(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پیر روښان نوی اثر

[25.Jan.2024 - 09:43]

محمد معصوم هوتک

 

نصیحت نامه

په پارسي ژبه د بایزید انصاري ( پیر روښان) نوی اثر وموندل سو

 

د پیر روښان بایزید انصاري په آثارو کي موږ تر ننه پوري خیرالبیان، مقصودالمومنین، صراط التوحید، حالنامه، عریان الغیب، .... معلوم دي چي دا ټول چاپ سوي او خپاره سوي دي. د ډېري خوشالۍ خبره ده چي نن زه تاسي ته د نوموړي روښان پیر د یوه نوي اثر د موندني زېری درکوم. د دې اثر یادونه تر ننه پوري د هیچا له خولې او قلمه اورېدل سوې او لیکل سوې نه ده. دا نوی موندل سوی اثر" نصیحت نامه" نومېږي چي د زمانې له توپاني هښمو څخه یوازنۍ را پاته سوې خطي نسخه ئې زما لاس ته راغلې او تر ترتیب او تحشیې وروسته مي چاپ ته آماده کړې ده او هیله من یم چي که د پاک خدای رضا وه، ژر ئې چاپ او خپره کاندم.

دا نسخه روښان پیر د پوښتنو او جوابونو په شکل د یوه ډیالوک په بڼه داسي لیکلې ده چي وایي یو وخت یو طالب د " پیر کامل او مکمل" شیخ په لټه گرځېد. چا ئې په یوه ښار کي پته ورکړه.طالب د هغه ملازمت ته ځان ورساوه. نور بیان د طالب او شیخ ډیالوگ دئ چي د " یا شیخ" په پوښتنه او د " یا طالب" په جواب دوام مومي او په هغه کي د ایمان، عقیدې، د کامل پیر پر ځانگړتیاوو او دغه راز ددې لاري پر نورو اړخونو بیان پکښې راغلی دئ. شیخ چي په حقیقت کي پخپله د رسالې څښتن بایزید انصاري دئ، د خپل بیان د مستند کېدلو له پاره قرآني آیات، نبوي احادیث، د مشایخو مقولې او پارسي نظمونه راوړي دي چي دغه استنادونه د روښان پیر په نورو آثارو کي هم راوړل سوي دي او ما ( هوتک) ئې په ترتیب سوي متن کي دقیقي حوالې په لمنلیکونو کي ورکړي دي. دې نسخې ته په سر کي د " رساله پیر کامل مکمل و مرید صادق" نوم ورکول سوی دئ خو په پای کي ئې " نصیحت نامه" بللې ده.

د رسالې متن د عریان الغیب له متن سره د شکل او محتوا له مخي ورته والی لري او په لومړي وار کتلو کي مي د عریان الغیب د یوې برخي خیال پر وکړ. خو کله چي مي دواړه متنونه سره مقابله کړل، راته څرگنده سوه چي غالباً به عریان الغیب د همدې نصیحت نامې په ادامه لیکل سوی وي او مطالبو ته به ئې زیات بسط او تفصیل ورکړه سوی وي.

د نصیحت نامې دغه منحصر بفرد نسخه په توره سیاهي په نسبتاً خوشخطه نستعلیق وشمه لیک په یوویشت (۲۱) مخونو کي لیکل سوې ده. له لومړي او وروستي مخ پرته ئې هر مخ اوولس کرښي لري. مخونه ته ئې منظم رکابونه ورکول سوي دي. د کاتب نوم او د لیکلو کال ئې نسته. نسخه د اوو اتو رسالو په یوه مجموعه کي خوندي ده او د مجموعې ټولي رسالې د یوه کاتب په قلم لیکل سوي ښکاري. املايي تېروتني ئې بیخي لږ دي او د لیک په ځانگړتیاوو کي ئې باید ووایو چي :

"چ" د "ج" په شکل، "گ" د "ک" په بڼه کاږي. " س" ته تر لاندي درې ټکي (نقطې) ږدي ....

د نسخې پیل تر بسم الله وروسته داسي پیلېږي :

" نقلست که طالبی طلب پیر کامل مکمل میکرد ناگاه کسی خبر داد او را که در فلانجا انسانی کاملی است پس آن طالب اختیار ملازمت آن بزرگ کرد و مشرف بصحبت آن بزرگ شد ...."

او پای ئې داسي دئ:

" تمت هذه الرسالة اللطیفة المسمی بنصیحت نامه شیخ المشایخ والاولیاء قطب العالم خواجه بایزید الانصاری رحمة الله علیه . وسلام علی من اتبع الهدی. والله اعلم بالصواب والسلام"   

د نسخې پر هر مخ باندي د " وقفیة الامیر غازی للفکر القرآنی" ټاپه وهل سوې ده. امیر غازي ( ۱۹۶۶م تولد) اردنی شهزاده او د فلسفې پروفیسر دئ. دی د محمد زوی او سلطان طلال لمسی دئ چي د اردن د اوسني پاچا دوهم عبدالله بن حسین سکه د اکا (تره) زوی کېږي. د پاچهانو دغه کورنۍ د هاشمیه په نامه یادېږي چي له ۱۹۲۱م کال څخه پر اردن واکمني چلوي. امیر غازي په ۱۴۳۳هـ ق/ ۲۰۱۲م کال په اردن کي د اسلامي ثقافت د خطي آثارو یوه ستره زېرمه د غیر انتفاعي پروژې په توگه د " وقفیة الامیر غازی" په نامه تاسیس کړه چي په هغې کي په زرهاوو خطي نسخې په ډیجیټل بڼه خوندي او د محققینو په واک کي پرتې دي.

د بایزید انصاري دغه نصیحت نامه هم په همدې وقفیه کي د زرگونو نسخو پر یوه څنډه د څو رسالو په یوه جونگ کي داسي پرته ده چي نه ئې پر وقایه د مولف نوم سته نه د رسالې.

د ارواښاد نومیالي صاحب د خولې خبره ده چي ویل به ئې "کله کله باید څوک د تصادفاتو مرهون و اوسي". نصیحت نامه هم د همدغه راز تصادف د احسان په نتیجه تر ما رارسېدلې ده او د کشف او کاشف نوم او بیان به ئې د رسالې د چاپ پر وخت خپور کاندم. زه ددې لنډي لیکني له لاري د نسخې کاشف ته ددغه کشف مبارکي وایم او پر درنو لوستونکو او څېړونکو باندي ددغه نومورکي اثر د پیدا کېدو او چاپ ته د آماده کېدو زېری کوم.

چي غوټې پسي وهې په لاس به درشي

چا وې دا چي په دریاب کي گوهر نشته

آټاوا ـ کاناډا

۲۳ جنوري ۲۰۲۴م

-
بېرته شاته