(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دزبیح الله شریفي

[15.Mar.2017 - 11:03] ګیدړې او ليوه کيسه وای یوه ورځ په یوه وچ زنګله کې یو لیوو او یوه ګډړه سره مخ شول ګدړی له لیوو نه پوښتنه وکړه چی ولی داسی سرګردانه ګرځی راګرځی څه چل درباندی شوی چی خپه خپه یی لیوو ورته وویل چی ته ولی داسی غمجه ښکاری ګدړی ورته وویل چی تندی په سر اخیستی یم په خدای ډیره تږی شوی یمه اوبه نه پیدا کیږي لیوو ورته وویل چی زما هم همدغه حال ده اوبه نه راته پیدا کیږی ځکه سرګردانه یم ۔۔خو دوۍ دواړه سره جوړه یو ځای روان ول۔ بعد له ډیر مزله چی ډیر حلاک حلاک ول یوه څا یی مخ ته راغله چی ګوری څا ډیره غوچه ده او اوبه لږ لږ په کی ښکاري۔ اوس باید یو څوک په کی ورکته شی چی وبه ډولچی ته ور واچوی راجګی یی کړي۔ خو ګډړی او لیوو بعد له ډیرو خبرو اترو تسمیم سره ونیاوه چی باید یو نفر باید څاته لاندی ور کته شی چی وبه راجګی کړی خو بلاخره لیوو څاته ورکته شو او ډولچه یی له وبو نه ډکه کړه او ګدړی ته یی غږ وکړ چی ډولچه در جګه کړه۔ کله چی کدړی دولچه راجګه کړه وبه یی وڅکلی او په اظافه وبو یی ځان هم لوند کړ۔ لیوو غږ په راوکړ چی و ګدړی دولچه راکته کړه چی زه اوس بیرته دروخیزم۔ ګدړی په ډیره قه قه خندا باندی ورته وویل چی و لیوه ته ما نه پی ځنی چی زه څوک یم۔ لیوو ورته وویل چی پی ځنم دی چی ته ګدړه یی۔ بیا ګدړی په ډیر قه قه خندا باندی ورته وویل چی ولی ته زما له چل او ول فریب کاری نه خبر نه یی؟ لیوو ورته په ځواب کی وویل نا ولی؟ ګدړی ورته وویل چی پوهیږم کم بخته ساده لیوو ګیه که زه له چاسره چل فریب ونه کړم بیا خو زما نوم باید ګدړه نوی او ودی لدل چی څنګه چل می درباندی وکړ او زه اوس درنه ځم د خدای په امان چی بیا شپه راځی او زه باید خپل ځای ته ځان ورسوم او ستا هم خدای مل شه۔ هم هغه وو چی ګدړه لاړه حرکت یی وکړ له څانه او بی چاره لیوو یی لاندی څا کی تنها پریښود۔ خو بعد له یو څه زنډ نه کاروانیان تیردل چی ګوری لاندی څاکی لیوو پروت ده او کوکی وهی۔ کاروانیانو لیوو له څا نه راجګ کړ راوویسته او لاړ په خپله مخه باندی بعد له ډیرو کلو لیوو او کدړه بیا سره مخ شول۔ ګیدړه ډیره وډاره شوه چی لیوو خو می اوس وژنی ژوندی می نه پریږدي۔ خو لیوو راغی ګدړی ته یی په ډیر خوښی خوشحالی باندی یی پوښتنه ورنه وکړه ورته یی وویل چی ګدړی څنګه یی ؟ګدړی ورته وویل چی ښه یم ، ته څنګه یی او له څانه څنګه راووتلی؟ لیوو په ډیره خوښی ورته وویل چی بس د خدای پاک رحم ترحم وکړ راووتلم ۔ لیوو بیا ګدړی ته وویل چی ګدړی زما یو وړوکی شان کار ده که دی کار کی ته کمک یا مرسته راسره وکړی مهربانی به د وي۔ ګدړی ورته وویل چی وایه لیوو زه ستا هر کمک ته اماده یم او هر څه می چی له وسه کیږی درسره کومه یی۔ لیوو ورته وویل چی دا تبر در واخله او ما ښه په زوره باندی په ملا کی په ووهه۔ ګدړی ورته وویل چی و لیوو دا څه کوی خپل ځان وهی دا څرنګه لیونتوب ده؟ خو بعد له ډیرو خبرو اترو ګدړی په لیوو باندی وار وکړ او د لیوو په ملا کی یو ښه غټ داغ پاتی شو۔ لیوو بیا ګدړی ته وویل چی ځه اوس د په مخه ښه شه۔ چی په کومه خوا ځی لاړه شه۔ خو بلاخره بعد له یو ډیر زڼډ نه بعد لیوو او ګیدړه بیا سره مخ شو او یو بل سره یی پوښتنه او ګریګنه وکړه۔ ګدړی لیوو ته وویل چی لیوو زه د ډیره ایرانه کړم چی تا ولی تبر ماته راکړ او ته می په ووهلی زه پوهه نه شوم چی ولی د داسی وکړل۔ ماخو تاسره دوکه یا چل فریب هم کړی وو اخیر د څه لپاره او ماته د هیڅ ونه ویل۔ لیوو په ډیر قه قه خندا باندی ورته وویل چی تا ولی زه په څاکی تنها پریښودم او رانه لاړی۔ ګدړی ورته وویل چی ما شک کاوو که ته راجګ شی ما به وخری زه له تانه وډاره شوم۔ په دغه خاتر باندی می تنها پریښودی په څاکی او زه هیرانه په د یم چی تا ولی وبښه لم۔ او ځان د هم په ما وواهه۔ لیوو ورته وویل چی ګدړی کله نه چی تا زه تنها پریښودم په څاکی خدای پاک په ما باندی ډیر غټ رحم وکړ کاروانیان راغلل زه راوښکلم له څانه او هغه تا چی کوم وار د تبر راباندی وکړ هغه هم دغه ده جوړ شو درد او زخم یی ورک شو۔ خو ولی هغه کومه نامردي د چی راسره وکړه یا ستا په وینا چل فریب شک د راسره وکړ هغه درد زخم زما په زړه باندی هم هغه شان پاتی شو په دغه خاتر باندی می تا ته تبر در کړ چی ما په ووه چی بیا درته وښیم چی دغه ده د تبر زخم درد ورک شو۔ او ستا د چل فریب د شک داغ لا په زړه کی لرم چی هیڅ کله به هم ورک نه شی۔ په دغه خاتر باندی می تاته تبر درکړ چی ما په ووهی چی د نامردی یا ناځوانی په درد غم باندی پوهه شی۔ اوس ځه لاړه شه ګدړی په مخ د زړی ګولونه د خدای پامان خدای د مل شه۔ دا وه د ګدړی او لیوو کیسه ***** پسرلیه واوره ؟ هې پسرلیه چی راځی درنه هیر نه شي سوله په یخوخیمو په کڼډرو دیوالونو کې مو ژوند دی وطن مو لاړ ټول هیدره هیدره شو په شهیدانو د جګړو له لاسه په دردونو کې مو ژوند دی وطن ټول له کوڼډو ایتمانو ډک شو پسرلیه ستا لمانځنه څنګه وکړه په غمونو کې مو ژوند دی دلته هغه پوخوانۍ ښکلا نه شته ډیر مو ورک له وطن دي قسم په خفګیانونو کې مو ژوند دی پسرلیه ښه یی واوره تاته نوي کالي له کومه کړو ذبیح الله وایي په شکدلیي ګریوانونو کې مو ژوند دی پښتنود خدای لپاره راویښ شۍ ؟ نور د شرم ځای دی راځۍ پښتونستان ازاد کړو راځۍ یو موټی یو قوت شو افغانستان اباد کړو تر سو به کډه په سر دربدره په نورو وطنو کې ګرځیږو راځۍ خپل منز کې سوله اتحاد وکړو اخیر تر څو به دا بی اتفاقي وي وپښتنو ویښ شۍ بس دی راځۍ یو بل باندی د وروري عتماد وکړو په رنګا رنګ دسیسو وژل کیږو د پوښتنی باسخاس مو حیڅ څوک نه شته د بی غورۍ له لاسه چاته فریاد وکړو تر سو یو موټی یو لښر نه شۍ دا جنګ دا غربي نه ورکیږي ذبیح الله وایي راځۍ یوار یو شو بیابه د غدار او غلیم کور برباد کړو **** دعا له د جګړو د پښتنو زړونه سبر کړی خدایه دا تیت پرک کام روان په یوه لارکړی خدایه د بی اتفاقۍ له لاسه ورک تبا سول جګونو کې نور د دویرند کرښه ورانه له لر او بر کړی خدایه خدایه ډیر وزوریده پښتون قام نوره یی توبه قبوله کړی نور غیبي د هر راحت برکت خلاس ورته ور کړی خدایه له د جګړو نه ډیر سټړي شوي بس دی هم دومره قرباني ورسته له دینه ماشومان مو رالوی په ښه سمر کړی خدایه زه ذبیح الله هیله مند یم چی د ټولو پښتنو زړونه لکه د خان پاچاخان او سمد خان غوندی له جنګ جګړو نه تور کړی خدایه

