(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‌‌‌‌‌‌ډیر اباندې ګران یې

[28.Dec.2016 - 00:42]

ډیر راباندې ګران یې خو اوس ستالیدل ګران شوي دي
یاره مهربانه چې دا څه درباندې شوي دي
ته دژمي لمرشوې په آسانه ښکاره کیږې نه
سترګو ته نظر شوې خو په سترګو لیدل کیږې نه
ستړې شولې خولې په تپوسونو پیدا کیږې نه
سحر که جادو دی که ټوټکې درباندې شوي دي
ته دښاره ووتې دنرخه چې ونه وځې
داګوره سراب دی فکرو کړه چې تیر نه وځې
شپه ده تروږمۍ ده تیندکونه چې تیر نه وځې
ته دآسمان ستوری شوې آسمان ته رسیدل ګران دي
ته دهما سیوری شوې ستا لاندې دریدل ګرا ن دي
ته یوداسې خوب شوې چې تعبیر یې اوس کیدل ګران دي
ځکه په کتومې دادوه ستر ګې څلورشوي دي
ته دحاسدانو دحسده پروا مه کوه
سترګه دسبا شه نوره ترهه دچا مه کوه
هم دنظر بازو له نظره پروا مه کوه
داسې سپیلني په خروارونو لوګي شوي دي
زه ستا د سترګودخوږې مینې پوروړی یم
ستا دمحبت دلوی دریاب یو نیزوړی یم
ډوب په تصور کې دې خبرې ته سوچ وړی یم
لږ خو ما خبر کړه چې دا څه راباندې شوي دي

-
بېرته شاته