(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زړه اسویلې

[09.Feb.2017 - 21:40]

اجمل خټک په تلین د نورالبشر نوید د زړه اسویلې  

هغه تا چې څنګه پرېښى وم يواځي 
اوس هم هغه شان په لويه تمه ناست يم
اوس مې هم سترګې کچکول دي
ستا کچکول دی ګرځومه
ستا ارمان را ټولومه
خو کوم څيز چې په غوښتو شي په سوالونو
په دعا او په مخنتو صدقو چې څوک څه غواړي
نو زموږ پشان په لويه اسره ناست وي
که پالنګ نه وي, په ځمکه باندې ملاست وي
په دعا او په سوالونو جنت غواړو
او تخت هم په بخت غواړو
د مخونو د خالونو سوداګر يُو
د ګلونو د رنګونو جوارګر يُو
د نيکه نه تر دې دمه
زما د عمره سره سمه
ميرات شې غمه په خندا دې تېرؤمه

هغه تا چې څنګه پریښى وم يواځي 
اوس هم هغه شان لا ستا په وعده ټينګ يم
هغه تا چې راته وې چې وخت به راشي
دا زما د زړه صندوق به هر څه ستا شي
ته به وایې چې قيامت شو
ته به وایې چې محشر دى
دا ډايرۍ او کتابونه به ګويا شى
بيا به ومنې چې زه څومره رښتين يم
بيا به ومنې په تورو کې به سپين يم
شهبازان او ټپوسان به در معلوم شي
چې خوشحال کوم دى, بهرام کوم؟
چې بد څوک دى او بدنام کوم؟
د يو ژبې د يو لارې سړى څوک دى ؟
خو:
هغه صندوق دې لا خوندي پروت دى
او ستا لفظونه تالا بند دي
ملنګه دا وعده دې څه شوه
ښه ده چې ستا نه پوره نه شوه
چې ملامته درته زه نه شوم مئينه

هغه تا چې څنګه پريښى وم يواځي 
اوس هم هغه شان يک يو يم
سيورى نه لرم, لښکر نه
جنډه نشته دې, رهبر نه
ته به وایې شُتر مرغ دې سر ټومبلى
يخ نيولى, وېرېدلى, غلى پلى
ملنګان دې د خوبونو شهزادګان شو
په لعلونو جواري کړي
شاعران دې داسې داسې ورک د ځان شو
په خالونو شيرختى کړي
خټکان دې بې د تورې, بې د ډاله
بې جوابه او بې سواله
ارمان دې راغى چې ته نه وې
په اکوړي سپيلنى ګرځه
دا لېونى لېونى ګرځه
په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه

هغه تا چې څنګه پريښى وم يواځي 
اوس هم هغه شان ارمان يم
نه په خپلو پرهرونو کې ګل کېږم
نه مشال شوم چې بلېږم
نه مثال شوم چې يادېږم
زه هېرېږمه, هېرېږم
تا يادومه تا په ځان باندې راچُوف کړم
خو تيارې دي چې سپينيږي, نه ډوبېږي
دا په ما کې څه خلل دى؟
او که ستا په وظيفه کې اثر نشته
چې د ډېرو غوښو لوت يم
غټه لويه تنه شته خو
په تنه باندې سر نشته
ته به وایې بې سرونو پښتانهٴ يُو
موږ په خپلو کفنونو کې جيبونه دي جوړ کړي
خپل لاشونه خرڅوو هم
مړه ځانونه خرڅوو هم
د هډوکو کباړيان يُو
د خوشحال خبره موږ سره جوړېږي
''د مغل نه چې ميم لرې کړې هغه يم''
په دې سیلاب کې بشر نيسه
پيره منګُل مې په سر نيسه
د منګرو مارانو سیل مې په سر ځينه

هغه تا چې څنګه پریښى وم يواځي 
اوس هم هاغه شان ولاړ يم
په يو داسې جنګ کې ګیر يم
چې زما د سر په بیعه تمام نشو
ستا وطن ترې يو ذره په ارام نشو
هغه تا چې څنګه پریښى وم يوازې
اوس هم ځان سره روان يم
د لفظونو اولادونه پیدا کومه
د خپل زړه نه اوازونه پیدا کومه
لښکرونه پیدا کومه
هغه تا چې څنګه پریښى وم يواځي 
اوس هم هاغه شان ليکوال يم
او د ډوبو سلګو کال يم
خپله خاوره چې په وينو اغږمه
او بُتان ترې جوړومه
بيا یې داسې ماتومه
تاواني غوندې کولال يم
هغه تا چې ځان له داسې پرېښودمه
هغه تا چې په باران کې وې چې ځمه
هغه ما چې درته غلى غلى وې چې !!
زما خو سترګې وهي دارې
دا ته چې ځې ما په چا سپارې
ما په بې ننګه خلکو مه سپاره مئينه
 Remembering AjmalKhattak

-
بېرته شاته