(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال او کره کتنه

[26.Jan.2024 - 17:34]

خوشال او کره کتنه

لیک: مصطفی سالک

وړاندې مو يادونه کړې وه، چې هر شاعر د خپل ادبي ذوق تر کچې کره کتنه کوي. کلاسيک شاعران هم په خپلو ديوانونو کې د شعر او شاعرۍ په اړه خبرې اترې لري. دا خبرې کله کله "شاعرانه تعلي" وي او ځينې وخت تخيلي انځورګري وي، خو کله کله پکې د داسې فکر څرک لګېږي،چې د شاعر د کره کتنې د شعور اندازه ترې کېږي. زموږ د هر کلاسيک شاعر تنقيدي شعور ځانګړى ځاى او پوره وخت غواړي.

خو موږ خوشال غوره کړ، ځکه چې د هغه تنقيدي شعور تر ټولو پوخ ښکاري. بله مهمه خبره دا ده، چې د هغه نظريه د شعر په اړه روښانه ده او روښانه ځکه ده، چې د دستارنامې نثر يې څرګندوي، بله دا چې هغه په قصيدو کې د شعر او شاعرۍ په اړه وينا کړې ده او قصيده د فکر د تسلسل او بيان لپاره پراخه سينه لري. د دستار نامې څلورم هنر شعر او نظم ته ځانګړې شوې. خوشال باب اليکي:

"دا هنر چې د شعر د نظم دى هم داخل د کسب کمال دى اما مشتق دى له شعوره، چې جبلي طبيعت د شعر لري. شعر د هغه دى فنونه صنعتونه يې په کسب حاصلېږي. که ډېر تحصيل د علم وکا، صنايع بدايع د شعر زده کا، چې طبيعت د شعر جبلي نه لري خبره به نظم نه کا. د شعر هم جبلي طبيعت بويه، هم يې علم د صنايع، بدايع بويه چې واړه زده کا سواى تر دانمک شيريني د شعر تعلق په درد په محبت لري، چې پختګي يې په استعمال. د راصل شعر په لغت کې کلام منظوم وته وايي. دواړه مصراع د بيت په تول تللي، په حرفونو سره سمي، عروض، قافيه سره جوړ، په دا کې هر چه وي که قصيده وي، که غزل که رباعي که قطعه ده که مخمس که مسدس. په ډېرو چې شعر وايه شي. قصيده هغه چې ترڅو د لس بيت زيات تر سل تېر. هر چه وايي پکې پند يې نصيحت. يا مدح ذم راوړي. غزل تر پېنځه ور په هسې تر څورلس پورې، هر چه وي پکې تعريف د معشوقې د خط و خال، د ګل د ګلزار، درد فراق، سوز و ګداز. له دې حاله چې پکې وايه شي. قطعه مطلع نه لري. په دا قطعه بلله شي. که دوه بېته که اوه اته لس شل هر چه وي. رباعي هغه چې دوه بېته وي. مخمس پېنځه مسرعې، مسدس شپږ، بيا ترجيح بند ترکيب بند ډېر طرز لري چې متقدمينو د شعر قرار ورکړى دى.

که اوس د طبيعت او فضيلت په قوت څوک خپل تصرف پکې کا، هم ځاى لري. د وسو تير سو صنعت لري. ابتدا د شعر د هنر د اپلاتون حکيم نه شوې ده. د شعر پايه لويه ده، له حکمت سره ياد شوى دى، پيغامبرانو ويلى دى. د پيغمبر اصحابو ويلى دى، د امير المړئمنين على کرم الله وجهه تمام ديوان د شعر په عربي ژبه شته. هغه چې وايي چې محمدص رسول الله طبيعت د شعر ګويي نه و. هغه نه پوهېږي، چې دا هسې وايي که دا هسې وي نقصان لازم کېږي. نقصان د رسالت پناه په کامل وجود روا نه دى. تمام کمال په جميع مخلوقات کې د يوه دده د ذات حاصل و. عقل کل هم يوازې دده نصيب شوى دى. تر ازله تر ابده پيغمبران اولياء هر څوک چې دي که درېواړو پوهه ، عقل ټول شي، دده تر پوهې تر عقل نه رسېږي.

