(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناکامه هیله

[12.Jan.2024 - 16:31]

لڼده کیسه 

                                                ناکامه هیله !

دایوه میاشت کیږي چې زه دلته داوړي د رخصتیوپرلامل له برلین څخه راغلی یم ، دلته پردعه ساحل باندې اوسم، هرڅه مې هیرکړي یوازې باید آرام وکړم، په هوټل کې مې دکوټې کړکۍ هم د سمندراوږدو اولنډوته مخامخ ده ، ټوله ورځ ورته ګورم خوپه دغولیدومې هم سبړه  نه کیږي راوځم اوترډیروپورې دلته اوهلته ګرزم او راګرزم اویوازې څپوته ګورم چې څه چم اوخم اوشوراوشرنګ دساحل پرلور راځي اودلته بیا ستړې ستومانه ځان وغوړوي  ... 

په لومړیو کې خومې دومره فکرنه و، خواوس مې چې رخصتي ترنیمایی اوښتې په دغوورځوکې هرسهاردلته یوڅوک ددغه ساحل دڅپو په وړاندې ګورم ، زه یوې اوبلې خوا ته وګرزم را وګرزم ، ستړی ستومانه بیرته دده څنګ ته راغبرګ شم،خودی لاهم ولاړوي اوسترګې یې یوازې اویوازې د سمندرپه څپوکې کښته اوپورته رغړي را غړي ... داسې چې زما دښکالوهم پروا نه کوي اوپه خپله کې ډوب تللی وي... 

له دوو دریو ورځو را په دیخوا یې زه هم دڅوشیبوله پاره په څنګ کې ودریږم ،خودی بیا یوازې دیوې شیبې له پاره زما پرلوررا وګوري اوبیا بیرته خپل کاته دلوی سمندرد څپولمنې ته درانه درانه ورواچوي اوورته ګوري... 

  زه ده ته په کتلوکتلوسره ستړی شم، ترې روان شم، خو دی بیاهم نه پوهیږي اونه فکرکوي چې زه یې په څنګ کې یم که نه .... نه پوهیږي چې یوڅوک داڅوورځې دده دا د سمندرپه څپوکې ډوب حالت له لرې څاري  اوڅاري ... 

زه ترې روان شم ، خودی لاهم ولاړوي، هو، ترډیروپورې ولاړوي ، او یوازې یې دڅپوهسکواوټیټوته سترګو غیږې ورکړې وي، خوزه که څه هم دی نه پوهیږي بیاهم دده له دغه حالت سره خپلې کوټې ځان راورسوم دهوټل په لاندې پوړکې خپله ښه سهارنۍ هم وخورم، له ناستوکسانو،سره اوږدې خبرې وکړم، بیرته چې کوټې ته راننوزم اودکړکۍ پرده پریوه خوا کړم، ګورم چې دی لاهم ولاړوي، لایې هم کاته له څپوسره ځي اوراځي... زه له ځان سره وغړمبیږم ، 

اوه، دی خوتراوسه پرهم هغه یوه ځای ولاړ دی... 

زه نن سهارترناوخته پورې ورته انتظارشوم څومعلومه کړم چې دی ترکله په همدغه حالت کې له څپوسره همداسې ایل وغیل ولاړدی ... لمرله لوړو لوړو اوس دسمندرپرسردریدلی وچې دده انتظاراوکاته پای ته ورسیدل،  ده هم دهوټل پرلور رامخه کړه ، اوما ترهغووڅاره ترڅوچې دهوټل پرلویه دروازه را ننوت، زړه ته مې ورسیده چې ګواکي دی هم په همدغه هوټل کې دی... 

*** 

ورځ مې هم نن ټوله همداسې په دغواوهغوباندې تیره کړه، ما ښامنۍ ته لږ زر ورووتم، ځکه چې ما غوښتل هلته ترډیروپورې کینم، کیدای شي،هلته د ما ښامنۍ پرسرسره وګورو، ماهوډ کړی وچې کله یې ووینم خامخا به ورسره میلاویږم اودده دغه ناسپړلی رازبه خامخا که شونی و را سپړم... هرسهارترختودمخه دلته راتګ... مخامخ له دغولیونیوڅپوسره خپل کاته مل کول... 

