(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یو یاد یو ویاړ

[25.Jan.2024 - 09:45]

يو ياد يو وياړ .

 

په اروپا کې افغان فعاله هېوادپالو نکی افغانان

فرهنګپال قدرمن حبيب الله غمخور .

 

قدرمنو لوستونکو او دوستانو !

د فرهنګي ـ علمي او ملي شخصیتونو د پېژندنې او معرفۍ په لړ کې نن  دهغه هڅاند ،فعال او هېواد پالونکي شخصیت په باب څو کرښې لیکم چې دلته مهاجرت کې پر ټولو  په تېره بیا په سکندناوي هېوادو او په ځانګړې توګه په سويډن کې حقدار دی او که ممکنه وي په دې توګه یې د زیار او هاند ستاینه وشي .غمخور صاحب یادوم ، حبیب الله غمخور چې خدای مې دې غاړې نه بندوي هماغه د تنکي ځلمیتوب څخه بیا تر ننه آن  یو شېبه هم ولس او د هېواد د پرمختګ او د ګران افغانستان د فرهنګ د معرفۍ او پیاوړتیا په لاره کې کرار نه دی ناست او شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې او هغه څه یې سرته رسولي چې له برکته یې دی او موږ ټول ویاړو .مخکې له دې چې د ده پېژندنه راپیل کړم دا یوه خبره کول غواړم چې هغه سره له دې چې شپه او ورځ په لیکنو اخته دی ، خپل کتاب یې چاپ نه کړ ، غمخور د نورو کتابونه چاپ کړل .حبیب الله غمخور په تېره بیا له هېواد نه د باندې  خپل ځان او یوه محدوده کړۍ و نه ستایله .نوموړي نور وپالل  د افغان کډوالو د راټولېدو او د هېواد د فرهنګیانو او خوابدو افغانانو ترمینځ یې د خیر او مصلحت خبرې وکړې او دا د سترو کسانو ځانګړنه ده

حبيب الله غمخور  د ١٩٥٦ ز کال د جون د مياشتي پر ١٥مه نېټه د روزګان ولايت د ترينکوټ په ښار کي نړۍ ته سترګي روڼي کړي دي چې اوس دا دی ۶۶کاله عمر لري . . په ۱۳۴۰ ل کال د ترينکوټ د سيدال خان په  لېسه کې شامل ،په ۱۳۴۹ کال له تعليم نه بې برخې  اوله ښوونځي نه خارج کړای شو.ترډيرو هڅو اوسامع ازموينې امکاناتوپه ترلاسه کولو پردې بريالی سوچې په ۱۳۵۶ کال دليسې دفراغت سند ترلاسه کړي  .

 د کانکور د ازمويني نه وروسته په ۱۳۵۶ ز کال د کندهار عالي دارالمعلمين ته شامل شوپه ۱۳۵۷ ز کال کې د تاريخ په رشته کې د عالي تحصيلاتو لپاره د پخواني شوروي اتحاد ته ولېږل شو. په ١٩٨٥ ز کال کې د تاريخ په څانګه کې د ماسټرۍ د ديپلوم دترلاسه کولو وروسته هېواد ته راستون شو. د قومونو او قبايلو چارو په وزارت کې لومړی د مدير بيا د کوچيانو د لوی رياست د مرستیال او وروسته د ١٩٨٦ ز کال څخه تر ١٩٩٢ ز کال پورې  د کوچيانو د رياست درئيس دنده په غاړه درلوده

په ١٩٩٢ ز کال کې د نجيب الله د حاکميت ترړنگېدو وروسته د سياسي اختلاف، هغو ګډوډيو، کورنۍ جګړې اوناخوالو  پر اساس چې د ښاغلي غمخور په شان زيات شمېر افغانان يې وطن پرېښودو ته مجبور کړل، نوموړی هم د هيوادپريښو دو ته مجبور شو  .

ښاغلی غمخور په خپلو ډيرو ليکنو کښي د ځان په اړه داسي ليکي : (( بايد ووايم چې ليکوال، اديب او شاعر نه يم خو کله ، کله د ژوند شرايطو او ملي احساس دې ته هڅولی يم چې څه ناڅه وليکم  )) . 