پښتونه واوره ؟
پښتونه که سره یو تاقت نه شوی 
له دی د حال بتریږي خبردار شه
د جنګ کې ستا هیڅ پایده نه شته
نور د خدای لپاره لیږ وښیار شه
دا د مافیاوو جګړه روانه دی
په تا یی اسی تپلی دی نور بیدار شه
بس کړی په خپل منز کې سوله وکړی
کنه وخت درنه تیریږي لاس په کار شه
د بی اتفاقۍ له لاسه مهاجر بنجشیری د واکدار شو
نور په یوه اتحاد اتفاق کینه په کرار شه
دا د شرم ځای دی له کرغیړن پنجابي نه ځان
نه شی خلاسولی نور د خپل وطن واکدار شه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰
یو نوم یی پښتونستان بل افغانستان دی 

له غفلته رافاسه پښتونه ستا وطن کې قیامت روان دی
ته لا د بی غورۍ په خوب ویده یی زوړ او که ځوان دی
په ګور کې د پلار او نیکو مړي د شرمیږي درباندی
خان سمد خان خان پاچا خان نه شته ارمان ارمان دی
د چا په لمسون چه نه یو کیږی څه درباندی شوی ولی 
دوښمن تقسیم کړی په لراوبر یی دا د ګزران دی
تر سو به هر یو ځانته من من جدا جدا روان وي
ته یو موټی یو لښر شه د غدار او غلیم ځپل اسان دی
لکه د احمد شاه د وخت یوه جرګه شی یو مشر وټاکۍ
نور بس کړه په ټوله نړۍ کې ستا په کور د غم بران دی 
ذبیح الله وایي اخیر تر سو به د ازارګانو وزبکوانو تاجکانو
د ګټو ساتیرو لپاره مرو د دی وطن یو نوم یی پښتونستان بل افغانستان دی

 

د اندری حازیس په یاد

د انسان ژوند چیشی دی
ډک له خیالونو له فکرونو 
څوک د خوشحالی
په ټال کی زانګي
څوک د خپګیان 
په ټال کی زانګي
خوشحالی خفګیان
لکه باد او باران دی
هر چا باندی راوري
که هر چیرته وي 
که هر ځای کی وي
که بد ژوند وي 
که ښه ژوند وي
که غریب وي
که شتمن وي
باد باران په وري
په چا کم په چا ډیر
په چا شین پسرلی وي
په چا خزان وي
څوک غرق وي
د وړی په سرو غرموکې 
څوک زګرویږی د زمي
په یخو یخنیو کې
غم خوښی یی بیستر دی
څوک دغم بیستر کې 
پروت وي دردیږي
څوک د خوښی په
بیستر کی پروت وي
مستی ساتیری کړي 
ژوند لکه یو خوب دی
څوک له خوب څخه 
نویی راجیږیږي
څوک وي له خوبه 
راجیږ شوي 
څوک د خوب په تمه وي 
څوک خوب یی وړینه
څوک په خواږه 
خوب ویده وي
څوک زر وړي
څوک ناوخته
هر څوک چی خوب وړي 
خوب وړي خلک بیا بیرته
نه دی راجیګ شوي
د چا د ژوند سفر لنډ وي
د چا د ژوند سفر وګد وي
ورنه پاتی شي یادونه
له چا کم له چا ډیر
له چا خواګه له چا ترخه 
یادونه پاتی شي 
اندری حازیس څخه 
شول پاتی ډیر ښکولي
شعرونه خواږه یادونه
ښه ورته وګوره ذبیح لله
دا د انسان د ژوند معنا دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د خټک اجمل خان نصحت

