(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حوض کوثر خوب

[14.Feb.2024 - 16:26]

مینه ناکو؛ د حوض کوثر خوب چا لیدلې؟

لیک: ولي الله ملکزی

 

آیا مینه د زړه درد دی، که د عاطفې سیلۍ؟ د شعور ناره ده، که د فطرت کړیکه؟ د احساساتو شور دی، که د ضمیر سکون؟ د عذاب کړکۍ ده، که د ثواب دروازه؟ د طبیعت رنګ دی که د هوس زنګ؟ د وصال او فراق ترمنځ پل صراط دی، که د رواجونو په ځنځیر تړل شوې خیالي نړۍ؟ آیا مینه شوق دی، اراده ده، لیوالتیا ده که د عزم انتهاء ؟ آیا مینه انعام دې، انتقام دی که د پشکال خړ سیلاب؟ د ساز آغاز دی که د کړاو انجام؟ د الهام سرچینه ده؛ که د تلقین زاره چاودې هڅه؟ آیا مینه تلوسه ده او هیجان دی، که حسرت دی، جرئت دی، برائت دی، یا جنون او لیونتوب؟ 

یارانو! تپوسونه ډیر دي،‌ خو هغه د پيښوریانو په اصطلاح (ما له خو یې اَډو پته نه لګي چې ځواب به یې څه وي)؟ زموږ په فولکلوریک او ولسي ادب کې چې کله د عشق، څیرې ګریوان،‌ کچکول او ببرو څڼو خبره مطرح کیږي یا یې لولو، نو سم سیده مو لیلی مجنون، مؤمن خان شیرینۍ، یوسف خان شیر بانو او د شکسپیر د ناول، رومیو او جولیت افسانوي نومونه سترګو ته نیغ ودریږي. البته که مینه د رندانو او زاهدانو د معرفت او بیدارۍ څپه وي؛ بیا نو په غړیدلو سترګو ګورو چې مینه غیبي اور او د زړه ټکور دی. که زما په خبره شکمن یاست، نو راځئ چې د رحمان بابا له خپلې خولې څخه یې واورو:

چې د خدای له معرفته خبر نه ويهغه واړه که بیدار دي، هم ویده دي

صفا سوتره خبره خو همدا ده چې د حُب «مینې» کلمه ۷۶ ځلې په قرانکریم کې یاده شوی او پیغمبر (ص) د انسان زړه، د مینې مرکز بولي او فرمایي: { اَلْـمَرْءُ مَـعَ مَـنْ أَحَـبَّ - سړی به له هغه چا سره حشر کیږي چې مینه ورسره لري}. عشق او محبت دواړه عربي الفاظ دي، مګر توپیر یې دا دې چې له عشق سره جنسي غریزه مل وي او محبت معنوي اړخ لري؛ لکه د خالق تعالی، مور پلار او له وطن سره مینه. د مینې پیل د سترګو له رپ سره تړلې او انجام یې ډیر کله نامرادي او د زړه ماتیدل وي؛ خو چې په وصال ختمه شي هلته بیا هر لوری دلبر او دلبري وي. ارواه پوهان وايي: که مينه کول عذاب دى، نو له مينې څخه محرومیت بيا سوچه مرګ دى. دائرة المعارف لیکي: د مینې لوی لامل د حُسن کرشمه، د شخصیت اغیز او د طبیعت رنګونه دي چې شعور تخنوي

مشهور څیړونکی، سلمان ابوصالح د میینانو د ورځې د نمانځنې په اړه وايي: ستونزه زموږ په فهم او برداشت کې ده چې عقیده او کلتور په یوه تله تلو. رومي راهب، ولنټاین خو په ۲۷۰ میلادي کال کې په دې تور ووژل شو چې د امپراتور د حکم په خلاف یې کلیسا کې پټې نکاح ګانې تړلې ترڅو ځوانان د عسکري خدمت څخه بچ شي. نو د یو پادري زړورتیا او بغاوت زموږ له عقیدې سره څه تړاو لري. د یو منلي واقعیت په توګه، د ولنټاین ورځ د لویدیځې نړۍ کلتور او د ګټې وټې یوه پلمه ده چې په دې ورځ د ملیاردونو ډالرو سود سودا کیږي. ولی موږ ډیر ناشنا مخلوق یو؛ ډالر، د ټایټینک فلم، آیفون، برګر او پپسي مو خوښیږي، خو د مینې ورځ اونیکټايي راته صلیب ښکاري. د جومات په لومړي صف کې ناست سپین ږیړي مو غرب ته ښیراوې کوي چې: یا الله ته یې تباه کړې، خو په وروستي صف کې ناست د دوئ اولادونه دعاګانې کوي چې په خیر مو ور ورسوه.

عزیزانو! (څوک چې خوب کوي، میښې یې نر کټي زیږوي) شکر دی چې د خوبونو سیزن له خیره تیر شو. چا د آدم (ع) سره په ټلیپون کې خبرې وکړې، چا ته د حوض کوثر سندونه حواله شول او ځینو ته حضرت پیغمبر صیب په خپلو مبارکو لاسونو پګړۍ وتړلې او جنډې یې ورله ورکړې. مګر ښه خبره دا ده چې هیڅ چا فرغون، نمرود او ابوجهل په خوب کې ونه لیدل. زه نن سهار وختي د کافي/ قهوې دکان ته ننوتم، دروازه یې په سرو پلاستیکي ګلابو کې پټه وه، هره خوا سرې پوکڼۍ وې، کاریګرو سرې خولۍ په سر کړې وې، پیالې سرې وې او چاکلیټونه هم تک سره وو. په مخامخ دیوال لیکل شوي وو: «Love Is Life - مینه ژوند دی». نو ماته بې اختیاره خپل مینه ناک ځوانان را په زړه شول؛ مال لټه یې وکم چې ستاسې پلو ته د سرو ګلابو او رنګینو خوبونو څه خبر مبر شته کنه؟ 

نور مو سر نه خوږوم؛ که دې همدې دیوال همدغه خبره، د کاڼي کرښه وګڼو چې مینه د زغم، مننې او پخلاینې انعکاس دی؛ نو یقینا چې ژوند به مو ډیر ښکلی او سپیڅلی شي. او لا به ډیره غوره وي که موږ هریو، د زړه په ایلبند کې د مینې کیږدۍ هسکه او د کرکې ټغر ورڅخه ټول کړو؛ ترڅو د ژوند له خوږو خوند واخلو او حوض کوثر ته لاره ومومو. ربه ! ته مې زاړه ایمان ته خیر کړې. ------------------------

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

-
بېرته شاته