ترو د شعر څه کار دى، چې دده به نه و. تر هر چانه دا حال دده زيات و. اما ژبه يې پرې نه آلوده کول په څو سببه: يو سبب دا دى، چې مشرکانو کافرانو به تهمت د شاعرۍ پرې کاوه. دا آيت په دې باب دى (و ما علمناه الشعر و ما ينبغى له) هر ګاه چې د شعر په نه ويل ګومانونه پرې کېدل، چې د قرآن آيتونه به پرې راغلل، مشرکانو به ويل چې دا شاعري کا. که شعر يې ويلى، لا به يې ګمان پرې زيات شه. بل دى مامور په دعوت د خلايق و. منتظر د وحې و، التفات يې په امثال د ديو کارونه و، بي بي عايشه رض په دا کار کې ماهره وه. ډېرې قصيدې يادوې، خو زره بيته يې ياد و. ګاه ګاه به يې حضرت ته ويل، حضرت به ورته موسېده. اعشي شاعر د سرور په خدمت حاضر و د شعر مذاکره په تمام قريش کې موروثي وه. د شعر کار عظيم دى، بسم الله الرحمن الرحيم هم وزن د نظم لري."

هم د نن په څېر خوشال بابا شعر له شعوره مشتق ګڼي. جبلي او کسبي خواوې يې ورته پوره معلومې دي، خو ځينې خبرې پکې د فکر وړ دي:

١_ "شيريني د شعر تعلق په درد په محبت لري" دلته که د شعر خوږوالى له محبت سره تړاو پيدا کړي، يقينناً چې داېره يې محدوده شوه. تر دې د درد معنويت پراخه دى، آن چې نفرت هم پکې ځاېدى شي. اصل خبره دا ده، چې خبره د جذبې ده. په دې کې هېڅ شک نشته، چې محبت او مينه زوروره جذبه ده. ژر انساني شعور تر اغېزې لاندې راولي. شعر ته خوږوالى همدغه خبره بخښي، خو معيار به کومه مينه وي. ددې پرځاى ويل دا په کار دي، چې د شعر خوږوالى د لفظ او مانا پر ښکلا سربېره د جذبې په فوران او شاعرانه کيفيت کې پټ دى.

خوشال بابا د شاعرۍ مروجه اصناف هم په ګوته کوي، خو د مزې خبره دا کوي چې صنف بندي لکه ثابت قوانين نه مني. وايي: "که اوس د طبيعت او د فضيلت په قوت څوک خپل تصرف پکښې کا هم ځاى لري." له دې نه خرګنده شوه، چې خوشال بابا ته د صنف او مانا له مخې د ادب د ارتقا او تحرک پوره اندازه وه نو ځکه د صنف بندۍ لارې پرانستې ستي او د ځانګړيو فورمونو لپاره يې چې د ځانګړيو موضوعاتو يادونه کړې ده، هغه هال منل شوې وه و خو معاصر شاعران له دې خبرو نه سرغړاوى کوي. هر فورم د هرې مانا لپاره مناسب ګڼي. دا متل يې په حال ښه صدق کوي: "هر چه پش آمد، خوش آمد."

قصيدې هم ځان باېلي او د يوه مسلسل او کله کله د غېر مسلسل غزل بڼه نيسي او د هغه لرغونو برخو مراعت کولو ته يې څوک ډېر پام نه کوي. د قصيدې له تعريفه بس هم يو ټکى په پام کې دى، چې بايد له پېنځلسو بيتونو کمه نه وي، ګنې غزل دى. دا بدلون نه پوهېږم څه راز وبولم؟ ښايي يو راز يې هم دا وي، چې د ادبياتو د ښوونو مرکزونه کمزوري، بلکې ختم شول. دې خبرې زلمي شاعران د نوښت په نشه کې دومره مست کړل، چې له کلاسيک ادب سره تړاو کمزورى شو. د قصيدې د رواج د کمېدو بل علت د نظم د بېلابېلو چوکاټونو منځ ته راتلل دي.

خوشال بابا د شعر پيل له اپلاتونه ګڼي، دا خبره ښايي د خوشال باباتېروتنه، د کاتب سهوه يا کوم بل تاريخي رمز وي. په هر حال، شعر تر اپلاتونه ډېر پخوانى دى، اپلاتون خو شعر دومره محدود کړ چې اغېز يې وبايله. البته که د کره کتنې منطقي پيل لټوو، د اپلاتون په (جمهوريت) او (مکالماتو) کې يې شوخ څرک تر سترګ کېږي.

