(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مفسد

[28.Dec.2023 - 16:34]

مفسد - ناول

 لیکمنصور لېوال 

په "مفسد" ناول مې مخکې یوه وړه لیکنه کړې وه، خو وروسته د ملګرو ټېنګار او د ناول جذابیت اړ کړم، چې د دې ناول په اړه یوه اوږده لیکنه وکړم...

 

"مفسد" د ایمل پسرلي شهکار اثر:

مفسد ناول د تکړه داستان لیکونکي ایمل پسرلي اثر دی چې په 1399 کال کې اکسوس خپرندویې ټولنې خپور کړی دی.

که رښتیا ووایم، زه د څو لیکوالانو نه بغیر، د پښتو ناولونو لوستلو ته زړه نه ښه کوم.

د پښتو ژبې په اکثره ناولونو کې نوښت نشته. له کلیشه اي موضوعاتو، پېښو، صحنو څخه مالامال دي، چې لولې یې، نو داسې احساسوې چې دا شی دې په لږ بدلو الفاظو یو بل ځای هم لوستي وو.

زموږ اکثره ځوانان چې غواړي لیکوالي پیل کړي، شروع یې له داستاني ادب او په ځانګړې ډول له ناول نه کوي.

دوی بې تجربې وي، مطالعه نه لري او په کلیشه اي موضوعاتو شخوند وهي

دا کسان د اثر په کیفیت پسې نه ګرځي، دا چې په کتاب پلورنځیو کې یې په خپل چاپ شوي اثر سترګې لګېږي، همدا ورته بسنه کوي او داسې انګېري چې ګواکې هدف ته رسېدلي دي.

د نوښت په برخه کې مو یوازې د ځوانانو نه، بلکې د لویو لیکوالانو هم ملا ماته ده.

د ایمل "مفسد" ناول د کلیشه اي ناولونو برعکس له نوښتونو مالامال اثر دی. ژبه یې ساده، روانه او خوږه ده.

دا چې ایمل پسرلی ډېری وخت لنډې کیسې لیکي، نو په لنډه کیسه کې اضافي خبرو ته ډېره اړتیا نه لیدل کېږي.

ایمل د لنډو کیسو په څېر په دې ناول کې هم له اضافي، بېځایه خبرو او اطناب څخه ډډه کړې ده.

لنډې جملې یې د مفهوم په رسولو کې ډېره مرسته کوي.

د غضنفر صاحب خبره، کلمې یې د پیسو غوندې په احتیاط لګولې دي.

د پښتو ژبې ډېری ناولونه د حجم له لحاظه هم کوچني(ناولټي) دي. د پښتو ژبې اکثره داستان لیکونکو د ناول پر ځای د ناولټي په لیکلو زیات تمرکز کړی دی. مثلاً زموږ تکړه داستان لیکونکي ښاغلي نصیر احمد احمدي د پنځلس شاوخوا داستاني اثار لیکلي دي چې دا ټول ناولونه نه، بلکې ناولټي دي.

همداسې ښاغلي اصف عمر د شلو شاوخوا داستاني اثار لیکلي دي، خو په دې کې یو هم ناول نشته او ټول ناولټي دي. ممکن د بهرنیو لیکوالانو ځینې لنډې کیسې همدومره وي، لکه زموږ ځینې ناولونه...

د ایمل پسرلي ناولونه که ډېر غټ نه دي، نو ناولټي هم نه دي. مفسد ناول تقریباً دوه سوه څلوېښت صفحې دی. همدارنګه یو بل ناول "پردی" یې د درې سوه صفحو په شاوخوا کې دی.

ایمل پسرلی د ناولټي پر ځای په ناول لیکلو زیات تمرکز کوي. په دې هیله چې زموږ نور داستان لیکونکي هم د نوموړي پر پله، پل کېږدي.

مفسد ناول ما دوه ځله لوستی او بیا یې هم د لوستلو اراده لرم. دا ناول زما د خوښې ناول دی، ځکه خو مې غوره وبلله چې یو څه پرې ولیکم.

 

د مفسد ناول کیسه:

دا ناول د پولیسو د یو ټيټ رتبه افسر چې د جنایي تحقیقاتو امر دی، په کاري ژوند راڅرخي. د جنایي تحقیقاتو دا امر چې د ناول مرکزي کرکټر هم دی، "صادق" نومېږي.

یوه ورځ د کورنیو چارو د وزارت مرستیال مبین نوموړی ورغواړي او ورته وایي چې د سناتور بشیر مشفق لور ورکه شوې ده او ته به د دې پېښي تحقیق کوې.

په اصل کې د سناتور بشیر مشفق او معین صاحب مبین تر منځ سیاسي لوبه روانه وي. سناتور بشیر مشفق د کورنیو چارو د وزارت چوکۍ ته لاره جوړه کړې وي او غواړي چې وزیر شي، خو معین صاحب مبین یې مخه نیسي.

د بشیر مشفق لور هم د معین کسانو په څه چل له کوره اېستلې وي، د دې لپاره چې بشیر مشفق په تشویش کې شي، پارلمان یې دا ضعف وبولي او ووایي چې دی خپله لور نه شي ساتلی، نو هېواد به څنګه وساتي او په دې توګه به بشیر مشفق د وزارت له چوکۍ لاس په سر شي.

د جنایي تحقیقاتو امر صادق د دوی له سیاسي لوبې ناخبره وي. ده ته د کورنیو چارو د وزارت مرستیال په ظاهره د یوې جنایي پېښې د تحقیق ماموریت ورکوي، خو هدف یې ترې د خپل سیاسي سیال را پرځول وي.