زمونږ ژوند تیرول په دنیا یو امهتان ده 
دا امهتان ډک له خوشحالیو خبګیان ده 

ژوند او دنیا ډکه له شخړو کړاونو ده 
د جنګ جګړو کی هر څوک راګیر ده

څوک یی په پټه څوک یی ښکاره ده
دنیا او د هر چا ژوندی یی بندیوان ده 

څوک د ښو څوک د بدو خواته ولاړ ده
دا د دنیا او ژوند د سفر ګزران ده

زمونږ هر کړنه کیردار یی وسله ده
دا بده او ښه وسله په لاس د انسان ده 

هر خوښی غم مو د دی وسلی نوم ده
زمونږ کامیابی ناکامۍ یی نوم نیشان ده 

هر بده کړنه د دنیا او ژوند په زړ ده
مینه محبت کینه نفرت یی ګټنه تاوان ده

مینه محبت رڼا د دواړو جهانونو ده
بی مینیتوب د دنیا او ژوند نقصان ده 

هر ښیږڼه له یوبل سره لار د ګټنو ده
بی ښیږڼو انسان په تیرو کی روان ده

ولی بعضی انسانانو ژوند او دنیا ده 
روانه کړی په مرضنو او تاوان ده

هر اځارول دردول کله ښه کار ده
د دنیا د خپل د بل ژوند په نقصان ده

دا پورتنی نصحت ما ذبیح لله ته کړی ده 
د دنیا د انسان مین خټک اجمل خان ده
(زبیح الله شریفي)
   ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
اسپ؟ انسانه ډیر د وزورولم
وای یو اسپ ؤ د د خيل د ځان ساتنی لپاره 
یوه پټی درلو ده او په د پټی کی به یئ 
شوتله کرله او له هم دغی شوتلی څخه به یی 
د اینده یا د زمی د نورو وختونو لپاره به یی 
واښه بیده هم ورڅخه جوړه وله خپل ځان به یئ 
په چلا ؤه او په همدغی شوتلی به یی 
خپله ګوزاره کوله ښه وخت به یی 
په تیراوه ! خو د اسپ قسمت خراب شو 
د ده په د غه تنکی او شنه پسل باندی 
یوه غرڅه اموخته شوه او دا شین پسل 
به یی ټول وخوړ اسپ به یی په ولګی 
باندی پری ښوا ده اسپ بی چاره ډیری 
مڼډی راتری ورپسی وکړی ولی غرڅه 
ډیره چالاکه تیزه ؤه نی شوی ګیرکولی 
خو یوه ورځ د ټولو حیواناتو جلسه ؤه 
هر یوه به یئ خپله ستونزه مشکیل ویلی 
خو چی اسپ ته نوبت راغی اسپ ورته 
وویل څی وخلکو دغلته یوه غرڅه ده 
زه چی کله شوتله وکرم دا راشی ټوله 
راڅخه وخری ما ډیری مڼډی وکړی 
هر چاته می وویل او تاسوته می هم 
سو واری وویل دا شیکایت می وکړ 
خو څوک می غږ نه اوری زه اوس 
څه وکړم که ماته لاره راوښی یئ ؟ 
خو حیواناتو ورته وویل څی مونږه 
به فکر ورباندی وکړو ته سبر وکړه 
خو بیلا خیره نه شو اسپ انسان ته 
راغی او دا ټوله کیسه یئ ورته وکړه 
څی د غه سی یوه غرڅه ده د دۍ 
له لاسه می بیخی ډیر بد حال ده 
او که ته راسره کومک وکړی یا لاره 
راوښی څه وکړم میهربانی به دۍ وۍ 
خو انسان ورته وویل څی هی هی 
ولی و اسپه ته مخ کی ولی نه راتلی 
خو بیا د هم ښه وکړل اوس راغلی 
زه به د غرسی سره ګورم څنګه یئ 
درته ورک که کړم ته لږ سبر وکړه 
خو بلا خیره انسان اسپ ته وویل څی 
اسپه زه به اول یو کار درباندی وکړم 
څی په تا باندی به زین کی ګدم قیزه به 
در واچوم او بیا به غرڅی په سی ګرځو 
اسپ ورته وویل څی څمه د باداره ؟ ! ؟ 
څنګه چی ستا خوښه وی همغه به کوه 
خو کله به انسان اسپ ته ویل چی راځه 
ڼ زرنده راوړه ڼ لرګی راوړه ڼ 
خیر او خیرات ته ځو دا ده او هغه ده 
بانی به یی ورته کولی خو اسپ بی چاره 
یۍ بیخی زیات پاعذاب کړ او زوراوه به یئ 
خو اسپ انسان ته وویل څی وه انسانه ا د 
غرڅی خبره څنګه شوه انسان به هر 
وخت بانی ورته کولی په یوه او په 
بله به یی غولا ؤه خپل کارونه به یی 
په کول خو بیلا خیره اسپ په د پوهه 
شو چی دا وړی نه شړی کیږی فکر نه کوم 
چی انسان ماسره کومک وکړی خو اسپ 
هم له ځان سره وویل څی زه خو غرڅی 
دومره نه وم زورولی یا پاعذاب کړی وم 
جور اځار یی نه ؤ راکړی له که څی 
انسان وزوولم او زوره ویمی 
خو بعد له هم دغی ورځی څخه انسان 
چی په اسپ باندی کارونه شروع کړل 
تر نه نئه پوری اسپ ته یئ زین او قیزه 
ور واچوله کته او پورته یی زغله وي
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
زه پښتون ځلمی یمه 
زه پښتون ځلمی یمه زما سر له وطن قربان دی
هم دا زمونږ وطن دی په مونږه ډیر ګران دی
مور راکړی زانګو کې درس د ازادۍ واوره ای 
غلیمه دلته تاته وسیدل ګران دي دا پښونستان دی
مونږه لوړ تاریخ لوړ نیشان لور یوار یی وګوره
تاریخ مو روښانه په شهید سمد خان او پاچاخان دی
کله به مو هیر شي د وطن دی روزلئ خوشحال خان
احمد شاه په خپل وخت کې تیر شوی باتور د جهان دی
یوه ورځ به سوله راشي دا وطن به شي قراره په امن
ذبیح الله تر سو به د الله امتهان وي پښتون هم انسان دی
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

