(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبصیر بیدار ستوري

[07.Jan.2017 - 13:44]

Basir Baidar Stori Poetry 
په ویښه چې څه ووینم خوبونو کې راځي
هغه مي د زړه کور ته په خیالونو کې راځي

ګلان ورنه شرمیږي ټول له مخي سلامي شول
جانان چې بڼ ګرځي په  ګلونو کې  راځي

هغه  ټولي خبري پخوانۍ راته یادیږي
قیصي د وړوکوالي مي سوچونو کې راځي

سیلاب یې د غربت کور په اوبو باندي لاهو که
کړکۍ او دروازي یې په سیندونو کې راځي

ګودر به ییا اباد شي او منګي بیا ګ‌‌‌‌‌‌ډيږي
د مستو پيغلو شور به ګودرونو کې راځي

اخر به یوه ورځي د راتلو زیرې یې راوړي
دا آمن خو به یوه ورځ په کلونو کې راځي

حجري به شي ابادي او منګي رباب به ګرم
نغمي به یې د میني په سازونو کې راځي

بیداره هر ارمان پوره کیدل به درته ګران شي
ارمان به دي تش خیال په امیدونو کې راځي 
بصیر بیدار ستوری
••••••••••••••••••••


بدله زمانه شوه که بدل شولو وختونه
څوک مري په کې د لوږي د چا ‌‌‌‌‌‌ډک شولو جیبونه

پرون چې چا د کلي نه په زوره وو شړلي
نن وایې د ملک کره مي وتړل آسونه

په چور او په تالان یې محلونه ځان ته جوړ کړل
جونګړه د غریب باندي یې بل کړله اورونه

دا څنګ مسلماني ده او دا څه رنګه جهاد شو
چې وژني انسانان او غوڅوي ورنه سرونه

څوک داسي زوراور شي د هوس په لیونتوب کې
په زوره به نکاح کړي د بی وزلو خلکو لوڼه

پخوا چې یې سورلۍ لپاره خر موندلي نه شو
ولاړ یې دي په کور کې اوس بي شماره  موټرونه

نه علم نه تعلیم شته سفارش او رشوت ‌‌‌‌‌‌ زور دې
پيسو باندي خرڅيږي د دولت  مهم پوستونه

د کوم عمل یې وکړمه غندنه دومره ‌‌‌‌‌‌ډېر دي
بیداره  ‌‌‌‌‌‌ډېر پري ولیکه  همدغسي شعرونه
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••

نوی کال
کال به بدلیږي  وخت تیریږي خو مونږ نه بدلیږو
خلک دي ستورو کې اوسیږي خو مونږنه بدلیږو

دنیا بدله شوه اوس جنګ اقتصادي روان دې
زموږ به تل ویني تویږي  خو مونږ نه بدلیږو

موږ پښتانه یو مونږه ځان وژنو د بل له پاره
که مو خپل کور په کې ورانیږي خو مونږ نه بدلیږو

موږ اتفاق په دي کوو چې اتفاق به نه کړو
که بیا هرڅه راته پيښږي خو مونږ بدلیږو

څو ورځی ژوند دي خو هغه هم  دشمنۍ کې تیر شي
عمر مو ورځ په ورځ  کمیږي خو مونږ نه بدلیږو

په دي سوکړه ځمکه به بیا اسمان  ‌‌‌‌‌‌ډېر وژاړي خو
باران د رحم به وریږي خو مونږ نه بدلیږو

بیداره هرچا دبدلون  بدلون ناري وهلي
له مستۍ ټول ورته ګ‌‌‌‌‌‌ډيږي خو مونږ نه بدلیږو
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••

ما د مودو نه ستا دحسن انتظار وکړ
تا  د رقيب سره په نيمه خوله اظهار وکړ

د محبت د سپرلي ور کې مي ګلونه شيندل
ستا قدمونو په راتلو ترينه انکار وکړ

 ماورته زړه ورکوو زړه کې مي ساتله مينه
هغي بي رحمه په زړه سم راته ګوزار وکړ

په خوږه خوله دي زهر سم زما په مخ وشيندل
څومره نادان ووم ما په تا باند ي اتبار وکړ