امر صادق هم د معین مبین له هدایاتو سره سم هره ورځ د بشیر مشفق کور ته ورځي. هلته ویني چې بشیر مشفق ډېر ارام وي او هېڅ په تشویش کې نه وي.

امر صادق ته وایي چې اصلاً تحقیق ته هېڅ اړتیا نشته. امر صادق هم حیرانېږي چې دا څنګه امکان لري چې د یو چا لور ورکه وي او دی دومره ارام وي او دا لا هم وایي چې تحقیق ته هېڅ اړتیا نشته

په اصل کې معین مبین ته هم د نجلۍ پیدا کول دومره مهم نه وي. د بشیر مشفق کور ته د امیر صادق له ورلېږلو یې هدف دا وي چې په بشیر مشفق فشار راوړي، ویې بېروي او دا ورته وښایي چې وزارت دا قضیه جدي تعقیبوي.

یوه ورځ بشیر مشفق امر صادق ته ووایي چې: زما لور پیدا شوې ده، په کلي کې ده، خو ته به په دې خبره معین صاحب نه خبروې او هغه ته به وایې چې بشیر مشفق د لور د ورکېدو له امله ډېر په تشویش کې دی او که دې دا کار و نه کړ، نو خیر به دې نه وي.

امر صادق هم په دوه کې حیرانېږي چې دا اوس څه کیسه روانه ده. معین وایي سناتور ګوره، سناتور وایي معین ګوره!

کیسه همداسې روانه وي. بله ورځ بشیر مشفق وزیر کېږي او څه وخت وروسته دا خبره په رسنیو کې خپرېږي چې د بشیر مشفق لور چا تښتولې ده.

دا خبره ډېره ګرمېږي او وکیلان هم وایي چې دا سړی خپله لور نه شي ساتلی، نو هېواد به څرنګه وساتي.

بالاخره د شفیع الله حرکت په نوم د تلویزون یو ژورنالیست له بشیر مشفق سره مرکه کوي او د لور د ورکېدو موضوع ترې پوښتي.

بشیر مشفق په ځواب کې ورته وایي چې زما لور هېچا نه ده تښتولې او په کور کې ده. خو شفیع الله حرکت یې نه مني او ورته وایي چې که رښتیا په کور کې وي، نو سبا یې مرکې ته اماده کړه. په سبا د بشیر مشفق لور له حرکت سره مرکې ته حاضرېږي او وایي چې زه خپل پخواني کلي ته تللې وم، هېچا هم نه یم تښتولې او دا هسې چټیات دي.

په دې ډول بشیر مشفق د مخالفینو خولې ور بندوي.

امر صادق ته پخواني معین مبین د دې قضیې د حلولو لپاره یو موټر او تیلې فون هم ورکړي وي، دا چې وزیر بدل شي، نو ده لا هغه امانت وزارت ته نه وي سپارلی.

یوه ورځ یې وزارت ورغواړي او دا تور پرې لګوي چې تا تیلې فون او موټر له وزارته اخېستې دي او خوله دې پرې پټه کړې ده، یعنې غلا کړي دې دي

امر صادق چې هر څومره ورته وایي چې دا ماته پخواني معین د بشیر مشفق د لور د قضیې حلولو لپاره راکړي و او دادی اوس به یې بېرته درته وسپارم! خو هغوی یې نه مني. دا چې هغه د بشیر مشفق کسان دي، نو ده ته وایي چې د وزیر صاحب لور خو ورکه نه وه، نو بیا قضیه د څه شې وه؟ او د قضیې له خلاصېدو وروسته دې ولې نه سپارل

بالاخره د بشیر مشفق کسان ورته وایي: ته باید هغه څه وکړې چې موږ درته وایو، ګنې د فساد په تور دې لویي څارنوالۍ ته معرفي کوو.

په دې ډول امر صادق د وزیر د لاس اله جوړېږي او څه چې وزیر مشفق او د هغه ملګري ترې غواړي، دی یې له مجبوریته ورته کوي.

په دې لیکنه کې غواړم چې د دې ناول پر لیدلوري، تلوسې، کرکټر کښنې، صحنې، ډیالوګ او پیغام باندې لنډې خبرې وکړم.

 

1: لیدلوری:

هغه ځای ته چې یوه کیسه ځینې لیدل کېږي، یا بیانېږي لیدلوری وایي او هغه چاته چې کیسه راته تېروي راوي وایو. هره کیسه یو راوي لري، دغه راوي یا څرګند وي، یا ناڅرګند، یا د کیسې یو کرکټر وي، یا له بهره پېښي څاري.

پخواني نکلونه به نکلچیانو اچول، خو له اوسنۍ کیسې د دغه راوي په ذریعه خبرېږو.

په ټوله کې داستاني اثار د بیان له دریو زاویو څخه وړاندې کېږي.

متکلم یا لومړی شخص(زه/موږ)

مخاطب یا دویم شخص(ته/تاسې)

غایب یا درېیم شخص(هغه/هغوی)

د مفسد ناول راوي لومړی شخص یا متکلم دی. یعنې کیسه داسې څوک راته کوي چې پخپله د کیسې برخه وال دی.

د مفسد ناول راوي پخپله د کیسې مرکزي کرکټر امر صادق دی. له کومو پېښو سره چې دی مخ شوی دی، د هغو کیسه راته کوي.

د لومړي شخص د لید د زاویې ښېګڼه داده چې یو داستان که له دې زاویې بیان شي، د داسې داستان تصادفات او حتی ځینې نادره او خارق العاده واقعیات هم د لوستونکي لپاره د منلو وړ وي.