د ژوند لومړنۍ ليکنې يې په پخواني شوروي اتحاد کې د اقتصادي ستونزو له امله په روسي ژبه پيل کړې چې د هغه ښار د ((کمونار)) او ((ملدوی کمون)) په ورځپاڼواوبيا وروسته  د سولې او سوسياليزم په مجله کې چاپ شويدي .

په افغانستان کې ئې د هېواد د وتلي ژورنالست او ليکوال د خدای بخښلي امين افغانپور په هڅونه  د ((هېواد)) ورځپانې او ((جرګې)) مجله کې ځينې مقالې خپرې شوي دي .هغه وخت ما د راډیو تلویزیون او افغانفلم په موسسه کې د هنر او ادبیاتو د لوی مدیر په توګه دنده ترسره کولو ، په یاد مې دې چې څو ځلې مو د افغانستان راډیو او تلویزیون ته له هغه سره مرکې درلودې .

ښاغلی غمخور د څو کلونو راپه دې خوا دسويډن د مالمو په ښار کي اوسيږي . د سويډن د ديموکراتيکي فضا څخه په استفادې سره يې  هماغه شان چې مخکې مې هم اشاره وکړه ،هڅه کړی چې په اروپايي هېوادو کې د افغاني کلتوري ټولنو سره په ګډه د افغانستان د کلتور د ژوندي ساتلو، غښتلتيا او افغان جنګځپلي ولس د حقوقو څخه ددفاع او ملاتړ په خاطر روڼ اندي سره راټول اوددوي  په فرهنګي او سياسي هلو ځلو کې فعاله ونډه واخلي .

دلته په سويډن کي یې هم ليکنوته دوام ورکړی اودمالمو په ښارکي دافغاني کلتوری ټولنې لخوا د((  پيوستون )) په نوم  دوه مياشتنۍ خپرونې،دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکزمياشتنی  (( نوې هيله ))،دايران - سويډن گډه خپروني « مانا» ،« اواي زن ايران »، ((کيوان افغان  ،((روزگان  ملي مهالنۍ ))  اونورو افغاني خپرونو، همدا ډول په  امريکا کې دافغانانو په چاپي نشراتواو کاناډاکي افغان رسالې کندهار،هلمند،خوست ،ننگرهار ،کابل کي په چاپي نشريو اومجلوکي خپرې شوې دي

همدا ډول د بېنوا،ټول افغان ،دعوت ،افغان جرمن انلاين،گران افغانستان ،خوست،سمسور،تل افغان ،نويد، اريايي، لمر ،وړانګه ،لراوبر،خپلواکۍ( له ډنمارک څخه فرهنګي خپرونه )  28 اسد،سپرغۍ ،کابل نتهه،ژواک ،آسمايي ،فردا، سورغر،بڅرکي ،پکتيا ږغ اويوشمېرنورو ويب پاڼو کې ليکنې خپرې شوي اوخپرېږي  . يوازي په سويډن کي ددې ۱۷ کالو په موده کښي یې تر  ((۵۰۰)) زياتي  ليکني  چاپ شوی دي

 

فرهنګي کارونه :

۱/ په دوه زرم کال کي دنورودوستانو په مټ دافغاني کلتوري ټولنې لخواد((پيوستون )) په نوم دوه مياشتنی دخپرولودکارسمبالښت .

۲/ په ۲۰۰۱ ز کال کي د((نوی هيله  )) په نوم مياشتنی دافغانانو دعلمی اوفرهنگي مرکز لخوا خپرېدو چار دمسول مدير په توگه پرمخ بيول .

