(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سید پاچا شینواري

[12.Jan.2024 - 16:28]

٧جنوري ۲.۲۳ د اروا ښاد سیدباچاشینواري پنځم تلین

دسيد باچا شینواري فن و شخصيت

 

ليک؛ سرباز آرين 

ته خالق د ټول جهان يې زما ربّه

ته په هر چا مهربان يې زما ربّه

زه سيد له ګناهونو عفه غواړم

ته کريم رحيم رحمان يې زما ربّه

 

پېژندنه؛

"ارواښاد شنواری صېب په کال ۱۳۳۴ هجري شمسي کال د ننګرهار ولايت د شنوارو د لويې ولسولۍ د شير کړ کلي د آخند زاده ملا ګل حسن په يوه غريبه کورنۍ کښې يې سترګي پرانيستي دي، 

او په ۱۳۴۲ کال هجري شمسي د غني خېلو په منځنۍ ښوونځي کې شامل او او په ۱۳۵۴ کال د ايمل خان د لېسې د دولسم ټولګی څخه فارغ شوې دی يو څه ديني علم يې د خپل ورور ملا نور حسن آخند زاده څخه زده کړی دی ، مورنۍ ژبه يې پښتو او په دري ژبه يې هم خبري کولای شي.

۱۳۴۸ کال څخه را دېخو شاعري پېل کړې ده ."

يادونه؛ دا پېژندګلوي د ارواښاد شنواري صېب په لمړي کتاب "څړيکې ااو دردونهکښې خوندي ده که څه هم دا کتاب اوس ناياب دی موندل يې ګران دی .

"څيړيکې او دردونه"

 

شخصيت؛ 

ارواښاد شنواری صېب چي د هند باغ ښار سوهېل خوا ته د شنوارو په کلي کي استوګن وو،په ښار کي  د "سيد باچا استاذ" يا "خالد بابا" په نوم خلګو پېژندۍ، له ډېر وخته د دکورنۍ دلته له پېښوره په کډه راغلې وه ، لمړی يې خياطي کوله او ورسره به يې د کاليو خرڅولودوکان هم کولو دده تر راتګ له مخه دلته داسي څوک به شايد نه وو چي خلګوته به يې کالي ګنډل ، خلګو به خپل کالي په کور کښې ګنډل او يا به يې بل ښار ته لېږل،په دې کار کښې يې ښه نوم درلودی او (خالد) د ده د ذوی نوم وو ځکه خلګو د خالد بابا په نوم پېژندی ، وروسته يې دا کار خپلو ذامنو ته ور وسپاري او د هم دې کاليو د ګنډلو  "ماشينانو" د جوړولو کار يې پېل  کړوخو دا کار يې له دې کبله نه وو چي ګني معاش  يې کمزوری وو ، بلکه ذامنو ډېر ورته ويلي وو چي دا کار پرېږده خو ده دا کار ځکه نه پرېښو، چي شاعر سړی وو، خودداره وو، په کور کښې ناسته ورته ګرانه وۀ، او خپلي خودارۍ هم اجازه نه ورکوله چې  ذوي ته لاس ونيسي يا د هغه له لاسه څه واخلي ګني ذامنو يې دده خبره پر مځکه نه غورځوله دده هر حکم ته يې غاړه اېښې وه او دفرمانبرداره اولاد ثبوت به يې ورکولو.

 بله دا چي ارواښاد محفل خوښ او مېلمه پال وو دغه کار يې تر کورپه دوکان يا "کار ځای" کي ښه تر سره کېدی هر وخت به ملګري دده په دوکان کي راغونډوو، که څه هم دده کور نژدې وو خو نوموړي به د غرمې ډوډۍ په دوکان کي له يارانو سره خوړله هم هلته به يې "اخلی پخلی" کولي او په پخلي کښې يې ښه مهارت درلودی .

 ارواښاد شنواری صيب انتهايي مينه ناک او خوږ سړی وو ډېر مېلمه پال  وو دا خبره به يې هر وخت  په تکرار سره کوله چي "بل مي مېلمه خوښ دی خو ځان مي مېلمه نه دی خوښ" هم داسي وۀ ، ددې خبري ثبوت به يې شايد دده له هر ملګري سره وي، 

 بې تکلف دومره وو چې په لمړي ملاقات کښي به سړي دا محسوسوله چې له دې سړي سره مې له کلونو شناخت دی،خوږ دومره وو چې دوکان ته به چې سهار ورغلې نو تر ماښامه به يې په خبرو نه مړېدې .