بله دا چې د لید په دې زاویه کې د لوستونکي او راوي تر منځ اړیکه نېغه او صمیمانه وي. په دې انداز کې لوستونکی په دې ذهنیت وي چې راوي ماته خپل داستان پخپله بیانوي او خپله مخامخ راته ناست دی.

زما په اند په پولیسي او جنایي ناولونو کې تر نورو زاویو د لومړي شخص(متکلم) له زاویې کیسه بیانول ګټور دي او کیسه د لوستونکي زړه او ذهن ته ښه پرېوځي.

 

2: تلوسه:

تلوسه، تجسس، یا هیجان د ناول په ټوله کې د داستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي. په بل عبارت: تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې، نا ارامي، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلې پوښتنې ځواب یا خپل ذهني سکون ومومي.

د ادبپوهانو په اند: یو ښه داستاني اثر هغه دی چې په کابو ټولو برخو کې یې د تلوسې رنګ پیکه نه شي. د داستان پیل، منځ او پای لا څه چې ټولې فرعي برخې او صحنې یې هم باید تلوسه وپالي.

زما په اند ایمل پسرلي پورتنۍ سپارښتنه په پام کې نېولې ده. په مفسد ناول کې له پیل نه تر پایه داسې تلوسه شته چې د داستان لوستلو په وخت لوستونکی هېڅ د ستړیا احساس نه کوي.

په اصل کې پولیسي او جنایي ناولونه نسبت د ناول نورو ډولونو ته زیاته تلوسه او جذابیت لري. خو ځینې داسې لیکوالان هم شته چې تلوسه تر پایه پورې نه شي ساتلی.

له ځینو نه غوټه ډېره ژر پرانېستل کېږي او لوستونکی مخکې له مخکې په دې پوهېږي چې څه خبره ده.

یوه ډله نور لیکوالان بیا مصنوعي تلوسه راوړي. مصنوعي په دې معنا چې په لوی لاس له لوستونکي یو څه پټوي او بده لا دا چې لوستونکی هم ورباندې پوهېږي چې لیکوال قصداً یو څه رانه پټوي او په ما یې د احمق ګومان کړی دی.

ایمل پسرلی د تلوسې په برخه کې پوره کامیاب دی؛ نه خو اصلي غوټه ترې پرانېستل شوې ده او نه یې د لوستونکي د اندېښمن کېدو او په انتظارېدو لپاره مصنوعي تلوسه راوړې ده.

داستان په ډېر عادي شکل مخته ځي، خو په ډیالوګ کې یوه داسې خبره رامنځ ته شي چې د پېښې په اړه د لوستونکي ټول فکر بدل شي. نورې پوښتنې یې په ذهن کې وګرځي او په اصلي کیسې د پوهېدو لپاره مجبور شي چې ټول داستان ولولي.

مثلاً: کله چې د بشیر مشفق لور زینبه ورکه شي او داسې فکر کېږي چې تښتول شوې ده، نو امر صادق د پلټنې لپاره د بشیر مشفق کور ته ورځي. هلته د زینبې له کوچني ورور شبیر سره د امر صادق د ډیالوګ یوه برخه په دې ډول ده:

"ــ د زینبې انګریزي زده وه؟

ــ هو کورسونه یې ویلي و، امریکایي پوهنتون نه فارغه شوې وه، په انګریزي ښه پوهېده.

ــ د کابل د امریکایي پوهنتون نه؟

ــ هو نو څه دې زړه غواړي امریکا ته یې پرېښوده."

دلته لومړی داسې فکر کېږي چې زینبه د یو شتمن سیاستمدار لور ده. ممکن فردي ازادي ولري، خوشحاله وي، خو له دې ډیالوګه چې"هو نو څه دې زړه غواړي امریکا ته یې پرېښوده!" داسې ښکاري چې زینبه خپلواکه نه وه او په دې ښه ژوند کې هم په دودیزو قیدونو کې ګیره وه.

د پورتني ډیالوګ له لوستلو وروسته د لوستونکي تلوسه نوره هم زیاتېږي او دا پوښتنه ورسره پیدا کېږي چې ایا زینبه تښتول شوې ده او که په خپله خوښه تللې ده؟

په مفسد ناول کې په پورتني شکل او په طبیعي بڼه تلوسه ډېره ښه پالل شوې ده. لوستونکی تر پایه له ځان سره ساتي او په تدریجي ډول یوه، یوه پوښتنه ورځوابوي.

 

3: کرکټر کښنه:

د وګړو د ظاهري او باطني ځانګړنو بیان ته کرکټر کښنه وایي. هماغسې چې د ځایونو او منظرو د بیان لپاره توصیف او د پېښو د انځورولو لپاره صحنه لیکل کېږي، د کسانو پېژندګلوي هم په کرکټر کښنه کېږي.

ځینې لیکوالان د هر کرکټر له نوم سره د هغه د خارجي او داخلي ځانګړنو په هکله ټول معلومات یوستوي لیکي،

چې دا کار په داستان کې بې خوندي رامنځته کوي.

د کره کتونکو په اند: داسې مه وایه چې پلانی درواغ وایي، بلکې دا وښیه چې پلانی درواغ وايي.

دا مه وایه چې پلانی مهربانه او نېک انسان دی، بلکې دا وښیه چې پلانی مهربانه او نېک انسان دی.