د دستارنامې دغه نثر دا خبره هم څرګندوي، چې خوشال بابا شعريت له حکمت سره نږدې بولي. له دې دا ښکاري، چې د خيال تر څنګه فکر هم ضروري ګڼي او ښايي همدغه له حکمت سره نږدېوالى وي، چې په دستارنامه کې يې تر نورو هنرونو لکه هموسيقۍ او انځورګرۍ وړاندې مقام ورکړى دى.

په مذهبي علم هم زور اچوي. ددې لپاره، چې شاعر د تخيل او جذبې په مستۍ کې د شرعې خلاف کار ونه کړي او په حديثو چې د شعر جواز ثابتوي، دا ښايي چې هغه وخت د شعر د روا او ناروا خبرې ګرمې وې.

په هر حال، د دستارنامې دغه ټوټه زموږ د کلاسيک ادب يوه روښانه او لامثاله بېلګه ده.

خوشال بابا په خپله شاعرۍ کې هم د يوه کره کتونکي رنګ اخلي. د يوې قصيدې څو بيتونه يې داسې دي:

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ

د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ

يو په حال او په ماضي کې هسې نه و

چې ښکاره يې د خبرو راته خوند کړ

که دولت و که واصل و که دا نور و

په خبرو مې د هر يوه ريشخند کړ

 

په دې بيتونو کې سربېره پر شاعرانه تعلي، څو خبرې د پام وړ دي:

خوشال بابا د خپل ادب ستاينه کوي او ذوق يې هغه معيار ته رسېدلى دى، چې د حال او ماضي شاعري ورته بې خونده شوې ده. خوشال بابا رښتيا وايي، خو دا هم ترې څرګندېږي چې د حال د ادب نه هم خبر و او د ماضي نه هم او چې د شاعرانو نومونه يې واخيستل، بيا خو پکې هډو د شک ځاى پاتې نه شو او يقيناً چې د روايت نه خبرتيا هغه ته د خپل نوښت او عظمت احساس ورکړ.

هـــر کـلام مې واردات دى يا الهام دى

چې موزون مې په تقطيع په بحر بند کړ

لومړۍ مصرعه کې د شاعرۍ فطري خوا ته اشاره ده او په دويم کې کسبي خوا ته او ددې دواړو پياوړتيا نن هم د ښه ادب صفت دى.

پـــه تـــازه تـــازه مضمون د پښتو شعر

پــــه مـــانا مــې د شيراز او د خجند کړ



که نور سود له شعره نه لرم دا بس دى

چــې حاسد مې د حسد په اور سپند کړ

نه ده څرګنده، چې دا د شاعرۍ د ډګر حاسدان دي او که د بل کوم ډګر؟ که د شاعرۍ د ډګر وي، څوک به وي؟ چې له هغه سره يې سيالي کوله؟ رحمان بابا، نجيب سربندى او نور شاعران خو وروستي برېښي، خو وروستنى بيت څرګندوي، چې د هغه شعري رقيبان و:

چـــا زمـا مړوند ټينګ نه کړ په دا کار کې

مـا د هر سړي نه خلاص په زور مړوند کړ

په يوه بله قصيده کې هم د شعر او شاعرانه کيفيتونو په اړه ژورې خبرې لري:

زه د شعر په کار هېڅ نه يم خوشحال

ولې خداىج مې کړ په غاړه دا مقال

نه په فکر نه په ذکر رابرسېر شي

ناګهانه لکه ووري د پشکال

 

د شعر آمد د پشکال د باران په څېر ناګهانه ګڼي او زور يې ورته هم دا خبره کوي، چې د شعر سرچينه ددې شاه سړي له واکه وتلې ده، ځکه يې نه خوښوي.

دا خــــبره بـــــده نــــه ده چـــــا ويلې

په تحقيق چې شعر حيض دى د رجال

له دې شعره هم دا څرګندېږي، چې هغه د مسلسل شاعرانه کيفيت قايل نه دى، بلکې کله کله يې ګڼي.