ارواښاد يو کلک پښتون پر پښتو او پښتنو مين سړی وو، د ډېرو ښو عادتونو څښتن وو، اخلاق ،رښتنولي ،زغم ، ننګ .ناموس، يعني د محفل څراغ وو ،محفل به په ښايسته وو ،د کتابونو سړی وو،  ډېره پراخه مطالعه يې درلوده هغه که د اسلام په حقله وه ،که به د تاريخ او يا د روان حالات اړه وو، يعني د ژوند پر هر اړخ به ښه په مدلل انداز ږغېدلی سو، يو صاحب الرای سړی وو، رايه به يې د منلو وړ وۀ ،ملګرو به د ژوند پر بېلابيلو اړخونو مشوره ځينې اخيسته او بيا به يې عمل ورباندي کوو

 

ناروغي؛

ارواښاد ډېر ښه روغ صحت درلودی خو دلته حالات داسي وو چې يو ځای دمسافرۍ ژوند وو بل يې قرابتونه (رشتې) ځينې په پېښور ، کانډا او جرمني کښې وې په خاصه توګه دده يو زوی چې دا وخت په جرمني کي دې ډېر به يې يادولو .

 او بل يو داسي غم هم وو چې ده په خپل زړۀ کي پټ ساتی چې ذکر چاته نه کوي،  هر وخت به په سوچونو او فکرونو کښې ورک وولکه يو ځای وايي؛

په سينه کې مې يادونه پټ پراته دي

په زړګي کې مې دردونه پټ پراته دي

زه سيد ډېري ګيلې لرم په زړۀ کې

په سينه کې مې رازونه پټ پراته دي

 

زما په خيال دا غم له خپلو خپلوانو نه لري د مسافرۍ ژوند هم کېدای سي ځکه د مسافرۍ ذکر يې په شاعرۍ کي ډېر لېدل کېږي،لکه وايي چي،

د پردي وطن اختر دی ژړوي مې

په سکروټو باندي ژوند دی سوځوي مې

اژدها د بېلتانه پرهر پرهر کړم

سيد رډ رډ ورته ګورم تېروي مې

 

يا دا

زه په کوټه کښې تنها ته پېښور کښې

نو به څه وي خوشحالي زما اختر کښې

 

 د هم دې غمونو او دردونو له آمله او  هغه رازونه چې ده په زړۀ کي پټ ساتلي وو د زړۀ ناروغي ورپېښه سوه چې پاي هم ددې ناروغۍ له آمله يې له فاني نړۍ څخه سترګي د تل لپاره پټي کړې.

د سيد آرمان به هله درله در شي

چې يې قبر جوړ د خاورو لوی انبار شي

 

ادبي ژوند؛

 د ارواښاد شنواري صېب ژوند هم لکه د نورو اديبانو شاعرانو غوندي عام ژوند وو،  لکه له وړوکوالي له شاعرۍ سره شوق درلودل ، له شاعرانو او اديبابو سره ناسته کول ، له کتابونو سره مينه لرل او رانيول ، شاعرانه محفلونو کښې لکه مشاعرې او سيمينارونه کي ګډون کول ، هم دا يې د ژوند مشغله او مقصد وو.

 

چې راتلم د خپل وطن نه يک تنها وم

پټ په زړۀ کښې ژړېدمه په ژړا وم

 