ښایسته وخت له ماښامنۍ وروته نورهم هلته پاتې شوم، ترنورو شپومې نن ډوډۍ هم ډیره وخوړه، نورپه ناستوناستوستړی شوم، غوښتل مې چې ځان خپلې کوټې ته ورسوم، د رستورانت له دروازې د وتوپه حال کې وم چې له خپلې اووه کلنې لمسۍ اومیرمنې سره په رستورانت دری واړه را ننوتل، په عمرپوځ، لوړقدی، لنډکۍ ږیږه، دمیرمنې یې هم  شرقي ټکري پرسراولمسي په لویدیزدود سمباله خوږه خندنۍ نجلۍ .... 

 مخا مخ بفې ته ورغلل ، ډوډۍ یې سره را واخیسته، دری واړه پر یوه میزسره کیناستل، کله چې دوی بفې ته ودریدل ما هم یوڅه نورخواړه په دې خاطرچې له دوی سره ایل  غیل شم دځان له پاره راواخیستل،که څه هم دهوټل کارسونې میرمنې په ځیرځیرراته وکتل خوما یې ډیره پروا ونه ساتله،  کله مې چې ډوډۍ رااخیسته ، زه هم دوی دری واړو ته په مخامخ میزباندې کیناستم،  روغبړمې ورسره وکړ، دوی هم په خورا ورین تندي ځواب راکړ، ځکه خومخامخ ورته کیناستم، خاوند اومیرمنه دواړه په عمرپاخه ښکاریدل، ما ځان وروپیژاند اود خپل راتګ موخه مې ګرده ورته وویله، ما اوریده چې دوی له ماشومې سره په روانه پښتوخبرې کولې، ما چې څه موده په افغانستان کې تیره کړی وه اولږ په ماته ګوډه پښتوپوهیدم ، خبرې مې  ورسره پیل کړې، راته خوشاله شول، اوزما پښتوخبرې ښې پرې ولګیدې ، له مایې وپوښتل

دکوم ځای یې ؟ 

ما ځواب ورکړ، 

دجرمنی ، 

بیا یې په جرمني خبرې راسره پیل کړې

پښتودې چیرې اوڅنګه زده کړې ؟

- په افغانستان کې مې کارکاوه... 

- چیرې ؟ 

- په کندهارکې ، 

- څه کاردې کاوه ؟ 

- عسکروم ، 

زرمې دخپل پتلون پایڅه پورته کړه اوخپله مصنوعي پښه مې وروښوده ... 

داهم په کندهارکې ؟ 

- هو، افسوس ، هلته داکارشونی و، 

مالږنوره هم پښه ورته پورته کړه ، اواصلي خبره مې ورته وکړه

زه افغانانونه یم ویشتلی، پرموږ د امریکایانوالوتکوبمونه واچول، له لسوپنځلسو تنویوازې موږ دوه تنه ژوندي خوګوډ ومات پاتې شوو... 

  زموږخبرې اوږدې شوې، دوی ته زه جالب ښکاره شوم او دوی ماته، خودا راته معلومه شوه چې دوی افغانان دي اوکلونه مخکې جرمني ته  راغلي دي، ماشومه لمسۍ  یې سمه صافه جرمنه پښتنه ښکاریده، ان چې ترما یې هم په جرمني ژبه ښې خبرې کولې، دوی له هامبورګه راغلي ول اوزه هم له برلین څخه... موږ دواړه دیوې جګړې له  درده درمن شوي وو، دوی له وطنه را تښتیدلي وواوزه بیا د دوی د وژلواوړنګولوپه خاطرهلته استول شوی وم، ځکه خومو درد یو درد و... 

