(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه نه ورځم كوڅې پورې

[07.Dec.2016 - 21:14]

سیف الرحمن سلیم
زړګيه صبر شه زه نه ورځم كوڅې پورې
رنګ رنګ خبرې به بيا كېږي په هغې پورې

پيغلې ته وايه چې لږ خيال د لوپټې ساتي
ريخه يې رسي چې د پلار نيكه شملې پورې

سترګې مې وشرمېږي ودرېږمه بېرته راشم
لاړمه راغلمه څو څو ځلې كعبې پورې

واعظ خپه دې د چېړلو يې څوك پاتې ندى
سترګې يې سرې وې چې مې راغلو جنازې پورې

الله دې مل شه چې ملا به درنه څه جوړي
ما خو ته راوستې بچيه مدرسې پورې


پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي
د مغلو سيلاب يوړل لكه خلي

زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لكه ما يې چې وي پلار نيكه وژلي
دې نه زياته خاموشي به نوره څه وي؟
چې موجونه هم روان دي غلي غلي
عجيبه ده محبوبا غېږه كې غواړې
او، لاسونه دې خپل شاته دې تړلي
قافله خو دې راونه وي منزل ته
سپيو تل دي لاروو پسې غپلي
باور نه لرم په خپلو ريبارانو 
دا قاضيان وي د خبرو هلته غلي
چې په كومه لاره ځم خلك مې وژني
لوى واړه يې دي د كلي لمسولي
ما په دار كړه چې منصور خلكو ته ياد شي
مودې وشوې څوك په دار ندي ختلي
Saifur Rahman saleem 

-
بېرته شاته