زما د ژوند سندره لاړه مشهوره شوله
چا دعاګاني راته وکړي چا ازار وکړ

اخر به مات شي د نفرت زنځیر دميني په زور
د محبت زيرې که بيا چا په بيدار وکړ
بصير بيدار ستوری
••••••••••••••••••••

ستړی شوم منزل ته رسیدل ګران شول
نه رسم دیدن ته یې ورتلل ګران شول

نه پوهیږم بیا راته یادیږي ‌‌‌‌‌‌ډېر 
زه یې هیروم خو هیرول ګران شول

‌‌‌‌‌‌ډېر مي قسمونه ورته وکړل خو
نه یې مني نور قسم خوړل ګران شول

ځم به یې د چم نه چرته لیري  ‌‌‌‌‌‌ډېر
دي کلي کې ماته اوسیدل ګران شول

ویني ویني کرښي ترینه جوړي شوي
ښپي  مي شوی تڼاکي ګرځیدل ګران شول

شونډي مي ګنډلي سترګي هم  ګنډم 
کفر شول ویل او هم لیدل ګران شول

‌‌‌‌‌‌ډېر دي خپل نصیبه ژړء ولی  یم
ژوند کې دي بیداره خندیدل ګران شول
بصير بيدار ستوری
••••••••••••••••••••


په جنګونو کې را لوی شو په جنګونو کې روان یو
دا مو برخه ازلي ده ، بد نصیبه افغانان یو

د پښتون په کور جګړه ده ، څو لسیزو نه اوږده
ته ما وژني زه تا وژنم ، موږ دخپل ځان دشمنان یو

زه او ته به بربادیږو ، چې په خپل منځ کې جنګیږو
موږ بیا وایو پښتانه یو ، مونږه څومره هوښیاران یو؟

نه مو علم ، تعلیم وکړ ، نه مو کسب وکمال زده که
خو دجنګ په هر میدان کې ، مونږه لوی پهلوانان  یو

جنازي به پورته کيږي ، ویر ژړا به پسي کیږي
که دا حال دپښتنو وي ، موږ به تل په ویر دځان یو

نور قومونه ترقي کړي ، یو د بل سره سیالي کړي
موږ به وروسته پاتی کېږو، ،مونږ به تل خپلو کې وران یو

خدای لپاره سره یو شۍ ، پښتنو لاسونه ورکړۍ
که یو نه شولو ورکیږو ، موږ به "پاتي په میدان "یو

د نفرت په اور کې سوزو، په غيرت له ځانه تير يو
صرف دميني نه منکریو ، نور د هر څه باتوران یو

دبیدار زړه را ‌‌‌‌‌‌ډکيږي ، نم له سترګو یې څڅیږي
دا د کومي بلا ښکار شو ، مونږه پاتي حق حیران یو
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••


د ځان نه تښتمه خپل ځان راپسي منډي وهي
ارمان مي دادې چې ارمان راپسي منډي وهي

چې ليونې شوم لوی واړه مي اوس په کاڼو ولي 
ځکه د کلي ماشومان  راپسي منډي وهي

څنګ به تري خلاص شمه بلا ‌‌‌‌‌‌ډېر دي او ټول غپيږي
الله دي خیر کړي سپي د خان راپسي منډي وهي

پخوا به ما  منډي وهلي د جانان له پاره 
‌‌‌‌‌‌اوس ‌‌‌‌‌‌په بدل کې مي جانان راپسي منډي وهي

په بسم الله تري ځان ساتم چې یې په شر وانه وړم
بیاهم د کلي شیطانان راپسي منډي وهي

ما خو سړه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ دخیر وړله خپل وږي ورور ته
د غلا په تور اوس لوی کاروان راپسي منډي وهي

زه ورته ګوته شوم په خوله ورته حیران ودریدم
پردی لا څه کړي چې خپلوان راپسي منډي وهي

بیدار په منډو منډو ستړې شوم په ځای ودریدم
دوي ستړي نه شو هر زمان راپسي منډي وهي
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••

