(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تازه طنزونه، ملي اتل

[07.Mar.2017 - 13:12] طنز محمود نظری دغوث الدین خیشاوه که وزیر غل دی مل یې هغه راوستلی پیریې تر دې څوکۍ هغه دی راکښلی باید دهغه له مرشد ه وسي پوښتنه په څو يې په دې څوکۍ دی کښېنولی دپاک مشر مادون غل کیدای نسي دپاکی مور زوی ارمونی کیدا ی نسي *** د ټولو وزیرانو کار لکه دغوث الدین خیشاوه ده واښه پریږدي بوټي باسي دورځې کار یې یوه بسواسه ده لکه موږک په لټه د قروتو یې هر کونچ کې کښه سږمه ده بل کار نسته نسواریې بهرته د تلوراتلو ډالري سفریه ده کوم بنیادي کار وزارتونو کې بیله رشوت اختلاس نسته دهغو کار یوازې خیانت سبا راسه، قلمانه او ډووه ده هر چکه چور، قاتل او خاین په ارګ کې شریک سوی پر هره څوکۍ د خډلو سپو سمه دمه خړاوه ده هر یو مقام غواړي خپل زوی، اخښې او کړوسي ته د یو په لاس کي دکیري سوټی د بل د وحدت سیلاوه ده په دې وطن کې هر ې خوا ته صافي ړني اوبه بهیږي ددې ظاليمو دلاسه زموږ دښته مځکه چولاوه ده موږ له چا څخه و چاته ګیله او شکوه وکړو یارانو د پسو نو څیرل د خونکارو لیوانو غریزي شیوه ده داو طن دا وطنپلورنکي وحدتيان کله ودانولای سي چې له ناکامه پلاره زوی ته د هغه څوکۍ د ارث بوخچه ده خړاوه ( دسپو جنګ) ډووه ( سوغات)

‎طنز. ‎محمود نظری 

ملي اتل
‎دظاهر شاه په مهال سفربري سوه اعلان
‎له ټولو ولایاتونو څخه راټول سوه پشکیان
‎هر خوا ته  لومړی لمبر سوه جنګي احضارات
‎د پاکستان په سرحد جوړ سوه استحکامات
‎دا جنګي احضارات لکه د اوښ کولمه سوه اوږده
‎په پای یې ان د  هواشناسي ستیشن لا نه پوهیده
‎یو افغان ضابط چې واده کړي و تازه په تازه
‎ورغی کومندان ته چي ورکړي کور ته دتلو اجازه
‎کومندان ورته ویل  تیاري ده دجنګ  اول لمبر
‎اجازه کورته نسته دهیڅ کوم عسکر او افسر
‎ول صیب بله نه سته کومه لاره اوکومه چاره
‎زه ډیري جره ګی کړي  یم صاحبه ي شومانده
‎وايي غر که لوی دی خامخا پر سر لاره لري
‎هر مشکل کار اخیر د اساني  یوه چاره لري
‎کومندان ویل ولاړ سه وکړه یو کار فوق العاده
‎دښمن ته لوی زیان ورسوه  خپل وطن ته فایده
‎ضابط دپاکستا ن پوځ راوست ټانک شل ګزه
‎غر غر هغه يي ودروی دکومندان مخي په نره
‎په دې ډول یې له کومندانه رخصت واخیست
‎رخصت یې په ډیر ویاړ او لوی عزت واخیست
‎په شین ټانک باندی ریپده شین بیرغ  د پاکستان
‎هر خوا يي لیدل کیده دسپوږمۍ او ستوري  نښان
‎کومندان ورته ورکړه یوه میاشت پوره رخصت
‎دخواریوه میاښت لکه یوه ورځ تیره سوه په صحبت
‎میاشت  ورورسته بیا سو لکه بې اوبو ګل خازه
‎کومندان ته یې ویل وکړه صیب بیا زما  یوه چاره
‎هغه ورته ویل بیا وکړه یو کار ښه خارق العاده
‎عسکري کې زاری او ننواتي نه لري کومه ګټه
‎بیا ولاړ رایې وست( غر )پاکستانی تانګ شل کزه
‎د پاکستان تک شین لس ګزه  بیرغ  یې پر سر رپیده
‎ځوان ضابط یوه میاشت بیا واخیستله رخصتي
‎نور په لمرکي پیره ول  ده هوښيارماتول خپل لرګي
 