که د یوه کرکټر باطني ځانګړنې د صفتونو په مرسته بیان کړو، دا به د هغوی په اړه زموږ قضاوت وي او پر لوستونکي به چندانې اغېزه و نه کړي. که غواړو چې لوستونکی مو پخپله د یوه کرکټر د شخصیت په باره کې قضاوت وکړي، نو د کرکټر خویونه، باورونه او اخلاق باید، د هغه/هغې په خبرو او عملونو کې وښیو.

ښاغلي ایمل پسرلي د کرکټرونو ظاهري ځانګړنې تر ډېره بیان کړې دي، خو باطني ځانګړنې(د کرکټرونو شخصیت او رواني حالات) د هغوی په خبرو اترو او حرکاتو کې راښيي.

ده د هر کرکټر شخصیت د هغه د کورنۍ، چاپېریال، د تعلیمي کچې او نورو فکټورونو په پام کې نېولو سره په دقت جوړ کړی دی.

مثلاً: قاضي حفیظ لالا سپین ږیری دی، د ظاهرشاه په وخت کې یې پوهنتون ویلی دی، لوستی سړی دی، د ژوند ډېرې لوړې او ژورې یې لېدلې دي، کافي تجربه لري.

نوموړی د افغانستان په سیاست او د سیاستوالو په کارونو ښه بلد دی، ځکه خو په ډېر ارام او منطقي ډول امر صادق ته لارښوونه کوي.

کله چې امر صادق د قضیې په حلولو کې له ستونزو سره مخ شي، یعنې هغه وخت چې دی پوه شي چې نه سناتور د لور د ورکېدو چندان په کیسه کې دی او نه معین ته د سناتور د لور پیدا کېدل مهم دي، نو حیران، دریان شي چې دا اوس څه کیسه روانه ده.

د ده فکر په قضیه کې بند وي، خو سر یې نه پرې خلاصېږي، یو عالم پوښتنې یې په ذهن کې ګرځي. په دې وخت کې قاضي حفیظ لالا ته ورځي او له هغه سره په دې اړه خبرې کوي.

(دا ډیالوګ ډېر اوږد دی، خو یوه برخه یې په لاندې ډول ده:) 

"قاضي صاحب مړه کړي مچان له چوترې لاندې په مچمړ پورې وهل، ستوني ستغ پرېوت. پاس یې تاک ته کتل. لاسونه یې تر ککرۍ لاندې کړل. بې له دې چې ماته وګوري راته ویې ویل:

ــ دا خلک راته په پوست پاک نه ښکاري، په خپلو کې سره وران دي. هغې نجلۍ ته مې زړه بد شو، هغه بېچاره هسې د پلار د کارونو قرباني شوه.

ــ څرنګه؟

ــ خیر ثبوت خو نه لرم، خو شک مې دادی چې دا معین له دې سناتور صاحب سره په کومه معامله کې ښکېل دی. دا چې د قاچاق خبره ده، د سیاسي څوکۍ خبره ده، د پیسو خبره ده، که بل څه دي، خو یو نه یو څه یې تر منځ دي.

ــ نو معین صاحب یې د لور د پیدا کېدو لپاره تحقیق ولې غواړي؟

ــ د فشار وسیله ده! معین پوهېږي چې مشفق قومي سړی دی. که یې کلی او قوم خبر شي چې پېغله لور یې چا تښتولې ده، دا نو سم تندر دی.

قاضي حفیظ په ډډه واوښت، ګېلم یې په یوه ګوته وګراوه راته ویې ویل:

ــ دا نجلۍ پخپله تللي، دام یې ورته جوړ کړی دی. دا معلومه کړه چې له چا سره یې راشه درشه وه. دا د نن زلمیان خو ټول په انټرنېټو کې مینېږي، حتماً به یې مجنون پیدا شي، خو که دې پیدا کړ معین صاحب ته دې حال مه وایه.

ــ نو چاته یې ووایم؟

ــ له سناتور سره باید خبره وشي. دغه سناتور ما پېژني، زه به ورشم لږ به یې سر ور خلاص کړم.

ــ څرنګه یې سر ورخلاصوې؟

ــ هغه ماته پرېږده! زه نه د معین غم وړی یم، نه د سناتور؛ زه ستا غمه خورم.

قاضي صاحب په ځای کې کېناست. مچمړ یې ورواخېست او په لږ لرې ناست مچ پسې کوږ شو، ومې پوښت:

ــ لالا پوهه نه شوم زما غم څرنګه؟

ــ په دې ټوله قضیه کې ورکه نجلۍ او ته بې ګناه یاست، دا نور په پوست پاک نه دي. سناتور ته وایم چې ته مې ورور یې د هغه سر ورخلاصوم چې ګناه ستا نه ده.

ــ تا وویل که سړی پیدا کړم، معین ته ونه وایم ولې؟

ــ که معین خبر شو چې مشکل حلېږي، د حل لارې ختموي، په دې خلکو شک نشته چې تا ختم نه کړي، خو که سناتور خبر شي هغه به خپله لور وژغوري، ستا وظیفه به بې له کوم جنجاله ختمه شي."

دلته موږ د قاضي حفیظ لالا له خبرو په دې پوهېدلی شو چې نوموړی څه ډول شخصیت دی.

قاضي حفیظ لالا لوستی سړی دی، تجربه لري، په ژوند کې له ډېرو مسایلو سره مخ شوی دی؛ ځکه خو یې په خبرو کې ارامتیا، منطق او متانت شته.

د مفسد ناول بل کرکټر جبار به راواخلو. جبار مغروره دی، بدماش دی، هم زور لري، هم زر. دی د بشیر مشفق خاص کس دی. د هغه په امر غلا، وژنې او نور جنایتونه کوي.