چې مين شي سړی ووایه چې څه خوري ؟
بس په مينه کې به ټول عمر خپل " زړه "خوري

د خيټو سړي به څه صبر او زغم وي
چې ‌‌‌‌‌‌شي وږې نو دوه  دري په " تناره "خوري

اوس د ښو بدو توپير پکي ورکیږي 
خر د آس سره په یو " اخور " واښه خوري

چې په خوله یې اعتبار کله ونه کړي
قسمونه چې په هر کار کې "پاخه "خوري

دا شور څه دې ؟ دا چې بيا خلک را‌ټول شول 
دغه" شور" به زما ټول عمر ماغزه خوري

چې "بیدار" په میلمستیا کلي ته درشي
بل څه نه خوري د سوکړک سره سابه خوري
بصير بيدار ستوری
•••••••••••••••••••

داچې شليدلي جامي ګرځي دغربت د لاسه
دوي خو به هم د ښکلی ژوند ارمان په زړه کې لري

هسي په خوله وایي مين نه يم ، ساده سړی يم
هر يو انسان مينه کوي جانان په زړه کې لري

چې په جار وایې زه زاهد يم د شيخۍ دعوه کړي
ښکاره زاهد ، په پټه لوی شيطان په زړه کې لري

څوک چې د ژوند لپاره ژوند غواړي او ژوند خوښوي
هغه د  ژوند خواږه د ټول جهان په زړه کې لري

هغه به کله هم قاتل ، رهزن، ‌‌‌‌‌‌ډاکو جوړ نه شي
چې وي ريښتينی مسلمان ايمان په زړه کې لري

دا چې دجنګ لپاره جنګ غواړي او سوله نه کړي
دا جنګ پرسته دي پردی وجدان په زړه کې لري

ټول پښتانه چې لر او بر داسي په چغو سر دي
هر يو پښتون د غم او درد داستان په زړه کې لري
بصير بيدار ستوری
•••••••••••••••••••

ته په ما باندي اباد یې ، زه په تا باندي اباد يم
پيښوره ته مي کور یئ ، زه کابل داستا بنياد يم

چې په ما سخته راغلي ، ما دا ستا لمن نيولی
اوس مي مه شړه له ځانه ، ټول د يو نيکه اولاد يم

دا چې لروبر ياديږو، زموږ "وينه کلتور" يو دې
ته په ما باندي ناز وکړه  ، زه هم وايم په تا ښاد يم

که اغيار هر څو کوشش کړي ، ما له تا ځني جدا کړي
زه له تا بيلدای نه شم ، د "پښتون په نامه "ياد يم

په جنګونو کې رالوی شو، په جنګونو کې روان يو
" ناپوهي" مو تباهي ده، دي عمل ته په فرياد يم

ته مي ورور يې زه دي ورور يم ، ته پښتون يئ زه پښتون يم
د دښمن په چال کې ګير شو ، ته برباد شوی زه برباد يم

محبت به وسيله کړو ، د نفرت "زنځير" به مات کړو
بيا به و ښايو جهان ته ، چې په مينه کې "فولاد "يم

زه بيدار دپښتون منځ کې ، د نفاق طرفدار نه يم
څوک خفه که خوشاليږي ، زه په خپل فکر ازاد يم
بصير بيدار ستوری
•••••••••••••••••••

