او د پښتو ژبې د تکړه استاد او سندرغاړي استاد يا رمحمد علیزي په هلو ځلويې دنورو سندرغاړو ښاغلي همایون صاحبزي اوښا غلي امان الله امیري او عبید جوینده سره هم ډيرې پښتو سندرې ويلي دي .

له نیکه مرغه آغلې شارون اوسر زما غوښتنه ومنله او د ۲۰۱۱ کال داکتوبر دمیاشتې په ۱۱ نیټه یې دغه پښتو سندره دانګلینډ د برمنګهم په ښار کې یې په یوه کنسرټ کې  وویله . دپوشپاهنس دغه سندر ه دآغلې شارون اوسر په غږ کې په لاندیني لینک کې اوریدلی شئ !

https://www.youtube.com/watch?v=ix8SFTG7xQs..

-
بېرته شاته