پرتوګښکلئ خان: راځې د خان پرتوګ په وباسو؟
واۍ په یو کلئ کې ډیرغریب بی چاره خلک سره وسېدل۔ خو په دۍ کلئ کې یو خان هم دلته وسېدۀ۔ خان ډېر مغرور او شتمن وو۔ نوم یې خان بادارخان وو چئ د کلئ د ډیرو خلکو به هیآ ورڅخه راتله و احترام به یئ ورته کاوۀ۔ کله څی د ده کبر غورور ډیر شو الله پاک وغوښتل چې دئ وشر موۍ و روسا یی کړی۔ نو د خان یوه ورځ یې په روژه کې ډیر غریب مظلوم سړۍ ته لاس ور واچو و په ډیره بې رحمې سره یې ووۀ۔

خان بادار خان دا پکر ونه کړ څی دا خو یو ډیر غریب مظلوم سړۍ ده او زۀ خو یو د ډیر د دبدبی واله، د احترام سړۍ یمه او د کلې خان هم یم ۔۔ زۀ ولی دا بیچاره سړۍ وۀوهم؟ آ زمونږ د پښتنو دا متل ده چئ وایو واۍ چۍ مړۍ الله پاک شرموۍ دمینځلو د تختې په سریې بیلمازۍ ورڅخه ځۍ، او میګتون چئ وزرونه وکړۍ مرګ یې راغلې وۍ، نو دا متلونه مې زکه وکړل چې د خان هم ورکیدای راغلې وۀ۔