ځۍ چې محبت وکړو 
جنګ ځني نفرت وکړو

تا چې وژنم ځان وژنم
لږ به قضاوت وکړو

جنګ به مو برباد کړي ټول
کار دشهامت وکړو

نه کيږي په جنګ کلي
سوله خپل عادت وکړو

يو وجود يو، يوه ، وينه
لاس ورکړو وحدت وکړو

وروسته به بيا لاس مروړو
سوچ که په خپل وخت وکړو

دا هم د دشمن دي چال
هر څه په سياست وکړو

خير به دالله غواړو
سوال به د رحمت وکړو

راشۍ مينه مينه شو
دي کې لوی همت وکړو

خپلو کې يو موټي شو
دغه شهامت وکړو

يو پښتون چې بل کنځي
څه خيال دعزت وکړو

څوک چې دا عمل کوي
دوی ته نصيحت وکړو

مياشت کې دروژي چې خپل
نفس پاک ، عبادت وکړو

داسي که ونه کړو موږ
ژوند به د ذلت وکړو

بصير بيدار ستوری
•••••••••••••••••••

د وخت په لا ر روان يم مسافر يم بي منزله
هميش ک‌ډه په سر يم مهاجر يم بي منزله

د ژوند په ستړو لارو مي سفر نه تماميږي
د شپي تيارو کې ورک شومه سحر يم بي منزله

پښتون يمه په  يو شاباشي خپله وينه توی کړم
بس نر يمه ، باتور يم ، دلاور ، يم  بي منزله

عجيبه شان دنيا ده چې  ژوندی يمه هم مړ يم
په لوږه ،تنده  نه يم  در په در  يم بي منزله

سحر ووزم له کوره خو تش لاس بيرته واپس شم
 د کار په تلاش ګرځمه. کارګر يم بي منزله

دا ژوند له مانه تنګ دې او که زه له ژونده تنګ يم
بيدار يم  که ويده  يم خو اکثر يم بي منزله
بصير بيدار ستوری
•••••••••••••••••••


ژوند ښکلی دې

په چا ښه په چا تاوان دي دغه ژوند
په ارمان  پسي ارمان دې دغه ژوند

په دنيا هيله د هيچا نه سر کيږ ي
ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېر زيات سرګردان دې دغه ژوند 

چې دچا نه تپوس وکړي حال دي څه دې
وایې بس ياره روان دې دغه ژوند

هر سړی له ژونده داسي ګيله من دې
ته به وايې سم طوفان دې دغه ژوند

څوک یئ تير کړي په مړه څوک په نهره
په چا ښه ‌‌‌‌‌‌ډېر مهربان دې دغه ژوند

دا دنيا دي سختو تنګو ته پيدا ده
هر ساعت يو امتحان دې دغه ژوند

ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېر ښکلی دې د ژوند خواږه ‌‌‌‌‌‌ډېر زيات دي
په بيدار ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېر ګران دې دغه ژوند
   بصير بيدار ستوری
••••••••••••••••••••••

 د وخت په لا ر روان يم مسافر يم بي منزله
هميش ک‌ډه په سر يم مهاجر يم بي منزله

د ژوند په ستړو لارو مي سفر نه تماميږي
د شپي تيارو کې ورک شومه سحر يم بي منزله
بصير بيدار ستوری
•••••••••••••••••••

نيمه شپه وه چې د خيال سلسلي راغلي
د ديدن او د وصال سلسلي راغلي

په سوچونو کې تر ليري ځايه لاړم
څه د فن او د کمال سلسلي راغلي

تفکر کې مي دځانه مجنون جوړ کړ
دليلا دخط و خال سلسلي راغلي

بادشاهي مي نيمه جوړه کړه په خيال کې
ناڅاپي پري د زوال سلسلي راغلي

يو رنګينه دنيا جوړه تصور کړه
پر ي د پاسه دجنجال سلسلي راغلي

دا د خيال دنيا مي هله شوه ويجاړه
چې د جنګ ، قتل او قتال سلسلي راغلي

چې بيدار شومه نو هوش مي سر ته راغی
خيال پلو نه وو دحال سلسلي راغلي
بصير بيدار ستوری
•••••••••••••••••••

يار مي وو خو يار مي په خوا نه راځي
ليري رانه تللی اشنا نه   راځي

ډيره موده وشوه چې جدا يو موږ
اوس يى هم سلام په هوا نه راځي 

داسي په ژړا ژړا کې پوخ شومه
‌‌‌‌‌‌نور راته هيڅ چل د خندا نه راځي

وخت سره ملګری ځه او خيال کوه
وخت که درنه  لاړه په شا نه راځي

چا ويل  د تيارو پسي رڼا راځي؟
لا خو توره شپه ده سبا نه راځي

زه د وخت په ژرندو کې دل شوی يم
نور دسختو تنګو پروا نه راځي

ومنه بيداره ! چې ځواني لاړه
اوس  هغه ځواني بيرته بيا نه راځي
بصير بيدار ستوری
•••••••••••••••••••