۳/ په ۲۰۰۶ز کال یې د((روزگان ملی مهالنۍ)) مجلې په نوم  چې په پښتو اودری ژبه یې خپرونې لرلې تاسيس  اوده یې دمسول مدير دنده  پر غاړه لرله .دروگان ملي مهالنۍ  تر ۲۰۱۴ کال پوري نشرات درلودل

۴/ په ۲۰۰۱ز کال  کي یې دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز دجوړېدولپاره هڅې پيل اودا مرکز يې  دخپلو همخیالو دوستانو پر مټ تاسيس  کړ

۵/ په ۲۰۰۴ زکال یې ددوستۍ فرهنگی ټولنې بنياد کښېښود چې تراوسه ددې ټولنې چې په نړيواله کچه شهرت لري دمشرتابه مسوليت په غاړه لري . . په ۲۰۰۶ز کال یې دروزگان ملی مهالنۍ مجلې په نوم  چې په پښتو اودری ژبه یې نشرات لرل تاسيس  اوددې نشرئې دمسول مدير دنده یې پر غاړه لرله .دروزگان ملي مهالنۍ  تر ۲۰۱۴ز کال پوري خپرونې درلودلې .  

یو وخت ما او مېرمن فیضیه هوسا د ( انتګریشون ) په نوم ښایسته تر ډېرو کلونو یوه ټلویزیوني خپرونه درلوده چې هره اوونۍ به په ډنمارک او آنلاین د انترنیټ پر مټ په پښتو ـ دري او ډنمارکي ژبو خپرېدله ، هلته هم ګران غمخور صاحب زموږ قدرمن او فعال همکار ټېر شوی .   

د ښاغلي حبيب الله غمخور د فرهنګي هاند څخه  د بېلګي په توګه دغه لاندني برخې  يادولای شو

_ په ٢٠٠۰ ز کال کي پردې بريالی سوچې دافغاني کلتوري ټولنې لخوادمالمو په ښارکي دمارچ داتمې دښځودنړيوال پيوستون ورځ ولانځل شی .

۲_ په ٢٠٠۰ ز کال د جون په  مياشتې کېلمړۍ ځل لپاره یې دمور ورځې دلمانځلو په هڅوکي بريالی اوپه شانداره مراسيمو ولمانځل شوه .ددې دواړو ورځودلمانځلو سلسلسه له نيکه مرغه تراوسه روانه ده .

۳_ په ٢٠٠١ ز کال د جون پر يولسمه نېټه دهيواد د نامتو شاعر او سياست پوه ګل پاچا (( الفت )) په هکله نړیوال علمي سيمينار جوړونه .

٢_ د ٢٠٠٣ ز کال د مۍ پر مياشت کې (( د عبدالباري جهاني سره يو ماښام ))  په نامه د مشاعرې غونډه چي د سويډن برسيره د اروپايي هيوادونو څخه زيات شمير شاعرانو ، اديبانو ، او فرهنګپالو په خپل ګډون ښکلې کړې وه  

٤ _ په ٢٠٠١ز کال کي په اروپا او امريکا کي دميشتو روڼ اندو سره يوځاي دافغاني روښنفکرانو دنړۍ وال سازمان (ملي جرگي) ټولني په جوړولو کي يې فعاله ونډه درلوده او دهمدغی ټولني دمشرتابه جرگي په غړيتو ب ومنل شو.

٥ _ نوموړی د ٢٠٠٤ ز کال  د اکتوبر د مياشتي پر شلمه نېټۀ په افغانستان کښي د بېنوا فرهنګي ټولني غړيتوب وياړ هم تر لاسه کړ

۶/ په۱۹۹۳  او ۱۹۹۴ز کالونو کې موږ په مسکو کې د یوشمېر فرهنګیانو او متنفذینو په ګډون چې په سر کې یې ارواښاد ډاکټر کامران ، دکتور عبدالیف بهاند او یو شمېر نورو روڼ اندوسره په ګډون دلمړئ ځل لپاره دنړيوال سره صليب اودفرانسې داکليبردخيريه موسسې دامکاناتو نه په استفادې په مسکو کي دافغان کډوالو سره دمرستو راجلبولودفتر پرانستل شو چې غمخور صاحب  ددې صندوق درهبری غړ ي وو .