لیکوال موږ ته دا نه وایي چې جبار بدماش، جنایت کار او مغروره دی، بلکې د هغو له خبرو، چلند او حرکاتو موږ پوهېږو چې جبار څه ډول کس دی.

مثلاً: جبار چې هر ځل امر صادق ته زنګ وهي، نو خبرې بې سلامه پیلوي او بې مخه ښې یې بندوي. یوازې امرونه کوي. کله چې امر صادق ورته وایي چې د معین کسان په رسنیو کې د بشیر مشفق د لور د ورکېدو خبر نشروي، نو دی یې په کیسه کې هم نه وي، د هغې نجلۍ عزت او بدنامي ورته هېڅ ارزښت نه لري، بس یوازې ورته وایي چې سمه ده او ټیلې فون بندوي.

د جبار او امر صادق لاندې ډیالوګ ولولئ

"ــ نن یوه بجه، د قرغې ډنډ، سپوږمۍ هوټل سره درته منتظر یم!

ــ ته خو مې نه یې لېدلی، څرنګه به دې وپېژنم؟

ــ ما لېدلی یې، په موټر کې ناست اوسه زه درځم! یوه بجه! د قرغې ډنډ! سپوږمۍ هوټل."

د جبار ټولې خبرې له غروره ډکې دي. زیاتې خبرې نه کوي، یوازې امرونه کوي. که لیکوال د ده په اړه موږ ته څه و هم نه وایي، موږ د نوموړي د شخصیت په اړه د ده له حرکاتو او خبرو هم پوهېدلی شو.

 

4: د صحنو انځورول:

د پېښو تفصیلي بیان ته صحنه وایي. هر داستان د صحنو ټولګه وي. که یو داستان له دېوال سره تشبیه کړو، نو صحنې له هغو خښتو سره تشبیه کولای شو، چې همدا دېوال ورنه رغېدلی دی.

استاد اسدالله غضنفر په یوه مقاله کې صحنه داسې تعریفوي: "هغه څه ته چې په واحد زمان او مکان کې پېښېږي او لوستونکي ته په مستقیم ډول وړاندې کېږي، د داستان صحنه وایو."

د صحنې انځورولو ته ځکه اړتیا وي، که فکر وکړو بیان د سړي له حافظې وځي، خو تصویرونه پر ذهن سیوری پرېږدي او تر ډېره وخته ژوندي وي. د خپل ماشومتوب ډېرې خبرې مو نه دې یادي، خو ډېرې صحنې او تصویرونه مو لا د ذهن په البم کې محفوظ دي.

د مفسد ناول د صحنې دغه بېلګه وګورئ:

"له موټره کوز شوم، د پټو په پوله دی مخته زه ورپسې. لږ لرې مې خټین دېوال لید. دېوال ته چې ورسېدو یو کوچنی ور مې تر سترګو شو. زموږ له رسېدو سره سم ور خلاص شو. تر شا یې څوک ولاړ و، چې شاید له لرې یې موږ څارلو. دغه کس مخ پټ کړی و، غږ یې و نه کړ، په سترګو یې هم تورې عینکې وې. دننه تشه حویلۍ وه، څو ونې پکې ولاړې وې او یوه چوتره وه. جبار د چوترې په لور رهي شو او زه هم ورپسې. چوتره لږ لوړه وه، له مځکې شاید نیم متر لوړه. په بره به دوه دوه نیم متره وه، کانګرېټي جوړه شوې وه. داسې راښکاره شوه لکه دلته چې دوی مېلې ته راځي. جبار د چوترې په هغه بل سر ودرېد، ماته یې د هندي فیلمونو د بدماشانو غوندې اشاره وکړه چې ورشم او هغه ځای وګورم. ورغلم، هلته دوه مړي پراته وو. یو نسبتاً ځوان چې کاوبای پتلون یې اغوستی و او بل په وطني کمیس پرتوګ کې چې شاید څو څلوېښت کلن و. په سینه وېشتل شوي وو. جبار له لاسه ونېولم، داسې یې کش کړم چې نور یې و نه وینم. د چوترې بل سر ته لاړ. زه هم ورسره وم راته ویې ویل:

ــ دا مړي به سبا د نجیب په مېلمستون کې د ده د سالون لاندې زیرزمیني کې وي. نجیب به ونیول شي او ستا تحقیق به په دې قضیه کې د معین صاحب لاس کشف کوي. له هېچا د ډار ضرورت نشته، هر مشکل چې و زه یې درته حل کوم، خو دا مړي تا دلته نه دي لیدلي. سبا سهار به د نجیب میلمستون پولیس تلاشي کوي، هغوی ته به چا اطلاع ورکړې وي چې دلته مړي پراته دي.

ــ دوی څوک دي؟

ــ دغه ستا کار دی چې دوی معلوم کړې چې څوک دي او ولې مبین خان وژلي دي؟

ــ معین صاحب مبین؟

جبار له حویلۍ د وره په لور رهي شو، له وره یو متر لرې و چې ودرېد.

ــ دا قضیه ډېره مهمه ده! د اوس لپاره باید څوک خبر نه شي، له ما سره به یوازې په ټيلې فون خبرې کوې.

ــ جباره وروره! قضیه حل ده، پولیس دې له امر سره سم کار کوي، نجیب به حتمن اقرار درته وکړي، نو ما څه کوئ؟

ــ ولې ته د دولت مامور نه یې؟

ــ مامور یم، خو په دې قضیه کې زه څه کولی شم؟

ــ هغه څه چې درته ویل کېږي.