زموږ خبرې روانې وې، ماشومې ته خوب ورغی، میرمنې ته یې وویل چې هغه کوټې ته بوځي، خو زه او دی دواړه پاتې شو، په داسې حال کې دچایوپیاله مې ورته ډکه کړه، ورومې پوښتنه ترې وکړه

ـ هرسهارد سمندرڅپوته په شیبوشیبو ګورې، کولای شې لامل یې راته ووایې؟  

دی وارد واره راته ځیرشواو ترخوله یې راووتل

- ته څه پوه شوې چې زه هره ورځ دسمندرڅپوته کتل ننواتې کوم ... 

- زه داڅو ورځې تاګورم ، زمادکوټې ګړکې سمندرته مخامخ ده، زه له هغه ځایه ستا اوږده خوله حیرانتیا ډکه ننداره کوم ... 

را ته په سوچ کې شو،سترګې کښته واچولې، څوشیبې یې ځان آرام ونیو... راته موسکی شو، 

زما سمندرخوښیږي، دهغه څپې مې خوښیږي ځکه خودهمدغې لیونۍ مینې په خاطرزه هرکال دلته راځم اوپردغه ساحل باندې هرسهاراوماښام ترډیرو پورې دریږم اودهغودمستیوننداره کوم ... 

که رښتیا ووایم باورخومې پرونه شو، خوداوس له پاره مې دده همدغه غه لنډ اوګنډ لامل ومانه ...

 شپه ناوخته شوې وه چې زه اودی هم دخپلوخپلوکوټوپرلورو خوځیدواویوه بل ته مو ښه شپه ، آرامه شپه وویله ... 

 

*****

سهاروختي چې لاپه درانه خوب ویده وم ، زما د دوست تلیفون راغی، زما دحال اواحوال پوښتنه یې وکړه، ګپ شپ مو سره ولګاوه، مطلب داچې زما خوب یې د باد وزرکړ، چې خبرې موخلاصې شوې، لاس مې دکټ له سره پردې ته ور ووړ، هغه مې یوې خواته کړه، سمندرته مې وکتل، چې لا یی اوږدې او لنډې څپې د تیارې له غیږې نه په مستیوسره هڅیدلې اوخوځیدې ... لاندې ته ځیرشوم چې نوی افغان دوست مې بیا لکه دپخوا په شان دسمندرڅپوته مخامخ ګوري، سره له دې چې تیاره ده خوماته ښکاري چې پردغه ځای له ده پرته بل څوک نه دریږي اونه بل چا دده په شان سترګې ددغوڅپوله هسکواوټیتوسره عادت کړې دي، سرمې بیرته پربالښت کیښود، په سوچ کې ولاړم، اوس مې له ده سره آشنایي هم وشوه، بیالاهم خبره راته روښانه نه وه ...

  په همدعه سوچ کې پورته شوم ، په مخ اوخوله مې څه اوبه سره ورغړولې، دچای وخت شوی و، کوز پوړته دچای څښلوپه مخه ولاړم خو نیت مې داو چې چای به څښم اوبیا به مخامخ ورځم اودده دنندارې ننداره به کوم، کله چې چای اخیستوته ورغلم ومی لیده چې وړه نجلۍ اوانا یی هم پرچا څښلووې، زرمې چا ی واخیست، بیا ددوی څنګ ته ورغلم، له نجلۍ مې په جرمني کې دبابا پوښتنه وکړه

- بابا دې ویده و؟ 

- نه هغه لمونځ وکړ، بیا ولاړچې دساحل پرغاړه دسمندرڅپې وګوري، اوکه پاک الله مهربانه شي زما کاکا اومیرمن یې د سمندرله تله را وباسي اوموږیی مړي په خپلو سترګو ووینو... 

- کاکادې او دسمندر.... 

- هو، په هغه بیړۍ کې چې دی راته هغه تیرکال په همدغه سمندرکې ډوبه شوه ... 

ددغې خبرې په اوریدوسره می سرراباندې وڅرخیده... 