۷/ په  ۲۰۰۴ زکال کې  دښاغلی واحد نظري دستاينې اوهڅونې په وياړ غونډه

۸/ په  ۲۰۰۶ زکال  دنومبر پر ۲۵ دهيواد وتلی تاريخ پوه محمد اعظم سيستاني په وياړ ادبي 

۹/ په  ۲۰۰۸ زکال ګې   دسپتمبر  په میاشت کېدهيواد وتلی  شاعر عبدالوهاب سرتير په وياړ ادبی غونډه .

۱۰/ په ۲۰۰۷  ز کال دمرحوم رشاد بابا لمړۍ تلين غونډه .

۱۱/ په  ۲۰۱۰ زکال  دسپتمبر په ۱۸ دځوانو فرهنگيانو دستاينې اوهڅونې نړيوال  کنفرانس .

۱۲/ په  ۲۰۱۱ زکال  دسپتمبر په ۱۱ دهيواد دوتلی تاريخ پوه غوث خيبري دعلمي هڅودستاينې په وياړ علمي کنفرانس 

۱۳/ په  ۲۰۱۲  زکال  دسپتمبر په ۸ مه د ښاغلیمعصوم هوتک ،ډاکتر خيرمحمد ماموند په وياړ علمی یاد غونډې 

۱۴/ په  ۲۰۱۳ زکال په  ددسمبر پر ۷ د اغلی سارا بياباني اويوشمېر نورو ادبی څېرو دلمانځنې اوهڅوني په وياړ ستاینغونډه .

۱۵/ په  ۲۰۱۴  زکال په داگست پر ۳۰   تاريخ پوه اولرغون پېژندونکي دپوهاند رسول باوري ، دازادۍ راډيو د جنوبي اسيا منطقوي يا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي، دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد ،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبي بې سي راډيوه پېژندل شوی اوهڅانده ژورناليستې نجيبې ليمې  دعلمی ،ادبی اومسلکی  خدمتونو،لاسته راوړنو ددرناوی اوهڅونې په وياړ درنه اونه هېرتېدونکی علمي ستاینغونډه .

۱۶/ په  ۲۰۱۵ زکال په داکتوبرپر پردريمه   ((دډله ايزورسنيو او فرهنگی ټولنوگډ رسالت )) ترنامه لاندي علمی کنفرانس  جوړکړ  .

۱۹/ په  ۲۰۱۶ زکال  دسپتمبر په ۱۷ د((دځوانوعلمي اوهنری څېرولمانځل غونډې )) ترنامه لاندي علمی ـ ادبي غونډه جوړه کړه  .

۲۰/ همدا ډول  ښاغلي حبيب الله غمخور  دخپلو فرهنگي اوسياسي هڅوپه لړکي په يوشمېر هغوکنفرانسو کي  هم برخه ايخیستې هغه چې په انگلستان ،بلجيم،هالنډ ،جرمني،ډنمارک ،ناروي  او شمېر نورو  هيوادنوکي جوړ سوی دي .

پدې ټولو کلونو کي  دنړۍ له مشهورو راډيوگانو ،لکه بي بي سي ،دازادي راديو،اشناراډيو،پژواک راډيو، له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو له لاری دافغانستان دسياسي اوټولنيزومسائيلوپه هکله دنوموړي نظر اورېدل کيږي .  

۲۱/ _دسويډن د قانون په اساس هغه  بهرني اوسېدونکي چې په سويډن کې د دايمي اوسېدو حق لري کولای شي چې د هېواد په سياسي ـ اجتماعي ژوند کې فعاله ونډه واخلي، په همدې اساس ښاغلي غمخور هم د سويډن د پارلمان لپاره د ٢٠٠٢ ز کال  دپارلمان په ټولټاکنو کې د سويډن د مالمو د ښار د (دریوو ناحيو )د انتخاباتي کمېسيون دتبليغاتودکمېټې   منشي او په ٢٠٠٤ ز کال په همدغو درېو ناحيوکي په سويډن کښي د اروپا د پارلمان لپاره د انتخاباتو د کمپاين د تبليغ او ترويج د کميسيون د منشي دنده په غاړه درلوده . ښاغلی غمخور وړاندي وايي : ((د همدغو دندو څخه په ګټه اخستلو سره  په ۲۰۰۶ کال  پدې وتوانيدم چې د سويډن په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په سويډن کې د پارلماني انتخاباتو ټول معلومات او ښووني دنورو ژبو ترڅنگ په پښتو ژبه  هم ژباړه او خپاره شي . دټاکنوداړونده ارګانونو لخوا دا ومنل شوه چې په راتلونکي کي به هر ځل د نړۍ د نورو لويو ژبو په شان په پښتو ژبه هم د انتخاباتودپروسې ټول معلومات  خپریږي )) . 