د رنګونو په دنیا کې ، څه بي رنګه زنده ګي ده
ژوند د هر چا خواروزار دې ، دا لا څنګه زنده ګي ده

نه ریښتینې محبت شته ، نه په چا کې صداقت شته
په دوکو ژوند تیرول دي ، څه بدرتګه زنده ګي ده

ژوند ژوندیو نه بيزار دې ، د قدرت عجیبه کار دې
چاته ژوند شاهانه ورکړي ، چا نه ، تنګه زنده ګي ده

څوک خوبونه په پالنګ کړي ، تل د خپل جانان په څنګ کې
څوک په خاورو کې ویده شي ، څه ملنګه  زنده ګي ده

جنګ زمونږه په نصیب دې ، جنګ په مونږ راتپل شوې
د هغو خو په نصیب کې ، بي له جنګه زنده ګي ده

اوس هغه سازونه نه شته ، د ژوند ‌ټول انداز بدل دې
څه بي خونده ژوند روان دې ، بي اهنګه زنده ګي ده

د سکون په لټه لڼه ، نړیوال کلي کې ګرځم
د بصیر بیدار نصیب کې ، ړنګه بنګه زنده ګي ده
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••

په یو مالت کې اوسي دیو بل نه ، نه خبریږي
شوه مینه په کې کمه خپل د خپل نه ، نه خبریږي

په رزق پسي  منډي دي سهر نه تر ماښامه
د ژوند په دي مزل کې څوک د زغل نه ، نه خبریږي

هر څوک په توبو سر دي خو قیصه مالومه نه شوه
څه وشو څه چل کیږي څوک د چل نه ، نه خبریږي

عجیبه ماشوړه ده سر یې هیڅ نه مالومیږي
اوږده دا مسله شوه څوک یې حل نه ، نه خبریږي

په نورلس کې روان یو لا تر اوسه مو شل نه کړه
بیداره داسي ژوند دې څوک یې شل نه ، نه خبریږي
بصیر بیدار ستوری
••••••••••

د وخت په بدلیدو سره بدل زما مراد شي
چې نه مي یادوو نو هم هغه راته رایاد شي

د میني اندازه به یې د دي نه درته لګي
چې ویې ګوري مخ ته او زړګی دي پري اباد شي

جاهل چې دي قاضي شي او قاتل دي څڼه ور شي
کافر به درنه جوړ کړي او روا په تا جهاد شي

وطن چې یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره بي شرمۍ خراب تراب کړ
هماغه  قهرمان شو او اتل به د هیواد  شي

انصاف ګوته په خوله شو او دحق خبره ګونکه
خاین چې دي رهبر شي زنده ګي به دي برباد شي

چې تور په کې سپينږي اوسپين سل رنګه توریږي
مظلوم په کې بندې شي او مجرم په کې ازاد شي

بیداره چې له ببخه یې بنیاد کچه او سپک وي
هغه مانړۍ نړېږي چې کمزوری یې بنیاد شي
بصیر بیدار ستوری
••••••••••••••

