(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د واکمنو لوړه

[27.Dec.2016 - 23:03]

محمود نظری طنز

د واکمنو لوړه

موږ ددولت ټول کارمندان غلا ته یو چمتو

 خلک له لوږې مړي موږ خورو کابلي منتو

غلي یو  تر هغه وخته چې د لالا ږغ سي د توتو

لکه چرګان لوڅي پښې تر وارسا ډهلي ځغلو

 ***

د کور له خاوند سره چې دغله ګټه سي شریکه- سي ګړبړ

دنا پوه سره چې دپوه پوهه سي شریکه -سي انجړبنجړ

دوه بدل فکرونه نه سر ه ګډیږي مګر په زور دسیاست

د ډول نسي او وچ کولمو  چې کولمه سي شریکه – سي غرپړ

 

له شخصي غوښتنو څخه د  وحشت دولت جوړیږي

د پوهانو اوغلو   دڅوکۍ د وحدت مشر باید – سي اجړ

ددوو نرښځکو  سیاسي واده هیڅ پایله نه لري

دهغو زوی چې پیدا  هم سي نوم  یې له اوله-  سي اړودوړ

 

د وحدت ښه نوم د خاینانو دلاس سوې ده ښه اله

ددوی د درواغو  وحدت دولسي خلکو دپاره  -سي ربړ

په ملي وحدت کې یو د بل خاین ملګری لیري کولای نسي

چې د وحدت نوم  په کې وی دخاین  به ختم- نسي کړوبړ

تر هغه به ځاني کثافت د  ملي وحدت په نوم یادیږي

  له شف شف تیرسو   که له اشغاله وطن ازاد - سي بشپړ

 ټول یو مسلمانان باید یو مو امام یو مو  سي ماجد

اوس دکور هر کنج کې مندر لرو خود مو ملا -سی بامبړ

 لومبړ  ( لکه کیدړه حیوان او کم عقل)، نابړ( بی تعذبه)، ګربړ( ګډوډی)،بامبړ( دهندو  پندټ)، ربړ( کړاو)،کړوبړ( ډبدبه)، جمبړ( زړې جامی ). اجړ (بیزووان) توتو ( دچرګانو دراغوښتلو ږغ) 

خاین ته نوې سزا کشف سوه

پنځه یي ګانې یې لا زده نه وي خبریال سي

 لا پنځه پټکې یې زده  نه وي سیاستوال سي

چلي غټګوپه دې ملک کې ښه مزې وکړې

 د ښه غله زوی لا د مور به نس کی ډګروال سي

 ساده پټانان  په دې ښارکې کله دوام کوای سي

  یوازې مور ازاره  لوچکان  دلته لازوال سي

 په لویوغټو خبرو خلک دلته اوس چاغیږي

 کوچنی  کیسه بر  دلته کله  لوی کوټوال سي

 چې په حمام کې ږغ خپل یو واري واوري

سبا بیا تلویزیونو کې پتلون څیري قوال  سي

 پيسه ډالر دلته په واکمنو  ډیرښه لګیږي

  پوخ واسطه دار مو  اخیرنسلي واکوال سي

 تر هر څه ساز او موسیقي ډیره وده کړې

ښه سازي دلته تر ټولو ښه چغنیوال سي

هغه  ټګ پر مخ ځي دې ښه ودان وطن کې

 چې هر ه ورځ یې  له مشره سره جنجال سي

هغه چې دې وطن ته تر پردو غلو ښه غواړي

 زموږ واکمنو ته  هغه طالب یا  ترهوال سي

هغوچې زموږ وطن سم و پلور او ویجاړ کړ

هغه دامریکا لخوا زموږ غټ پازوال سي

هغه چې بیګناه تر ټولو بیخی ډیر مړه کړه

 هغه اخیر ارشد مشاور وزیر یا ښاروال سي

  دښځو او سپین ږیرو حقوق دلته خوندې دي

 ځکه لوی  لواط او زناکار  اول مرستیال سي

 دیموکراسي ده  واکمن هر څه کولاي سي

 باید هر کارمند دخاینانو غوړه مال سي

 کنه خدای دي ساته  د مرستیال له زاړه متاره

   وايي په لسو متارانو  د بدو دبدبه کله پایمال سي

 خوشحاله وم دخیره  یوخاین بهر  محاکمه سو

 خبرنه وم خلکو  ته لا  ښه د هغه دسپي اعمال سي

 مشر وایي هغسې خاین ته خدای ورکوي سزا

ولي زما ګران خاینان ناحقه اوس سر بدال سي

یو وار اوازه سو ه څنګه محاکمه خاینان سي

  ښه جزا ده که د وستم اوباډیګاردان یې فعال سي

 دا ډاډ  درکوم خیانت له دې وطنه ورکیږي

که یو  وار دا نوې سزا  ونیول په نیک  فال سي

 د خاین د کالو ځای به ونیسي  ټیمي پرتوګان

 ان دارګ سینګاریان به اغوستی  ترپال سي

ددې  ښه مرستیال  بله ګټه نسته بیله دا

دا کار به وړونکی  د اسکار جایزې د کال سي

 خدای دی ان خاین د اخیري  برچې ساتي

 په دې سزا به ټو ل خیانتونه دلته ډوکال سي

 نوم به په دې کار د مشرانو ډیر  والامقام سي

 ځکه مشهور  به یې ابتکار داول مرستیال سي

 ټول خاینان به له وطنه په یو تراټ وتښتي

په بل څه ولس خوښ نسو په دی به خوشحال سي

دا ډول طبیعي سزا په دنیا کې ښه ابتکار دی

  ډبل متفکر به باچا او دهغه اول مرستیال سي

 دارګ هغه نارینو ته چې سینګار کوي په کار ده

چي له  دوستمه ساتونکی دخپل مالاومنال سي

چغنیوال ( نداف ) ډوکال(قحط)

-
بېرته شاته