ښاغلی غمخور د مسافرۍ په شپو روځو کي د ځان په اړه داسي وايي : ((له هيواد نه ليري والي زه له خپل ميړني ولس او ښکلي هيواد څخه نه يم بېل کړی ،په هيواد کي دننه د افغانانو د ژوند ناخوالو، ستونزو او زړه بوګنوونکوشرايطو اوملي احساس دې ته هڅولۍ يم چي دافغان ولس د رواحقوقو او په هيواد کي ددموکراسۍ، ټولنيز عدالت دپلي کولوپخاطر دنړۍ والو ډله ايزو خپرنيزو وسيلوڅخه لکه : راډيو ،ټلويزيون،چاپي خپروني او انټرنټ پاڼو نه پراخه استفاده وکړم اودهيواد په سياسی ، فرهنگي ژوند کي مي  د توان له مخي فعاله و نډه اخيستې دهنوموړی وايي چي زه په دې عقيده يم چي ډير ژر به زموږ په ميړني اوباتوره هيواد کي د ازادۍ ، عدالت ، او انصاف د لمر وړانکي ټول افغان ولس په خپله توده مينه ونازوي .))

ښاغلي غمخور دډيورنډدکرښې په هکله يوکتاب ((دډويورنډکرښه يا ناسورزخم )) تر نامه لاندي ليکلی چي دبېنوا ويب پاڼې په برېښنايي کتابتون دسياسي کتابونودزيرمتون په برخه کي ئي کي یې مينه وال لوستلاي سي .

همدا ډول دافغان کوچيانو په نوم کتاب دچاپ لپاره تياردی .دريم کتاب د((داجگړه چاپيل کړه )) په نږدې راتلونکي کي دچاپ لپاره چمتو کيږي .

ددې ترڅنگ ئې  تراوسه تر زرو زياتي مقالي ليکلي  اوپه بېلا بېلو  ډله ايزو رسنيوکې دنړۍ په مختلفو هيوادونوکي خپرې شوې دي .

نوموړی دخپلې کورودانې سره دسويډن هيواد دمالموپه ښارکي ژوندکوي اودولتي دنده لري. ديادولووړده چي نوموړی ددې هيوادپه سياسي اوټولنيزژوندکي فعاله ونډه لري .

دسويډن هيواد ددولتي ادارولخواپه يوشمير رسمي کنفرانسونوکي په سويډن اوله سويډن نه بهردگډون بلنه ورکړه سوې ده اوپدې کنفرانسونوکي  ئې  فعاله ونډه اخيستې .

په ۲۰۰۶ زکال دسويډن دمالمودښار دولايت اوښاری پارلمان لخوادانتيگرېشن په پروسه کي دفعال گډون اوددې ښار داوسېدونکوسره په راز راز فرهنگي برخوکي فعال گډون اوفعاليت ددرناوی په خاطر دانتگرېشن دولتي ستاينليک ترلاسه کړ  .

دنوموړي فرهنگی هڅي دمالموپه ښارکي دافغانانو دعلمی اوفرهنگي مرکزلخوادستاينليکونو  په ورکولوستايل شوی دي

له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو  اداره ښاغلي حبیب الله غمخور او درنې کورنۍ ته یې روغتیا ، بری او سوکاله ژوند غواړي.

قدرمن غمخور صاحب پر موږ ګران يې .

( یوسف هیواددوست ـ ډنمارک )

-
بېرته شاته