څپي څپي د بحر کنارو نه لیري ځي
سکون مو د ژوندون د دایرو نه لیري ځي

لمبي لمبي وختونه  مو د زړه په کور تیریږي
لوګې لوګې وجود مو د ایرو نه لیري ځي

په زړه مي څه چل کیږي دا فریاد اوریدی نه شم
غوږونه مي د درد  د اوریدو نه  لیري ځی

په نیمه شپه راپاڅیږم د ژوند غمونه شمارم
خوبونه مي د سترګو د لېمو نه لیري ځي

دا ځمکه ده په منډه او که وخت په  منډو شوی
په منډه منډه ځمکه مي د ښپو نه لیري ځی

په شګو کې مزل دې خپل منزل ته نه رسیږي
د ژوند په اوږو بار شي قافلو نه لیري ځي

یادونه یې دي پاتي او  د کلي نه روان شو
دي چم ، کلي ګاونډ او دي کوڅو نه لیري ځي

بیداره سپينو اوښکو یې پر مخ کړي لاري جوړي
شوي کرښي کرښي ، کرښي اننګو نه لیري ځي 

بصیر بیدار ستوری
••••••••••

یو رڼا راته دلیري نه ښکاره شي
چې نزدي شم رڼا ورکه شي تیاره شي

چې دردونه په سینه کې را ایسار کړم
خولي له راشي یوه چغه شي ناره شي
بصیر بیدار ستوری
••••••••••••••

نور قومونه پرمحتګ کوي روان دي
خو افسوس چې پښتانه خپلو کې وران دي

نړۍ ورسیده ستورو کې اوسیږي
دوی اخته په دشمنۍ کې د ‌‌‌‌‌‌ډيران دي

نه د زده کړي طلبګار وي نه دعلم
خو چې جنګ وي په لښکرو ور روان دي

خلک ژوند کوي د ژوند په راز پوهیږي
دوئ له ژوند نه بي خبره د خپل ځان دي

د غربت څادر یئ غاړي نه راتاو وي
 نور څه نه وي صرف د خیټي نوکران دي

په هیڅ حال کې اتفاق ته غاړه نه ږدی
تل په خپلو کې د یو بل دشمنان دي

چې بیدار نه شي له خوبه دا به کیږي
دوی د خپله لاسه تل څيري ګرېوان دي 
بصیر بیدار ستوری
••••••••••••

ستا له ما او زما ستانه ګیله کیږي
دهر چا اوس د هر چا نه ګیله کیږي

د دنیا څه عجیبه غوندي قانون دې
د غریب د وخت بادشاه نه ګیله کیږي

زوی دپلار نه مره ور دې ورورله وروره
د نمسي د خپل بابا نه ګیله کیږي

چې د حق په وینا ژبه یې ګونګۍ شي
ستا به خود د هغه چا نه ګیله کیږي

چې په کال کې یې سلام کلام رانه شي
په همدي مي د اشنا نه ګیله کیږي

په رشتو کې هم ګیلي میلي پيداشي
د خوري تل د ماما نه ګیله کیږي

په غو سه  یې  راته  وویل  بیداره
په ریشتیا مي نن له تا نه ګیله کیږي
بصیر بیدار ستوری
••••••••••••••

د زړه کور کې د چا نازک خیالونه لټوم
چې ورک دي رانه هغه تصویرونه لټوم

ګلونو پسي ګرځمه ګلبڼ کې د ګلونو
د ښکلي یار د مخ په کې رنګونه لټوم

چې مینه یئ په زړه کې وي نفرت ورپکي نه وي
اشنا په دغه ښار کې داسي زړونه لټوم

چې فخر د پښتون شي پښتانه سره يوځای کړي
پګړۍ ته باچاخان په شان سرونه لټوم

د نیا په جنګ اخته ده مونږه هم سوځو په اور کې
د امن په کې بل څو مشالونه لټوم

دعلم  پلوشي چې یې نړۍ ته یو مثال شي
په دي خاوره د داسي ځوان فکرونه لټوم

خوشبو چې یې د امن د سپرلي بادونه راوړي
 ً بیدار ُ ورته ولاړ داسي ګلونه لټوم
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••

خوبونه  د انسان په خپل اختیار کې کله نه وي
سوچونه هم د خپل ځان په مدار کې کله نه وي

د کلي په ورشو کې د ښایست سپرلي ګل شوي
ښکلا بیا د سپرلي  په دغه ښار کې کله نه وي

چې حسن سینګارشوی د قدرت په ابتکار وي 
 د جسم  حقیقي ښکلا سینګار کې کله نه وي

که هر څومره اوچت شي خو میوه نیولي نه شي
د یو موسم میوه خو په چینار کې کله نه وي

فطرت چې یې دحسن رنګ ته څومره ښکلا ورکړي
سکون چې یې تالاشي خوند بهار کې کله نه وي

په شونډو چې رانه شي او په زړه کې دي میلمه شي
بیداره دغه خوند دخولي اظهار کې کله نه وي
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••