خوشال په دې قصيده کې د شاعرۍ ستونزمنې خواوې هم بيانوي:

تفکر د شاعريه لړمون شين کا

د غليم دې په نصيب شي دا اشغال

بل د هېچا ناخوانده په جهان نه وړي

بل د هر سړي د خوى وي بد سګال

بل که هر څو در ګوهر پيې په شعر

عيب جويى يې جاسوسي کا د افعال

بل به هسې شان دروغ په کې ويل شي

چې په خپله دروغژن شي دم در حال

پټ په پټه و بله اوړي تر صباحه

د ښه لفظ د ښه مضمون په اتصال

فلاکت له شاعريه سره مل دى

که شاعر سړى لري جاه و جلال

 

د تخليق زړه چاودون هم بيانوي:

په هر بيت يې هسې رنګ شولې درپاڅي

لکــــه زېـــږي په ډېــــر درد سره اطفال

خوشال بابا يوځاى کې وايي:

رنګ زما د شعر هېڅ سره ساز نه دى

لکـــــه سپى راپسې ګرځي په دنبال

له دې دا نتيجه اخيستل په کار دي، چې شاعري د تخيل او فکر کار دى او خوشال بابا د عمل د لارې لوى اتل هم و، ګنې د شعر تقدس او رياضت مني.

شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دى

نـــه د هـــر يوه وږ سترګي د کنګال

شعر کــار يا د سالک يا د مالک دى

د عــاشق دى د دردمند دى د ابدال

خوشال له څو داسې بيتونو وروسته چې شاعرانه تعلي ده، وايي:

طبيعت مې عطايي نه د تحصيل دى

کــــه خـــــبر يم د املا په استعمال

خو د فطري استعداد غرور يې د درس او تدريس کمه نه وايي:

د جـــهان تحـصيل به کل واړه زما و

که اخته نه واى د ښکار په اشتغال

خوشال بابا يوه دعوه هم کوي:

بند و بست د پښتو شعر ما پيدا کړ

ګڼه شعر د پښتو و غير سال

نه يې وزن نه تقطيع نه يې عروض و

دوه مصرعې يې د خفيف بحر دوه طال

 

دا دعوه لا تراوسه يوه کشاله ده. د پښتو شعر د (سيلابوتونيک) سيستم په تله تلل کېږي، خو خوشال بابا د عروضو خبره کوي. دا عروض څه راز دي، آيا د پښتو ځانګړي عروض وو، چې يوازې خوشال بابا ته معلوم و؟ خبره داسې ځکه سمه نه برېښي، چې نومونه د بحرونو اخلي.

خوشال بابا يو بل ځاى هم د عروضو خبره کوي:

پـښتو ژبه مشکله ددې بحر مونده نه شي

هـم ما لره يو څو بحره په ډېر مښود راغلي

دا بيت د پام وړ دى.د قصيدې په بيت کې د عربي بحرونو نومونه اخلي، خو دلته پښتو ژبه مشکله ګڼي او وايي چې يوازې ماته يو څو بحره په ډېر مښود لاس ته راغلي دي. که دواړه بيتونه په پام کې وساتو، نو مانا يې دا شوه چې عربي عروض د فارسي په څېر د تطبيق وړ نه دي. بدلون به غواړي خو بحرونه کوم دي او کوم بدلونونه پکې راغلي؟ دا نه ده څرګنده. اوس هم که موږ پښتو شاعري د عربي عروضو په تله تلو، د اردو او فارسي په څېر نه تقطيع کېږي او که هڅه کوو په شعر کې دومره کمى راځي، چې مانا باېلي. يوازې ميا شرف و، چې د پښتو شاعرۍ او عربي عروضو ترمنځ يې تړاو پيدا کړى و، خو هغه هم د ژبې د طبيعي جوړښت سره برابر نه و، ځکه چې عروض له شعره راوتي، خو ميا شرف له عروضو شعر راويست خو بيا هم که د ميا شرف له کتاب وروسته علماو دې خوا ته پام کړى وى، خبره به دومره ورکه نه وي، لکه اوس چې ده.

خوشال بابا په خپله شاعرۍ کې د شعر و شاعرۍ په اړه ډېر څه لري، په غزلو، څلوريځو او قصيدو کې چې د خوشال خان خټک کوم د کره کتنې استعداد ښکاري، هغه د هغه د خپلو شاعرانه تجربو زېږنده ښکاري، خو په دستارنامه کې يې چې کومې خبرې کړي دي، له هغې څرګندېږي، چې دا لوى کره کتونکى يوازې د خپلو شعري تجربو پورې نه دى تړلى، بلکې د شعر و شاعرۍ په هکله ورته د نورو شعور هم معلوم دى.

خوشال لوى کره کتونکى و، په دې موضوع ځانته کتاب ليکل غواړي. زموږ ددې لنډې څېړنې هدف دا و، چې د کلاسيک ادب پر مهال د کره کتنې د يوې لويې بيلګې يو څرک ووينو.

26.01.2024

-
بېرته شاته