 له نن څخه  تقريبا پنځوست يا شپېته کاله مخکښې چې کله ارواښاد شنواری صېب له پېښوره هندباغ ته راځي نو دلته څه وخت وروسته له ځينو شاعرانو ملګرو سره مخ کېږي لکه حاجي عبدالحق، مولوي همايون، محمد اخلاص مخلص، شفقت عاصمي ، ډاکټر شفيق او نور ، نو د پښتو ژبي دپر مختګ او د پښتو ژبي سره د بې کچه ميني پر اساس د پښتو ژبي د چوپړ لپاره  د پښتو ادبي قنديل په نامه پردې سيمه چې په تاريخ کښې تر دې له مخه يې ذکر نه موندل کېږي ديوې ادبي ټولني بنسټ ايږدي، وروسته په دې ټولنه کښې د وګړو شمېر زياتېږي لکه زه، اختر ولي اختر،صمد روښان،سليم اولس يار،سميع الله شمشېر،احمد شاه،نصرت الله نصرت،اکرم شاه،مولوي محمد علي عمري،عبدالوهاب مضراب او نور د فکري اختلاف له آمله ارواښاد شنواری دا ټولنه پرېږدي په شمول زما ، وروسته د ۲۸/۲/۲۰۰۸فروري پر آته ويشتمه نېټه د سپين غر پښتو ادبي ټولني په نامه يوې ادبي ټولني بنسټ اېږدي چي د ملګرو نومونه يې داسي دی،سيد باچا شنواری،سربازآرين،عرفان سرحدي، خېر محمد ساغر،جاويد سائل ،ملک اسماعيل خان بازئي ،عبدلوهاب مضراب ،مير اکبر شاه احساس ،ليکوال عابد نعيم،صمدروشان،اختر ولي اختر،عبدالخالق ديدار،بخت محمد ايثار،بهاوالدين وفا،نور الرحمن مبشر،حاجي باز خان لالا،فصيح الله اسير،سعيدالله ګلشير،عصمت الله وطنپال،نورالدين قايل،محمد کريم جانثار، نقيب الله آزاد، عبدالشکور سايل او نور، ورسره په ښار کښې دفتر هم پرانيزي کتابتون غوندي چي تر دې له مخه په ښار کښې دفتر او کتابتون هيڅ شتون هم نه لري ،او اوس هم سته،  په دې وخت کي نوموړی د (څړيکې او دردونه) په نامه خپله لمړۍ شعري ټولګه چاپوي او د هم دې "سپين غر پښتو ادبي ټولني له اړخه يې دمخکتني تابيا کېږي يو لوی سيمينار جوړېږي چې پکښې د بېلابېلو سيمو شاعران او ليکوالان ګډون  کوي .

وروسته د ملګرو په مرسته  دنوموړی دويمه شعري ټولګه (ناست يم د اوښکوملغلرې پېيم ) د ټولني له اړخه چاپېږي  او د مخکتني تابيا يې کېږې خو نوموړی د کتاب مخکتنه ځکه نه کوي چې په دې وخت کښې ټولنه د نورو کتابونو خپرېدل هم په پام کي لري لکه دباخان لالا کتاب ، زما کتاب او د ارواښاد شنواري صېب دوه نور کتابونه  لکه يو ناول او دريمه شعري ټولګه دنوموړي دا خوښه وي چې دا ټول کتابونه چاپ سي نو بيا به يې په يوه وار مخکتنه وسي ، خو بس  دبنده يوه او  د خدای تعالْی بله خوښه وي دا موقع يې موږ ته په لاس رانه کړه او ناڅاپي يې زموږ له منځه يووړي د ګور د تورو دېوالونو يې تل لپاره بندي کړی .

 

             فن؛

ارواښاد شنواری صېب يو ښه فنکار ليکوال شاعر وو د شعر ويلو يې ښه پوخ هنر درلودی مطالعه يې ډېره لرله شاعري يې بېخي ډيره کړې وه خو متاسفانه له بده مرغه چې تېرو وختونو کښې يې دا ګمان نه کاوه چې ګنې زما کتاب به چاپ سي تقريبا ۴۰٪ څلوېښت سلنه شاعري يې د نه خوندي کېدو له  آمله ورکه سوه خو  بيا يې هم دوه کتابونه چاپ سو او  د دوو کتابو برابره غوندي شاعري يې لا نوره هم ناچاپه پرته ده پر ناول او تاريخ يې هم څه کار کړی دی، خو چونکه هغه لا تر اوسه  د چاپ په ګيڼه نه پسولل سوي  ، او شايد سپين غر پښتو ادبي ټولنه دا وياړ تر لاسه کړي چې د ارواښاد شنواري صېب دا نور کتابونه هم چاپ کړي .