ــ خو بې ما هم کېږي.

جبار له حویلۍ ووت. زه هم ورپسې. دی د موټر په لور چټک چټک روان و."

ایمل پسرلي دغه صحنه په ډېر مهارت لېکلې ده. مفسد ناول له همداسې صحنو مالامال دی. د صحنې دغه مثال که د کیسې له نورو برخو پرته ولولو، ښایي جالب راته و نه اېسي؛ خو که پوره ناول ولولو پوه به شو چې په دې وطن کې د انسان وینه څومره بې ارزښته ده.

دوه بې ګناه ځوانان یې وژلي دي، دوه مړي یې مخې ته پراته دي، خو دوی دومره ارام او بې اندېښنې دي لکه دوه چرګان چې یې وژلې وي. ایمل پسرلی په مفسد ناول کې یو ځای لیکي: "جنګ عاطفه وژني، زړه په ډبره بدلوي، سترګې ړندوي. نور نو د ځان ساتل او د ځنګل قانون وي. په ځنګله کې دا مهمه نه ده چې هوسۍ او کبلۍ څومره معصومه او ښکلې ده، مهمه داده چې ګېډه دې پرې مړېږي."

جنګ وګړي بې عاطفې کړي دي، زړونه یې په ډبرو بدل دي؛ ځکه خو د دوو ځوانانو مرګ د مېږي هومره ارزښت ورته نه لري. همدارنګه دا صحنه دا هم راښيي چې سیاستوال څه ډول د خپلو ګټو لپاره قانون تر پښو لاندې کوي او د خپلې ګټې په خاطر د انسان په وژلو هم صرفه نه کوي.

 

5: ډیالوګ(Dialogue):

ډیالوګ د کرکټرونو تر منځ خبرو اترو ته ویل کېږي. یا به له ځان سره غږېږي، یا به له نورو سره.

د لیکوال کمال دادی چې خپلې خبرې په کرکټر و نه تپي. د ډیالوګ یو مهم اصل دادی چې د کرکټر له خولې چې څه لیکو د هماغه کرکټر له عمر، تجربې، پوهې، مسلک، د ژوند چاپېریال، رواني حالت او زده کړې له کچې سره باید برابر وي. ډاکټر محب زغم وایي: "که زه ووایم چې د خوست یوه بزګر وویل: "موږ باید د ولسمشرۍ په راروانو ټولټاکنو کې کارنده ونډه واخلو." نو ټول به راپورې وخاندي، ځکه چې یو بېسواده بزګر به هېڅکله داسې خبره و نه کړي."

د پښتو په ځینو داستاني اثارو کې همدا ستونزه شته، خو د ایمل پسرلي په مفسد ناول کې کرکټرونه له خپل عمر، مسلک، چاپېریال، زده کړې... سره برابرې خبرې کوي.

مخکې مو د کرکټر کښنې په برخه کې د قاضي حفیظ لالا او امر صادق تر منځ نسبتاً اوږد ډیالوګ ولوست. هغه ډیالوګ ته که ځیر شو، هلته قاضي حفیظ لالا له خپل عمر، تجربې او زده کړې سره سمې خبرې کړې دي. همداسې د دې ناول نږدې ټول ډیالوګونه کامیاب او واقعي ښکاري.

لاندې د مفسد ناول د دوو کرکټرونو امر صادق او نجیب تر منځ د ډیالوګ یوه برخه وګورئ:

"نجیب ودرېد، معین صاحب ته یې د سر په ټېټولو تعظیم وکړ. ماته یې وکتل. زه هم ودرېدم، د معین له خونې ووتو. نجیب راته وویل:

ــ ته څه شی یې، دا خبره وه چې تا وکړه؟

ــ خو پرون دې همداسې راته ویلي و.

ــ یاره خو بېخي هفته فهم یې، تاته باید هره خبره سپینه وشي. ګوره که د نجلۍ عاشق معلوم شي، شاید د هغه له لارې نجلۍ پیدا کړو.

نجیب داسې راته کتل لکه لوی حماقت چې مې کړی وي. غاښونه یې وچېچل او شونډې یې بوڅې کړې، په ټيټ خو داسې غږ چې خورا جدي پکې ښکارېده راته وویل:

ــ ګوره غریب سړی یې، سبا به چا مړ کړی یې، په هر څه کې کار مه لره، هغه کوه چې درته وویل شول.

ــ څه مطلب؟

ــ بس سناتور ته ورځه، د هغه په سالون کې کېنه، سناتور ته ځان ورښیه. له هغه پوښتنې کوه چې خبره څرنګه شوه، مهمه نه ده چې خبره څرنګه کېږي.

ــ زه ستاسو په غوښتنه نه پوهېږم. تاسو د دې نجلۍ پیدا کول غواړئ او که د هغې د پلار ځورول!؟

نجیب په خپلې څوکۍ کېناست، سر یې وښوراوه، سوړ اسویلی یې وکړ راته ویې ویل:

ــ ته شارلاک هولم یې، ته د سي ای اې اېجنټ یې، ته څوک یې چې د کابل غوندې ښار کې ورکه شوې نجلۍ پیدا کوې!

ــ نو څه ته مو راغوښتی یم؟

ــ ګوره مازغه مې ډېر مه خوره. څه چې درته ویل شوي هغه کوه. دا ډېره هوښیاري به دې سر وخوري."

