(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوږ دی ماته ملک زما

[28.Dec.2016 - 00:41]

چې دې وس د بدو نه وي
 څه به ته څه به دې ښه وي
توبه هله له شرابو 
چې شراب درته پراته وي

چې بوډا شې خوله کړشپه
بیا توبه توبه د څه کړې
هغه ښه له بدو بد وي
له نا کامه چې ته ښه کړې
غني خان

ملا ناست دی تکړو شکور ته
وی رندانو ته خراب
غریب څه وکړي جومات کې
نه معشوق شته نه شراب

خوږ دے ماته ملک زما خوږ تر کل جهان 
زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 

وينه ده تاوده زما رګونو کښي د ننګ 
سر که مي قام غواړي زه به ئي نه کړمه په ځنګ

زور دے ماليدلے هم د توپ هم د تفنګ
زور مي د غيرت دے د همه زورونو ځان

زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان 
سر ځه د سپي سر وي چي فدا نه شي په قام 

نر ځه شځونه وي چي شيدا نه شي په قام 
نوم ناموس ئيي ځه وي شي ئيي نوم وي د غلام 

دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان 
زه به ځم په جنګ د قام زه چي شمه ځوان

-
بېرته شاته