اوس رازو بیرته خپلې کیسې ته۔ د دۍ سړۍ نوم وو ساده ګل او دۍ ډیر یو ساده مسلمان او پاک نفسې انسان وو۔ په خلکو باندۍ هم ډیر ځیات ګران وو۔ نو کله چې خان بادارخان دغۀ سړۍ ته لاس اورواچودا نو د مازدیګر او د ماښام د لمانځه تر منزه وخت ده او د جومات له مخې سره نور ډیر سپین ږیرۍ ځوانان ماشومان هم ناست دۍ۔ دوۍ کله چئ د خان بادارخان دا کار ولیده نو ډیر هیران شول او ویی ویل څی دا یې څه وکړل؟ تاسو دغه خوارکې ساده ګل ته وګورۍ او خان بادارخان ته وګورۍ! دا یې څه وکړل؟ دا خو یې ډیر زیاتې او ناجایزه وکړه! په دۍ روژه کې له دۍ خوارکې ساده ګل سره ولئ څی! د لته د خان نور ډیر غټ غټ رقیبان هم ولاړ دۍ او هغوۍ هم همدغسې یو وخت یې له خدایه غوښتۀ خو خلکو دوۍ له یو بل سره خلاس کړل۔ نو ساده ګل پاک الله ته لاس پورته کړ وویل یا خدایه۔۔ زۀ ستا بنده یم که د خان بنده یم؟ ماڅه ګونا کړې ده چئ خان مۍ په دومره ناروا او بې رحمې سره وهې؟ څه مې ورته ویلې دۍ؟ خدایه زما د روژۍ ته وګوره او د خان دغه کار ته وګوره۔ زۀ څه وکړم؟ ولی د ساده ګل دغه غګ په نورو خلکو او ملکانو باندۍ ډیر بد تاسیر وکړ نو څوک کور ته ولاړل او څوک هم دلته د روژه ماتې لپاره په جومات کې پاتې شول۔ نو په دۍ وخت کې ساده ګل ته پورن د خان صاحب رقیبان او دښمنان راغلل او ساده ګل یې خپلې ویجرۍ ته بوته او ورته وویل خداۍ سته تاسرۍ یې غټ ظلم وکړ۔ د بی غیرته خان او داسې خو څوک نکوۍ چاسره په دۍ روژه کې۔

خو بعد له ډیرو خبرو اترو څخه دوۍ ساده ګل ته یې وویل ته خوهسې هم یوغریب سړۍ یې او په کلې کې ډیر کم پټې لرې او تۀ هر وخت د مزدورۍ لپاره نورو ځایوته ځی خو راځه داسې یو کار وکړه چې دا کلی پریږده اوځه کوم بلې خوا ته لاړشه۔ اوس خو د سپیړۍ پیغور درته جوړ شو۔ او دا پیغور به یا ګټې، او یا به له دغۀ کلی څخه وځې ولئ دا پیغور به دۍ د کړوسیو کړوسې ته پاتی شې او یا به ځان کټې۔ نو ساده ګول ورنه وپښتل چې سنګه به ځان ګټم؟ زۀ خو یو ډیرغریب بی چاره تنها سړیم او خان خو یو د ډیرۍ شتمنې غټې کورنې سړې ده۔

نو ساده ګول ته ملکانو وخندل او ورته وویل وسړې یې تۀ هم یو انسان ئې او خان هم یو انسان ده خو په تاکې یو کار شته هغه دا څی تۀ جورت نلرې او که تۀ زړه دۍ غټ کړۍ هر کار کولې شې۔ دلته ساده ګول وپښتل چې زه څه کولې شم؟ ملکانو ورته وویل زمونږ متل ده چئ وایو؟ واۍ نر پسه خداۍ هست کړۍ ده حلالې دوته، مونږ سره توپک هم شته دۍ چې تاتۀ یې در کړو او خان په وۀولې۔ که تۀ دا کار کولې شې او که بیا وایې چی نا زۀ واړه بچیان لرم هغوۍ به څه وکړۍ؟ نو راځه داسې یو کار وکړ چې نه سیخ وسوزۍ نه کباپ۔

نو سادګل ورته وویل څه وکړم بې له ډز او توپک نه بل کوم داسې ښه کار شته ده؟ملکانو ورته وویل هو شته ده چئ راځه د خان پرتوګ په وباسو؛ نو ساده ګل ورته وویل چې څنګه یې په و باسم؟ ملکانو ورته وویل اوس نو غوګ شه مونږ ته؟ مونږ تاته یو ښه لاره در ښیو او دا یوه ډیره سمه لاره ده ستا لپاره۔اول یو کار وکړه لاړ شه کورکې دۍ بچیانو ته وه وایه چئ دوۍ خپل کالۍ مالۍ دۍ سره وتړۍ او تیارشې۔ بیا به مونږ تاتۀ ښۀ تکړه تکړه هوښان او اسپونه غواګانې میګې درکړو او ته کډه بار کړه۔ نور ځه له دی کلئ څخه کوم بلې خواته ولاړشه۔ خو ګوره په توده کې سړه مه راوله؟ او دا کار سبا ته مه پریږده۔ ګوره زمونږ خبره واوره۔

