(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[17.Jan.2017 - 22:10]

خدای درکړې درته څه ښکلې ځوانې ده
 د سور سپین دې اننګو کښې پریمانې ده 
دځوانې په قدر اوس کله پوهیږې 
دا دوره خو پاچاهي د  لیونې ده 
د ځوانې په وریځ کښې لمر لیدلای نه شې 
د سپرلې موسم هوا ده  بارانې ده
که په بیه یې خبره شوي سره زر دي
هم مستې ده ، هم دولت دی ، هم خانې ده
د غرور کيښتۍ دې سره پورې بار ده
خداې دې خیر کړې مخکښې لاره طوفانې ده
که له نن څخه يې شل کاله پس ګورې
 بل څه نه دې دغه ټوله پښیمانې ده
چې ځوانې مې عبس کړې پښیمان یم 
زما په ژوند کښې دغه لویه قربانې ده 
خوشبختان به د ځوانې نه ګټه اخلي 
دغه ورکړه یو نیم چا ته آسماني ده
په ځوانۍ کښې چې يې عظم وي کمزوری 
په ایمان کښې د ايمان بې ایمانې ده
صداقته ځوانې جهل او غفلت دی
بې عمله د مُلا مسلمانې ده 
 احسان الله صداقت . جنوري ۱۲ -۲۰۱۷ - سهار ۸:۴۵

 

-
بېرته شاته