د چا خواږه یادونه مي خوبونه تښتوي
ارمان مي‌ د ارمان  نه امیدونه تښتوي

دخپل فکر او سوچ نه مي ګیله هله پيدا شي
چې ذهن نه مي وخت په وخت شعرونه تښتوي

دا ځیني شاعران کله اخته په دي مرض شي
د خولي نه به راوتي ستا لفظونه تښتوي

چې چور تالان شروع شي د فساد په ادارو کې
څوک یوڅه څوک به بل څه څوک میزونه تښتوي

په یو نظر کتو به دي زړه ټول ځان سره یوسي
ښکلا یئ  دومره زور لري چې زړونه تښتوي

ټوپک به لاس کې درکړي او قلم به درته مات کړي
دعلم دښمنان بس کتابونه تښتوي

انسان ن نه جوړ حیوان شي دعزت پروا یې نه وي
چې څوک حوس لپاره ناموسونه تښتوي

بیداره په سرونو تجارت دې شروع شوی
قاتل به شي د مړو نه سرونه تښتوي
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••

زړه رانه څه غواړي خو اظهار کولی نه شي
میني نه منکر شي خو انکار کولی نه شي

پټ به ځان سره تمیز د ښو او بدو وکړي
خو کله حق خبره څوک په جار کولی نه شي

کلې  يئ خوښیږي او د ښار له شوره تښتي
اشنا اوس دلته ژوند ددغه د ښار کولی نه شي

په لافو به دنیا ټوله په سر باندي راواخلي
چې وخت دعمل راشي هغه کار کولی نه شي

دا ځیني خو په خپله ځان باتور دزماني کړي 
 د ویري نه په خپل دشمن ګوزار کولی نه شي

میوه د هر یو بوټي خپله ونه کې پخیېږي
بیکاڼی نه څوک طمع د انار کولی نه شي

زما د لاسو نښي یې په زړه پوري نیولي
خو نه پوهیږم خوله باندي اقرار کولی نه شي

تلوار مي دې چې راشي سوله امن په وطن کې
نور صبر په دي لاره کې بیدار کولی نه شي
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••

څاڅګي څاڅکي لوی دریاب شي
ورسره مل چې سیلاب شي

دغربت په کلي راشي
غریب بیا خانه خراب شي

چې دظلم داستان اورم
زړه زما کباب کباب شي

ټوپک لاس کې راته راکړي
لاس نه لري مي کتاب شي

د بارودو په لوګو کې 
رانه ورک مخ د ګلاب شي

غم زموږ په برخه شوی
خوشالي دده جناب شي

چې دچا نصیب کوټه شي
ښه یې بدو کې حساب شي

په نشو چې څوګ اخته شي
ژوند یې ‌ټول عذاب عذاب شي

څومره ظلم چې ‌‌‌‌‌‌ډېریږي
ترینه جوړ بیا انقلاب شي

بیدار وایې وخت نژدي دی
وخت به ستا د احتساب شي
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••
‌‌‌‌‌
ډېري ژړا نه یې دسترګو نه لمبي ووتي
چې یې د کلي نه څو غبرګي جنازي ووتي

د درد په کورکې  یې په اوښکو روژه ماته کړله
د وږي نس نه یې یو څو کو کي تیري ووتي

قيصه اوږده وه خو قیصه بې هیڅ کولی نه شوه
سلګو نیولی وو د خولي نه یې توبي ووتي

اه د مظلوم ورته هیڅ نه ښکاري پروا یې نه وي
که ورته هر څو د مظلوم د زړه ښیري  ووتي

دغه تضاد دې چې څوک ژوند کوي څوک ژوند تیروي
د چا محل د چا کیږدۍ کې یخي شپي ووتي

په خوله یې هیڅ نه ویل سترګو یې ټول حال ووایه
اوښکو سره یې ښکلو سترګو نه ګیلي ووتي