په پورتني ډیالوګ کې وینو چې امر صادق د قضیې په اړه ځان پوهول غواړي. صادق په دې نه پوهېږي چې معین او نجیب ته د نجلۍ پیدا کول مهم نه دي، بلکې له دې کړنو یې هدف د بشیر مشفق ځورول او له موقفه غورځول دي.

امر صادق پوښتنې کوي او په حقه هم دی، خو د معین له سکرتر نجیب سره یې د پوښتنو ځواب نشته.

دا چې نجیب د معین سکرتر دی، نو له خپل موقفه په استفادې سلا بلا امر صادق ته اخطار ورکوي، ګواښي یې او په دې توګه دی غواړي چې هغه څه پرې وکړي ، چې دوی یې ځینې غواړي.

بله خبره دا چې نجیب په امریکا کې ماسټري کړې ده، لوستی دی، ځکه خو د ده له خولې دا خبرې واقعي ښکاري چې وایي: "ته شارلاک هولم یې، ته د سي ای اې اېجنټ یې، ته څوک یې چې د کابل غوندې ښار کې ورکه شوې نجلۍ پیدا کوې."

په مفسد ناول کې نږدې ټول ډیالوګونه کامیاب او واقعي ښکاري.

یوه بله خبره چې په پښتو ژبه کې ورته پاملرنه نه کېږي، هغه د عادي خبرو او ډیالوګ تر منځ توپیر دی.

د کره کتونکو په اند: کله چې د داستاني اثر خبرې اترې په هنري ډول ولیکل شي، نو ډیالوګ(Dialogue) دی. او که په هنري ډول و نه لیکل شي، نو مکالمه(Conversation) ده.

یعنې مکالمه عادي خبرې دي. کومه لانجه، کشمکش، تلوسه نه ایجادوي او هنري نه وي.

خو ډیالوګ هغه دی چې یو کشمکش پکې وي، تلوسه ولري، لانجه معرفي کړي او معنا ولري.

د ډیالوګ او مکالمې په توپیر د لا ښه پوهېدو لپاره به یوه بېلګه راوړو.

د مکالمې بېلګه:

"ــ سلام

ــ وعلیکم

ــ څه حال دی؟

ــ خیرت دی ستاسو خواته څه حال دی؟

ــ مننه زموږ خواته هم خیر و خیرت دی."

اوس لاندې د ډیالوګ بېلګې ته ځیر شئ:

" ــ سلام

ــ ښه وایه!

ــ په دا شنه سهار دې بیا توره له تېکي را اېستلې ده.

ــ له بې مخه خلکو سره باید همداسې وشي."

دلته لومړنۍ بېلګه د ورځني ژوند د سلګونو خلکو د عادي خبرو ده. دا خبرې اترې نه کرکټر راپېژني، نه نوې خبره کوي او نه هم کیسې ته پرمختګ ورکوي.

دویمه بېلګه د ډیالوګ ده؛ ځکه زمان (شین سهار) پکې معرفي کېږي او د یوې لانجې یادونه پکې کېږي، چې د کیسې پرمختګ ته پکې لار هوارېږي.

په پښتو ژبه کې د عامو خبرو اترو او ډیالوګ د اصطلاح تر منځ توپیر نه کول، ښایي د دې لامل هم شوي وي چې زموږ ځوان داستان لیکونکي په خپلو اثارو کې د ډیالوګ په برخه کې ډېر بریالي نه ښکاري او ډېر وخت په خپلو ناولونو کې اضافي خبرو ته مخه کوي.

خو ایمل پسرلی په دې برخه کې هم تر ډېره بریالی دی. په مفسد ناول کې د کرکټرونو تر منځ نږدې ټولې خبرې عادي خبرې اترې نه، بلکې ډیالوګونه دي.

د مفسد ناول د دوو کرکټرونو شفیع الله حرکت او امر صادق لاندې خبرو اترو ته پام وکړئ:

" شفیع الله حرکت مې مخامخ سترګو ته وکتل، نه پوهېږم څه فکر به یې کاوه، خو راسره رهي شو. د دوی د دفتر له ودانۍ د باندې یې په حویلۍ کې ودرولم، راته ویې ویل:

ــ سیاستوالو سره وفا مانا نه لري، دوی ټول بې وفا دي.

ــ بې وفا دي او که با وفا دي، هر څوک خپل کار کوي. موږ ټول بل ته ګوته نیسو، خو پام مو نه وي چې څلور ګوتې مو بېرته زموږ په لور کږې شوې دي.

ــ بې وفا او مفسد دي.

ــ موږ ټول مفسد یو، خو تر خپله حده، هر یو د خپل وس په اندازه فساد کوو، ته هم فساد کوې، زه هم، بل هم!

ــ یعنې ټولنه مفسده ده.

ــ جنګ له ټولنې د سکرو کان جوړوي، که هر څوک ورننوت پکې تورېږي. جنګ فساد پیدا کوي، جنګ دې ورک شي، فساد به هم ورک شي."

دلته وینو چې عادي او بې معنا خبرې نه دي راغلي. مفسد ناول له دغسې ارزښتمنو او عالي ډیالوګونو مالامال دی. په دې ناول کې نږدې د ټولو کرکټرونو تر منځ خبرې اترې تلوسه لري، لانجه معرفي کوي، کیسې ته پرمختګ ورکوي او د پورتني ډیالوګ په څېر معناداره خبرې دي.

یوه بله ځانګړنه چې ما د نورو پښتنو داستان لیکونکو په اثارو کې ډېره تر سترګو نه شوه داده چې: ایمل پسرلی یوازې د کرکټرونو تر منځ خبرې اترې نه لیکي، بلکې د فکر کولو لپاره لوستونکې ته نورې خبرې هم لري.