نور ځه په مخ دۍ ښه شه دا کلئ پریږده؛ او پاتې شوه د خان د پرتوګ خبره هغه هم ډیره یوه اسا نه خبره ده۔ نو ساده ګل ورته وویل چې څنګه اسانه خبره ده؟ ملکانو ورته وویل ګوره ساده ګله ښه غوږ دۍ ونی سه مونږ ته۔ تۀ داسې یو کار وکړه چئ اول دی د کور غونډ کارونه راخلاس کړه او بیا چئ مونږه څه درته ویل هم دغسې به کوې او ښه جورت درسره پیداکړه او توکل دۍ په خداۍ کړه اوهرڅه به اسانه شې درته۔ نو ساده ګل ورته وه ویل چې سمه ده، زه به دا کار کوم؛ خو څنګه یې وکړم؟
ملکانو ورته وویل ګوره ساده ګله بعد د ماخوستن له لمانځه څخه وروسته تۀ له خان سره هم دغسې جګړه وکړه اولاس ورواچوه او تۀ باید کوشش وکړی چې سمدلاسه د خان پښوته کته شې او دۍ له پایڅو څخه راکشړه او زمونږ یو نفر به د خان پرتوګاښ په چاقو پریکړۍ او د خان پرتوګ به ووزۍ یاوولیږۍ۔ مونږ به خان کلک ونې سو او تۀ مڼډه کړه په اسپ باندۍ سپور شه او وتښتیږه او ځه په مخه دی ښه شه؟
خو اول به یو بل کار کوۍ چئ بچیان او کډه به دۍ له کلۍ څخه لرۍ وباسې اوتۀ به بیا شاته ور پسې ورځې۔ نو له دۍ مصلحت سره ساده ګل ډیر زیات خوشحاله سو او دا کار یې خوښ شو او ویل خداۍ سته زه خوتاسو له غټ غزب اوجنجال څخه خلاس کړم و خلکو؛ نو دلته ملکانو ورته وخندل؛ او ورته وویل وه ساده ګله که نـن خان په تآ لاس وچت کړ او په سپیـړه یې ووهلې نو سبا به بیا غوڼډ کلې په سپیړو وهې؛ مونږ هم په دغۀ خاتر باندۍ تاتۀ داهر څه در کوو۔

هم دغه وو چئ ساده ګل د خپل غیرت او پیغور په خاتراو ملکانود راتلونکې سپیړۍ له ډاره یوبل سره صلآ شول او سا ده ګل خپل کډه په ډیر غیرت او عزت سره بار کړه اوکورنې یې له یو ځاۍ پورۍ ورسو له او بیا زر بیرته په مڼډه مڼډه راغې او دوۍ له خپل تسمیم سره سم د ماخوستن له لمانځه څخه ورسته په خان یې همله سره وکړه او په خان باندۍ پرتوګاښ وشکاوه؛ د خان بادار خان پرتوګ یې په وښکه او ساده ګل لاړه په سپین اسپ باندۍ سپور شو او مڼډۍ کړۍ۔
څو چئ د خان خلک را خبرۍ ده او تسمیم یې سره نیاوه دوۍ باندۍ سحرشو۔ اوس خلک چئ د ساده ګل کورته ورځې ګورۍ چئ ځاۍ شته او جولا نشته۔ اوس کور شته خلک پکې نشته۔ خلکو کته او پورته سره مڼډۍ او چیغې کړۍ چئ اله ساده ګل څه شو؟ هیڅ څوک نه پوهیدل چئ ساده ګل دوۍ چیرته ولاړل؟ خداۍ خبر چئ ساده ګل دوۍ چیرته روان او یا ناست ول سره خو خان بادارخان ته د پرتوګ ښکلئ پیغور تر ابده ابده پورې پاتې شواتا د ده کړوسیانوته هم دغه پیغور ورته پاتې شو۔