ارواښاد شنواري  صېب د شاعرۍ په هر صنف کښې طبع آزمايي کړې ده لکه  غزل ، نظم ، مثنوي، بګتۍ، سندره، بدله ، لوبه، چار بېته،او داسي نور خو زياته شاعري يې په غزل او نظم کښې کړې ده .

 

دبېلګي په توګه دا" لوبه" وګورئ چې يو سياسي او معانوي رنګ لري لکه ،

ومي ژړل اوښکي مې راتوی شوې په لمن کښې

تا چې پرون وخندل رقيب سره ګلشن کښې

 

ورځ لکه دکال وه چې پرون به تېرېده په ما

وسومه بې اوره چې رقيب به خندېده په ما

 

مړ د دې نه ښه وم په ساده او سپين کفن کښې

تا چې پرون وخندل رقيب سره ګلشن کښې

 

بګتی،

 دبام له سره اشارې راته په غلا کوي نن

ناز و ادا کوي نن د نازه ډکه

د نن حسينه فضا،څومره رنګينه فضا،د لونګينه فضا

په رڼا ورځ چي سيد باچا تاته خندا کوي نن

ناز و ادا کوي نن د نازه ډکه

دنورو صنفونو بېګي يې ځکه نه راخلم چي ليکنه اوږدېږي او بې مقصده د سپينو ورقو مخونه رورول هم ښه نه ښکاري راته.

راځم بل شعر ته چې ښه څرګند دی، تفصيل يا تشريح کولو حاجت نه لري،سياسي اړخ ته يې ګوته غزولې ده لکه دا،

نه په سود دي نه په ګټه نه زيان دي

عجيبه خلګ د دې کلي مشران دي

 

 شير بدل کا په چغال ، غويی په خر بيا

ډېر لا وايي چې هم دغه هوښياران دي

 

نابلده کا پردی او پردی خپل کا

نه پوهېږي چې په کومه خوا روان دي

 

دلته لږ قيمت ترسر د ورور عزيز دی

تجارت دی د ډالرو نوکران دي

 

ارواښاد پخپله شاعرۍ کښې  ژبه ډېره ساده،  خوږه ، پسته او  آسانه کارولې ده تر څو اولس ته خپل فکر څرګند کړي او اولس دده په شاعرۍ کښې خپله لار پيدا کړي، بېلګه يې پاس ذکر سوي اشعار دي،

شاعر ته پکار هم دی چې د شاعرۍ ژبه  يې ساده او آسانه وي چې په اورېدلو يې د بې سېواده (نالوستي)خلګو هم په زړنوکښې کښېني او خپل مقصد ځېني واخلي د بېلګي په توګه لکه د رحمان بابا چې په زرګونو اشعار يې د نالوستو خلګو په ياد زده دي او په ورځنۍ خبرو کښې يې بار بار تکراره وي،

طنزو مزاح؛

 نوموړي طنزيه شاعري هم ډېر په خوند کړې ده ،د ټولني هر عيبجن اړخ يې په طنزيه انداز په شاعرۍ کښې داسي ځای کړی دی چې ويونکي ته يې په ويولو کښې له خوند سره سره يو معانوي او اصلاحي  اړخ هم ورڅګند ېږي لکه دا شعرونه،

 

څه يې پوهه څه هنر

چې دښځې وي نوکر

چې کعبې له په نامه ځي

خر به راشي تللی خر

 

يادا چې

 

   لکه خره غوندې ګرځېږي چې وي خر

بې کوتکه نه سمېږي چې وي خر

بې عقلي کې دبې عقلو شهنشاه دی

بې شعوره به ويېږي چې وي خر

 

 او بل داسي وايي

 

د کدو غوندې مې خدای مه کړه بدن غټ

چې په مړينه هم بيا غواړمه کفن غټ

غټ بدن ښه دی چې ډک وي له جوهره

لکه ډول د ډم مې مه کړې تش بدن غټ

 