لاندې یې بیلګې وګورئ:

"ــ ټول ژوند نامرده دی، هېڅ شی پکې تلپاتې او بشپړ نه دي. بختور هغه دی چې له شېبو یې خوند اخلي.

 

ــ زلمو او ځوانانو ته د مسوولیت احساس ورکول، د هغوی د شخصیت په وده کې مهم رول لوبولی شي. موږ زلمو ته مسوولیت نه ورکوو، خو د مسوولانه چلند هیله ترې کوو.

 

ــ خلک د خبرې اثبات نه غواړي. هره ګنګوسه کافي ده، چې د یو چا په اړه خلکو ته د قضاوت موقع ورکړي.

 

ــ انسان له بې وسۍ جرم ته لاس اچوي، چې وجدان یې خوبوړی شو، بیا نو جرم په خوند بدلېږي...

 

ــ ډېر زلمي او پېغلي چې په کور کې له هر ډول قید سره مخامخ شي، د باندې ورته ازادي که په هره بیه وي ښه ښکاري. په کور دننه واک شاید ډېر زلمي او پېغلي د بهر له خطرونو او ګواښونو وساتي، خو په چا یې منې؟"

 

مفسد ناول له دا ډول عالي او ارزښتمنو خبرو مالامال دی، چې خوند او پند دواړه ترې اخېستل کېږي.

 

6: پیغام:

مفسد د پیغامونو په لحاظ غني اثر دی. ګڼ شمېر پيغامونه لري. د نورو ادبي اثارو په څېر له دې ناول نه هم هر څوک د خپل تعبیر په اساس پیغام اخېستلی شي. ما لاندې پیغامونه پکې وموندل.

1: دا ناول تر ډېره د افغانستان د جمهوریت د وخت پېښي په لمن کې رانغاړي. ناول کې د پارلمان د وکیلانو او وزیرانو د چور او تالان کیسې دي. ناول مو په دې پوهوي چې په کوم وطن کې چې جګړه وي، هلته هر څوک خپل جېب ډکوي، د وطن او ولس په کیسه کې نه وي. هلته یو بې زر او زوره باسواده او وړ کس د ماښام ډوډۍ نه لري، خو یو بېسواده او نااهله کس د پیسو او واسطې په زور لوړو موقفونو ته رسېږي.

 

2: مشهور ایرلنډی لیکوال او شاعر "اوسکار وایلډ" یو ځای د سیاست او لیکوالۍ په اړه لیکي:

"لیکوالي معلوماتو او استعداد ته اړتیا لري، خو سیاست نه پوهه غواړي او نه هم استعداد! یوازې هغه سړی ښه سیاستوال کېدای شي چې بې شرمه وي."

مفسد ناول راته وایي چې د سیاستوالو دوستي او دښمني تر شخصي ګټو راڅرخي او سیاست یوه مرداره او بې شرمه لوبه ده.

مثلاً حاجي خان د تخار وکیل دی. دی همېشه امر صادق ته وایي چې دا بشیر مشفق مې ډېر بد اېسي. غل دی، مفسد دی، قاچاقبر دی... خو کله چې بشیر مشفق وزیر کېږي نو د ټولو تر مخ حاجي خان مبارکۍ ته ورغلی وي.

همدارنګه بشیر مشفق خپله لور نه پرېږدي چې ماسټري وکړي، خو کله چې د ده موقف په خطر کې کېږي، نو د تلوېزون په پرده یې د لور مرکه ورته هېڅ بده نه ښکاري.

 

3: په مفسد ناول کې د رسنیو د فساد او په عامه افکارو د هغوی په اغېزې خبرې شوې دي. ناول دا راته وایي چې ځینې ژورنالیستان او رسنۍ د پیسو او موقف په خاطر بعضي څېرې بدې او خاینې معرفي کوي او له ځینو نه سپین چرګان جوړوي.

 

4: زما په اند د دې ناول تر ټولو مهم پیغام همدا ده چې: "جنګ له ټولنې د سکرو کان جوړوي، که هر څوک ورننوت پکې تورېږي. جنګ فساد پیدا کوي او په فاسده ټولنه کې یو سپېڅلی کس هم مفسد کېږي."

د جنایي تحقیقاتو امر صادق یو پاک، سپېڅلی او رښتینی کس وي. تل یې خپله وظیفه په اېماندارۍ سرته رسولې وي؛ خو ماحول یې اړ باسي چې یا د نورو فساد پټ کړي او یا د فساد د ماشین د یوې پرزې په توګه کار وکړي.

 

مفسد نه یوازې د تخنیک له پلوه، بلکې له هره اړخه عالي او په زړه پورې ناول دی. د پښتو ژبې په داستاني ادبیاتو کې د جنایي او پولیسي ناولونو برخه خواره ده. په دې هیله چې زموږ داستان لیکونکي دې برخې ته پاملرنه وکړي او د ایمل پسرلي په څېر عالي او په تول تللي اثار وپنځوي.

اخځونه:

         1: ليد لورى، مقاله، اسدالله غضنفر 

         2: د کيسې نثر، مقاله، اسدالله غضنفر

         3: کيسه ييزې خبرې، مقاله، اسدالله غضنفر

         4: رڼا د پښتو ژبې کم ساری ناول، مقاله، محب زغم

         5: «د جهالت پېړۍ» کې تخیل، نثر او تخنیکونه،    

         مقاله، محب زغم

 

#منصور_لېوال

-
بېرته شاته