(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غم څنګه دانش شو

[26.Jan.2024 - 17:55]

 غم - څنګه دانش شو

خدای دې له غمه ساته

ته بې غمه شه , زه یې غم کوم

زه به دې غم وکړم

ارمان لوڼي خپل سر له قامه ځار کړ, ویل یې:

لالا زما د بچو غم به خورې که نه راغلمه

ځم پرې کووم دا اغزن تار ما احتجاج کړی دی

غم په غم باندې انبار کړمه

ځان به د غمه نه اوزګار کړمه

غم به یې د بډه بېرې زوبیر کوي, چې میلمنو ته یې لاره ښودله

خلکو سره د ځان غم وي, مونږ سره د قام غم وي

خبره مې د ښاغلي  اسد غم کوله

اسد غم او زه  په پښتونخوا کښې د انګلیسي زده کړې په کورسونو کښې ​یو ځای وو. له همغه وخت راایسې د زده کړو تر څنګ به  اسد  د هر څه غم کولو, اسد د قام غم کولو,  نو ځکه غم وو.

 له ورکوټي والي یې  د قلم قام قبېلې سره ناسته پاسته, راشه درشه لرله , کتاب ته یې  مخه کړه او د پښتو ژبې د ودې او پراختیا لپاره یې مټې راونغاړلې, پدغه موده کښې زه له پښتونخوا څخه جرمني ته کډوال شوم او ښاغلي اسد   په قصه خوانۍ بازار کښې  د کتابونو پلورنځی پرانست.

 کلار کلار د پلورنځي تر څنګ دکتابونو چاپخونه یې هم  جوړه کړه. چاپخونه د لر او بر پښتنو ادیبانو او پوهانو د لیدنو کتنو, راشه درشه او د ادبي او سیاسي بحثونو  په  مرکزبدله شوه  او   د ښاغلي اسد د پېژندګلوۍ کړۍ​  پراخه شوه.

د دومره ګڼشمیر ملګرو, دوستانو او انډېوالانو پالل هم څه اسان کار نه دی, خو پدې هکله اسد ته لوې څښتن پراخه سینه ورکړې وه. د وړوکي سره وړوکی او د لوې سره لوی وو, بنډارونه به یې په ټوکو ټکالو رنګین  وو, ډېرو ملګرو به له مینې ورته  ګل لالا هم ویلو

 زما پلار د محمد افضل خان لالا په بلنه د پښتون قامي جرګې او د سلېم  راز صیب له خوا د پښتو عالمي کانفرنس کښې د ګډون په موخه پېښور ته بلل شوی وو زه ورسرهم پېښور ته لاړم. پدغه وخت ښاغلي مبارز څاپی د خپل یو کتاب د چاپ دلګښت روپۍ ماته راکړي او راته ویویل چې دا به اسد دانش ته ورکړې.

دا چې زما پلار به تل دهغه چا لیدلو ته خامخا ورتللو, چې پښتو, پښتونولۍ ته به یې چوپړ کاوه, نو پر همدې بنسټ د دانش کتابتون ته ورغلو. پدې وخت کښې​ مې له اسد غم څخه پوښتنه وکړه , چې  دانش​ چېرته دی, چې د مبارز صیب روپۍ ورکړم.  اسد وویل زه دانش ېم. ما فکر کاوه, چې له ټوکوټکالو یې وویل, چې دانش زه ېم, زما مشر ورو بصیر بیدار وویل, چې همدا دانش دی, پدې وخت کښې استاد رحېم غمزده هم کتابتون ته راستون شو اوبنډار تود شو او دا پوښتنه پاتې شوه, چې غم څنګه دانش شو. 

د جمهوریت د ړنګېدو سره سم زمونږ د ټولنې  رسا فکر  د نړۍ ​بیلابیلو هېوادونه ته خواره  شول. ښاغلي دانش هم څه موده دمخه دخپلې کورنۍ​ سره ایرلینډ ته کډوال شو. 

په26/01/2023  نېټه ښاغلی دانش  د ښاغلي عزیز سرشار په بلنه جرمني ته راغلی وو له ښاغلي دانش صیب سره مو ډېره موده پس په زړه پورې بنډار وکړ. هیواد او ولس ته په ورپېښو ستونزو, دپښتو ژبې او پښتني کولتور د ودې او دهېواد د روښانه راتلونکي په هکله مو د نظریو بدلون او بنډار وکړ.   داچې د دانش​ دپېژندګلو کړۍ غټه ده, نو  په پردې هېواد کښې د لنډ تنګ وخت او د کاري بوختېاوو له امله د ډیرو ملګرو او انډیوالانو سره لیده کاته , ناسته پاسته او بنډارونو ته وخت ونه موندل شو او دانش​ بېرته ایرلینډ ته لاړ

  خبره مې  د غم  کوله خو لږه وغزېده, چې غم څنګه دانش شو

-
بېرته شاته