" بیداره "ساندو کې به خوند د اتڼونو څه وي
 چې د  رباب نه د پښتون د ساز نغمي ووتي
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••

یاوخت راباندي ړوند شو یا دنیا سترګي ړندي کړي
یا بخت زما خراب شو يا اشنا سترګي ړندي کړي

امسا مي ټکوله  له ګړنګه نه ګوزار شوم
دا لار کنډ و کپرو ده که امسا سترګي ړندي کړي

تا نه ویني چې تل د مرګ او ژوند په برید ولاړ یې
پښتونه ستا په حال باندي هر چا سترګي ړندي کړي

تل ګوري دروازي ته د زوی لار څاري په سترګو
هغي خواري بو‌‌‌‌‌‌ډۍ ته خو ژړا سترګي ړندي کړي

هر ځای میدان دجنګ شو امن لیری رانه تښتي
لوګو کې د بارودو مو هوا سترګي ړندي کړي

د ظلم انتها چې یې اسمان ته لاره وکړه
سپوږمۍ تندر نیولي ده فضا سترګي ړندي کړي

انصاف به په کې نه وي او تیری به په کې زور وي
د خپل ولس په حق چې هر باچا سترګي ړندي کړي

بیداره ټول یې ویني خو څه نه وایې ګونګي شي
د ‌‌‌‌‌‌ډېري بي حسۍ نه یې بینا سترګي ړندي کړي
بصیر بیدار ستوری
•••••••••••••••••••

اې خدایه څه به کیږي

حالاتو ته چې ګورم ورځ تر ورځه خرابېږي 
ای خدایه څه به کیږي
له جنګه شولو ستړي او لا جنګ پسي اوږدیږي
اې خدایه څه به کیږي 

منزل دې رانه ورک د ورک منزل پسي روان یو
مونږ څنګه انسانان یو
دنيا طلب د علم کړي موږ علم سره وران یو
مونږ څنګه انسانان یو
مونږ تل اخته په ځان يو بس یو وینه ده توېږي
اې خدایه څه به کیږي

طالب ښه په مستۍ وو اوس داعش پکې پيدا شو
اخته په څه بلا شو
د جنګ نقشه بدله شوه خودکش په کې پيدا شو
اخته په څه بلا شو
بمبار کې د ناټو هم بي ګناه خلک مړه کیږي
اې خدایه څه به کیږي

پښتون وایې چې زه یم هزاره  وایې چې زه یم
تاجک وایې چې زه یم
ترکمن مورچه کې ناست دي خو ازبک وایې چې یم
تاجک وایې چې زه یم
افغان له نومه تښتي په اسلام هم نه جوړیږي
اې خدایه څه به کیږي

اسلام د امن نوم دې او په مینه یې تړون دې
قران مو ښه قانون دې
منم چې د کافر د لاسه خاوري مو ژوندون  دې
قران مو ښه قانون دې
خو بیا هم مسلمان د مسلمان سره جنګیږي
اې خدایه څه به کېږي

د ثور کود تاه نه چې د جنګ شوی اغاز دې
جهاد دې او محاذ دې
لکونه خلک ورک شول او د چا په کې کار ساز دې
جهاد او محاذ دې
څلویښت کلونه وشول جنګ روان دې نه ودریږي
ای خدایه څه به کیږي

دا سوال کوم له خدایه آمن سوله راله راکه
نور جنګ ورک په دنیا که
چې چیرته جنګ پرست وي هم هغه شیطان تباه که
نور جنګ ورک په دنیا که
بیداره امید شته چې دا دعا به دي قبلیږي
اې خدایه څه به کیږي
(بصیر بیدار ستوری)
••••••••••••••••••••

راشۍ وګورۍ اخته په چور تالان شول
فسادیان مو په ‌‌‌‌‌‌ډالرو سره وران شول

ښځی ، نر ځوانان ، واړه ، بو‌‌‌‌‌‌ډاګان ژاړي
په سرو وینو کې لت پت ‌‌‌‌‌‌ډېر ماشومان شول

بېرته شاته