(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دونیا

[23.Jan.2017 - 21:28]

د ګلونو  د وږمو  ده
دنيا ټوله د سړو  ده

دا به واخلم دا به واخلم
خو خبره د پيسو   ده،

موده پس مى اوليدلى
خوشالي مى د  کتو ده

دواړه پښى مى شولى وينى
د ژوند لاره د ازغو  ده

دا به داسى سپکه نه وي
لور او خور د پښتنو ده

دا مى ډيره خوښه شوى
دا جوړه وروره په څو ده؟

سپين سحر به د ژوند راشى
توره شپه په تيريدو ده،

حسينه ګل 

-
بېرته شاته