له پښتو او پښتونولۍ سره مينه؛

 ارواښاد شنواري صېب يو کلک پښتون انسان وو،هغه ټول خويونه چې يو پښتون يې ولري په ده کښې يې شتون درلودی، له خپلي ژبي ، قام ملته سره يې بې کچه مينه درلوده  پښتانه که د دنيا په هر کونج کښې مېشته وو هغه که کابل ، کندهار ،کوټه، پېښور يا په بهرني هېوادونو کښې وو خو غم به يې دده پر کور مېلمه وو، هم دا مينه او قامي غم وو چې يې دې ته اړ کړی وو چې خپل ځان او قلم د قام په خواخوږي کښې ستړی کړي ، او دا مينه ، خلوص او دقام په غم ژړا يې له شعرونو څرګنده ده،

 

منکوحه شه پرې طلاقه

په ژوندون شه ځنې پاته

يا يې کور هندو سوزان شه

تل اخته په وير د ځان شه

ژبه يې پرې ګونګ په زبان شه

دټول عمر په ګريان شه

چې حقير مې پښتون بولي

چې اسير مې پښتون بولي

 

يادا چې 

چې سينه کښې مو مسکن د عداوت دی

په سرو وينو کښې رنګين زموږ ملت دی

 

وسوم په انګار دوطن مينه کښې

وختم په دار دوطن مينه کښې

 

حسد پرېږده نور له ورور سره راضي شه

قضاوت وکړه پخپله نور قاضي شه

د امير آمان الله غوندي غازي شه

زاغ زغن غوندي به څو اوسی خزان کښې

ځان دي زوړ کړی د جناح په پاکستان کښې

 

چې د قام درد يې زړۀ کښې نه وي هغه ځوان نه دی

چې ورور په بل چا باندي قتل کا انسان نه دی

چې د دښمنه تېښته وکړي دملت له ننګه

پښتون يې مه بوله له سره دی افغان نه دی

 

يا دا چې  

پښتو ژبه مې ليلا ده

پښتنه خاوره مې مور ده

 

داسي نور هم ډېر اشعار سته چې اولس ته  ارواښاد صېب د ژبې ، قام او ملت په ګټه د خپل قلم کارولو حق ور ادا کړی دی ، چې څومره د ده وس او توان وو او خپل استعداد يې پټ نه دی ساتلی ، تل يې د خپل قام په غم ژړلي دي او د نړېدلي ملت د هر دېوال غم يې په زړۀ کښې حس کړی دی،دخپل ځان نه يې زياته مينه د خپل قام او ملت سره کړې ده،د قام او ملت هره خونړۍ پېښه يې دخپل قلم په ژبه ويلې ده ،په شاعرۍ کښې يې له خپل قام سره درد، کرب،ژړا، غم ، زغم،وېښي شپې، کړاؤ،بې قراري،زړۀ سوی،خفګان،له ورايه څرګندېږي.

وعظ او نصيحت:

 ارواښاد شنواري صېب چونکه په يومذهبي کورنۍ کښې يې سترګي پرانيستې وې او مشر ورور يې يو لوی علمِ دين وو او د ده استاد هم وو، د خپل ټول ديني علم له خپله وروره تر لاسه کړی وو ، او خپله هم ښه پوهه وو ديني علم يې ډېر درلودی په خبرو کښې به يې تل قرآني آيات ، حديثونه او د بزرګانو قولونه ويل تر ډېره حده په فقهه او اسلامي مسايلو هم لاس بری وو، ځکه يې په شاعري کښې هم دا رنګ شکاره دی، لکه دا څو اشعار د نمونې په ډول،

 

د ا چې هسک له ځمکې درومې اې نادانه

په خالي لاسو به ځې لدې جهانه

که څه وړې نو دا يې وخت دی ځان تيار کړه

ګوندي هلته طمع مه کړه د هيچانه

 

که پخپله څوک قاضي شي قضاوت کا

ځان به خپله وخپل ربّ ته ملامت کا

دوست هغه د کردګار چې رښتيا وايي

له دروغو کناره وي صداقت کا

 

نور هم داسي ډېر اشعار يا نظمونه يې په کتاب کښې سته چې نصيحت آموزه رنګ لري لکه وراره ته نصيحت ،پښتون زويۀ،ملغلري، چې کرې ازغي،له نېکانو سره يار شه،نېک فرزند،پېسه،او داسي نور ، 

بېلګي يې ځکه نه رااخلم چې دا ليکنه بېخي ډېره اوږدېږي او د بې ځايه طوالت شکار کېږي .