چای مې ځای پرځای پریښود، مخامخ بیرته په لفټ کې خپلې کوټې ته وختم، ټول بدن مې لړزیده... دکړکۍ پرده پورته وه ، هغې خواته مې وکتل چې شپته کلن دنګ افغان لاهم هغسې ولاړدی، لاهم دخپل ډوب شوي زوی اونګوردورک سفرلارې ته سترګې په لاردی، دواړه لاسونه یې په همدغه شنه سهارکې دالله درباره ته لپه کړي دي... 

ځان مې دڅوشیبوله پاره په خپل کت کې آرام ونیو، خپل ځان را په یاد شو، هغه شیبه را په یاد شوه چې امریکایی الوتکوبمونه را باندې واچول، نیمه پښه مې نږدې  لس متره له مانه هغې خواته پرته وه، اونه می شوای کولای چې ترهغې پورې ځان ورکش کړم ... 

داهرڅه مې ددغې افغانې کورنۍ په دغه غم کې له یاده ووتل، بیامې پرده پورته کړه ومې لیده چې نا هیلی افغان بیرته هوټل ته را ستون شوی، کټ ځای را نه کړ، بیرته دهوټل لاندې پوړته ورکښته شوم ، زما دچایوپیاله لاهم پرمیزباندې ایښې وه، اوپرمخامخ میزباندې هم څوک نه وو، بیامې ځانته چای را واخیست، دشونډو په سرومې وڅیښ، غوښتل مې بیرته دخپلې کوټې پرلورپورته وخیژم ... 

زه لا لیفت ته نه وم ورسیدلی چې افغانه کورنۍ له خپلوبکسونوسره له لفټ څخه را ووتل ... پوښتنه مې ترې وکړه

- لکه روان یاست ؟ 

دکورمشر، چې پوهیدم سترګې اوس هم له اوښکې ډکې وې را ته کړه

هو، یوه اوونۍ مو درلوده، نورنوباید ولاړ شو... 

- ماشومې چې زماسهارنۍ حال لیدلی و، په ځیرراته وکتل

- ته خوسهارچې همداسې ولاړې بیا رانه غلې، چای دې هم سوړشو.. 

په مې یې لاس کیښوداو ځواب مې ورکړ

- هو، اوس راغلم ، خوبیا تاسې نه وئ

مشرخدای پامانی راسره وکړ، په غیږکې مې ونیو، زړه مې له سهاره تراوسه را ډک شوی و، هغه مې په ژړا ورسره تش کړ، ښه مې ورسره وژړل، په ژړا ژړا کې یې یوازې یوه جمله ترخوله راووته

ـ  دادویم کال دی چې زه دلته راځم ... 

زه اوس دده په درد پوه شوی وم، بکس مې ورسره ونیواوترټکسي پورې ورسره بدرګه شوم، خدای پامانی مې ورسره وکړ، بیرته په ماته پښه اومات زړه خپل کوټې ته راپورته شوم ... 

دکړکې پرده مې بیا پریوه خوا کړه، څپې اوس هم په مستۍ تلې اوراتلې، دافغان آشنا ځای ته مې وکتل، را یاده شوه

  ـ اوکه پاک الله مهربانه شي  زموږ هیله ومني  چې زما کاکا اومیرمن یې د سمندرله تله را وباسي اوموږیی مړي په خپلو سترګو ووینو...

 

 پوره لس ورځې نورهم زه هلته پاتې شوم ، دده دنده ماته را پاتې شوې وه، هرشیبه به مې دڅپوغیږو ته کتل، هغه درد چې دوی په خپلوافغاني زړونوکې درد ما په خپل جرمن زړه کې هم احساساوه اولونیوڅپوته به مې چې وکتل دماشومې جملې سره وخوځولم

ـ اوکه پاک الله مهربانه شي  زموږ هیله ومني  چې زما کاکا اومیرمن یې د سمندرله تله را وباسي اوموږیی مړي په خپلو سترګو ووینو...

 

خالق رشید 

ادمنتون  

د  ۲۰۲۳ کال نومبر

-
بېرته شاته