(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلام علیکم جان آغا

[10.Feb.2017 - 14:30]

طنز محمود نظری

اسلام علیکم جان آغا!

یوه ښاري جنۍ په کلی کې سوه واده

مور یې ویل پام  سپکه ونه ښوروې خوله

په رنګ ښايسته یې ، نسې خواره خستکه

زردالو غوندې خوږه يې ترخه دی نسې مندکه

د ښې ناوي بخت دي د هغې په خپله  ټنده

نه چې ټوله ورځ وې په کورکې په  منډ ه

ټینګ ټینګ لمونځونه د هغوی مخي ته کوه

غټ غټ پوړني پر سر د هغوی مخي ته کوه

چې ونه وايي ښارې ناوې سره کافره ده

یا کبرجنه  ده د خدای او رسول منکره ده

خپله ژبه کړه په ښو  نومونو آ موخته

لومړی ترهر څه پر میړه دي نوم کښېږده

پرمیړه  باندې ښه نوم ایښودل دی ادب

نور هیر کړه د ښار د خلکو دابد عادت

په کلي کې میړه څوک نه بولي  په نامه

په هغه یو ښه عشقي مشقی نوم کښېږده

دل آغا  یا قند آغا یا جان آ غا یا سردار اغا

آغا لالیه ، یا آغا ګله یا  یا بریتو بادار آغا

دناوي دتخت درېيمه چې سوه په ختمیده

ناوې دټولو مخي ته ودریده په نفلي لمانځه

نا ببره يې د بهره راغی  میړه رحمت الله

دهغه په لیدو یې له خولې ووته  سبحان الله

دلمانځه په پای  کې ناوي وګرځوئ سلام

د میړه د احترام  لپاره يې بدل کړئ  کلام

راسته خواته  یې مخ کړ، ول اسلام علیکم جان آغا

چپه خواته يې مخ کړ ،ول اسلام علیکم جان آعا

***

دلته ځینې  په سیاسی لمونځو ځان بولي مسلمان

پخوايې لا شیطان  هضم کړې ده سمبوسه د ایمان

یوازې په ښو  نوموو غولوي خپل ځان او نړۍ

استنجاه کله کیږي په دې بې څوښکه بدنۍ

دیموکراسي ده ، دښځو آزادي ده، نسته یرغلګر

دا مقام اوشته يې له دې نوموله برکته  کړه برابر

 

-
بېرته شاته