 

 کله کله وخت و حالات انسان په داسي ځای کښې شکېل کړي که هر څومره انسان نه غواړي خو بيا يې هم له خولې د مايوسۍ الفاظ ووځي ، ارواښاد شنواری صېب په جسماني او دماغي لحاظ يو قوي انسان وو هيڅ کله يې هم د مايوسۍ اظهار نه کوی ،خو په شاعرۍ کښې يې ځيني اشعار داسي سته چي مايوسي ځيني څرګندېږي ، مايوسي هم داسي نه چې ګني دخدای له رحمته يې د مايوسۍ اظهار کړی دی ، بلکه دا مايوسي يې له خپل قام ، ټولنه ، اولاد ، ځوانان  او ملګرو څرګنده کړې ده، د بېلګي په توګه دا څو بيتونه،

ومې کړله ښه ډېره خواري اشنا

وختې جانانه بازاري اشنا

 

په کور کلي کې دهر چا د خندا شي

پاته شونې ته شي جوړ چې څوک بوډا شي

واک اختيار درنه په ژوند اخيستی بل دی

سيد باچا به شي بوډا نور به فنا شي

 

خدايه څومره ناروا کا

چې په ما پوري خندا کا

ما غريب ته حقير ګوري

سپکه خوله لري بې باکه

 

 کله چې انسان په خپل چاپېريال کښې له داسي کيفيت سره مخ کېږي نو ښکاره خبره ده د اظهار ژبه يې هم ترخه وي ځکه چې د ټولني له وګړو يې زړۀ مات سوی وي او د مات زړۀ خاوند دا هڅه کوي چې ځان له دې ټولني ټول کړي لري چرته له انسانانو صحرا ته مخه کړي په داسي وخت کښې بيا کور کلی ښار نور سړي ته دخفګان سبب ګرځي، ځکه خو ارواښاد شنواری صېب هم له عالمه سرګردان دی له خپل چاپېرياله مايوسه دی او د تېښتي لار لټوي،

رومانيت؛

 د ارواښاد شنواري صېب په شاعرۍ کښې که موږ وګورو د ژوند هر رنګ پکښې ليدای سو ، که يې يو خوا دقام د يووالي ، غمېزو، شهيدانو ، مرګو ،کونډو ، يتيمانو،او پر وطن د بلو لمبو خبره کړې ده ،خو بل خوا يې ګودرونه ، منګي، چنارونه ،پېغلي،خالونه او بنګړي هم له نظره نه دي غورځولي، لکه وايي،

بيا د ميني اور مې ولوېده ځيګر ته

نن لوېدلی يم د عشق و سمندر ته

 

او يا دا چې

 

 جوړ به نه شمه زخمي د زړه په سر يم

خمارو سترګو خوړلی په ځيګر يم

  

يعني که موږ د اروښاد شنواري صېب شاعري و پلټو نور به هم داسي ډېر څه په لاس راسي چې ګټه ترې واخلو او استفاده ترې وکړو.

 

        مرګ؛

د دوه زره نولس د جنوري دمياشتي اوومه ورځ چې زما پر موبايل زنګ راځي چې باچا صېب د ورپېښي ناروغي له آمله د تل لپاره له موږه بېل سو او له دې فاني دنيا يې سترګي پټي کړې 

(انا الله وانا اليه راجعون) خدای دې پر ورحمېږي.په هم دغه ورځ مو د هندباغ په لويه هدېره (خان نيکه) کښې له ژړا او اسوېليو سره د تل لپاره تورو خاورو ته وسپاری.

 

ارواښاد شنواري صيب ته څو شعرونه ډالۍ،

زندګي دي وکړه ولاړې

خپلواکي دي وکړه ولاړې

 

ځان دي خدای حواله کړو

بندګي دي وکړه ولاړې

 

د سپين غر د څوکي بازه!

خو تادي دي وکړه ولاړې

 

د پښتو ژبې ليکواله!

شاعري دي وکړه ولاړې

 

اې سيد باچا شنواړې!

باچاهي دي وکړه ولاړې

 

(سربازآرين)

-
بېرته شاته