‎درېیم وار یې هم وکړه هوبه هو همدا کانه
‎دستر جنرال څوکي ته اتومات  ورسیده
‎اخیرسفربري ختمه سوه ټوله راغله کابل ته
‎غونډه ونیول سول د مډال  ورکول اتل ته
‎اعلان وسو  دځوان  جنرال دمډال او اتلوالی
‎هغه چې درې ټانکه یې راوستلي وه پاکستاني
‎پاچا راغلی په ټټر یی وټومبی د میړانې مډال
‎یو لاس پورته کړه پوښتنه یی وکړه دمورال
‎پاچا ویل ووایه زویه څنګه دي وکړه دا اتلي
‎څرنګه دي یوازې تر لاسه کړه  دا کامیابي
‎ول اسانه هغه خوا هم و نوی واده کړی  افسر
‎ما دهغه سره شریک کړ دا د رخصتي خبر
‎ما خپل ټانګ هغه ته کړ  په خوشالۍ ډالۍ
‎هغه خپل ټانک ماته راکړ دهغه په موخۍ
‎هغه هلته ما دلته واخیسته یو میاشت رخصتي
‎دواړو افسرانو  لقبونه وګټل  دشین زمري
‎هغه هلته زه دلته سوم  د خپل  وطن ملی اتل
‎ماهغه ته هغه ماته دخوشالی تر شا نه کتل
***
‎موږ  اوس ډیر لرو شکر داسې شنه زمریان
‎وطن يې پلورلی نه یوازي په روس امریکا او ایران
‎مخ یې نه دی ګرځولی ان  د غلا د یو غیران
‎غل، قاتل  وطنپلوردلته ځای بولي مجاهدان
‎دسپو په کړو سوه بې شرمه دلته ملي اتلان
‎په خرو شغالانو نوم کيښودل سو شنه زمریان
‎اوس دلته د ښو اوبدوخلکو توپیر سو ګران
‎ولس داتل ، مجاهد ، شیخ څخه سو ګریزان​

دپرديو واکمنو  رکابدار
‎د امریکا الوتکې  وسلې راوړې نوي عصري
‎یوچکچک! چې راورسیږي وسلې سي زړې  روسي
‎چې ګورې هرچیري دوه نمبر ه یاڅلور سوه شل
‎یو چکچک! سبا  هغه اغوښتي وي د  ستر جنرال دریشي
***
 
‎ایښ ایښ مو کاوه ویده لیوه بیدار سو
‎په ټک ټوک کې غل  وزیر،غدار سلا کارسو
‎تګ ا وټګمار کتار  دغني مصاحبې ته ورغلل
‎لالک دلاک په کښې دولایت سردار  سو
‎هر چا خپلي برخې پوره  پوره واخیستي
‎کیسه بر د  د وزارت دحزاني خزانه دار سو
‎ماستر او ډاکتران کوڅوکې بوجلي کوي
‎دغله شهید ګړنګن زوی لوی منصبدار سو
‎ځوانان بیکاره  اوچاره هر خواته ګرځي
‎مرستیال ادیب او  زبیر مسعود شیرخوار سو
‎اهل کار ته  کار نسته اړتیا نه لري سلاکار ته
‎د مور په نس کې دکار اهل واسطه دار سو
‎ان وزیر خپل  جمهور رییس  لیدلای نسي
‎دا مانا چې هغه هم د دې بداوربوزو بیزار سو
‎چې وخت د کار سي اخوند خپله بیمار سي
‎په مصاحبه کې تر ټولو مخکې دغلو سردارسو
‎تر ټولو مخکې هغه ته  مډال یا رتبه ورکول کیږي
‎چې په غرتو پرتو کي تر ټولو لوی وژمدارسو
‎هغه چې ډیر قتلونه  اوغلا وي کړي دې وطن کې
‎هغه تر ټولو خلکو دلته لوی جاګیر دارسو
‎چا چې یو وار ارګ ته د میږي لاره پیدا کړه
‎دهغه چوکۍ دایمي سي ځکه  د ارګ  رازدار سو
‎باید د پردو مریي دلته   زموږ ستر واکمن سي
‎ځکه هغه د لویو پرديو واکمنو  رکابدار سو
‎هغه چې لږ غلا  وکړي هغه لکه  چکمکي توپک سي
‎متکرر غل  دلته  کلاشینکوف او ماشیندار سو
‎هیڅ ښه سړی کیدای نسي دلته مقرر سي
‎آیاکوم سړي بې غلا او چوره دلته  واکدار سو؟!
‎زموږ سره چې کښېنې لکه موږ به خوار سي
‎د غدار سره چې کښېناست هغه  زموږ بادار سو
‎دا وطن په سلو زرو نورو کلونو هم نه ودانیږي
‎هر جاهل واکمن په سلو غدارو سلاکا رانو بردارسو
‎د دوه نمبره متفکر سلاکاران ټول  غله اول نمبر دي
‎په سل  اول نمبرانو کې بیا  دویم لمبر څه په کارسو
‎وژمدار ( پاګل)

-
بېرته شاته