ولئ بعد له دغې ورځې څخه چا به چئ د خان بادارخان پښتنه وکړه او یا به کوم پردۍ خلک د ده پښتنې ته راغلل او پښتنه به یې وکړه د خان بادار خان کورچیرته ده یا یې پیژنې خلکو به ورته ویل چې هغه پر توګ ښکلئ خان ښی یې؟ او بیا به یې ټوله کیسه میلمه ته وکړه او میلمه به یې د خان بادارخان د پرتوګ په کیسه ښه سم سره پوهه کړ؟ ولئ د غریب ساده ګل نوم او کیسه هم تر ابد ابده پورې پاتې شوه؛ اوهرچا به په هر مجلس کی د ساده ګل د دغې میړانې اوغیرت نوم به یې په ښه شان سره هر وخت یا داوۀ ؟
اوس د ساده ګل دغه میړانه پاتې شو۔ او دخان بادارخان پر توګ پیغور پاتې شو؟ زمونږد پښتنو دغه متل د چئ واۍ یو خداې د هغۀ شر راپیـښ کړۍ چئ زمونږ پکې خیر وۍ! نو ساده ګل ته هم د خان سپیـړه سرۀ زر وګرزيده! ساده ګل باندۍ الله پاک ډیر زیات رحم او ترحوم وکړ! خو چئ دۍ اوس پکې کبر غرور او بې غور ونکړۍ! ولئ الله پاک د هر څه ورکونکې ده او بیرته اخیستونکې ده
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰۰

 لیونۍ به شم
زړه می غار غار دی لیونۍ به شم
رانه ورک خپل یار دی لیونۍ به شم
شپی می وي شوګیره نه راځي خوبونه
د غم پیټی می په سر بار دی لیونۍ به شم
خلکو مزی چړچی وکړی په مینه کې
یو دا زما زړګی ناکرار دی لیونۍ به شم
خبره نه وم چی مینه سره لمبه دی خلکه
اوس می واک له ځانه بی ایخیار دی لیونۍ به شم
ذبیح الله په لاره چی ځم لکه سودایي ګوتی شمیرمه
وس نه پوهیږم ماښام دی که سحار دی لیونۍ به شم 
(زبیح الله شریفي)

دعا
خدایه قبوله می دا دعا کړی ویده میده پښتانه راویښول غواړم
په مینه محبت د خبرو له لارې په جرګه سوله جوړول غواړم
بس دی هم دومره تباهي نور له جګړو زور ازمولو نفرت لرم 
دا یاغي باغي ټوټی ټوټی دربدره قام بیا بیرته یو کول غواړم 
نه مشر لرو نه لارښود لکه بیشپونه رمه  تیت پرک یو خدایه 
هره مرسته وکړی پښتانه د دوښمن په پټو دسیسو پوهول غواړم
اخیر تر کله به د ځواني مرګو جنازی روانی وي بس دی نور به
مور ګانې نه بوریږي نور دا وطن د پاچاخان په لاره ازادول غواړم
خدایه پښتانه له ډیرو غټو دوښمنانو سره لاس په ګریوان دي په ورحمیږه
ذبیح الله کړی قسم دی چی دا جنګ د شیطان له زیده خلاسول غواړم
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰

په چاڅه 
چی می شکیدلی ګیروان دی په چاڅه
په مینه کې می کړی تاوان دی په چاڅه 
زړه یی راته تور له دینا کړ ملنګۍ کې یمه 
خوښه چی په ما د غم باران دی په چاڅه
دا به یی لیکلي وي اظل کې هم داسی چی پټ 
کوګل کې می زړګی فریشان دی په چاڅه
د حجران غمو ویلی ویلی کړم لاړم وبه شوم
چی د بل وطن مسافر ذبیح الله جان دی په چاڅه
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰۰

پښتنو راویښ شۍ

انګریزانو ولی ویشلي یی په لر او بر پښتنو
دا ټول د بی اتفاقۍ له لاسه یاست دربدر پښتنو
نه مو په خپل منز کې مسلحت شته نه جرګه 
هر څوک جدا جدا روان دی په خپل سر پښتنو
دا پوښتنه موکړی دی چی امریکایان او کرغیړن
پنجابیان مو ولی وروی بمونه په کور پښتنو
دپنجابیانو او لشمو ایرانیانو ګټی دي په د جنګ کې ځکه 
تاسی ته درکوي د بمو واسکټونه نور شی وښیار پښتنو
په دوبۍ کویټ سعودي کې خو هم د امریکا اډی شته هلته ولی
جهاد روا نه دی تاسی ولی اړولی وطن په سور ور پښتنو
نه د وطن ابادي ته د چا توجو شته نه سوله څوک غواړي
د ذبیح الله قلم وایي شۍ نور یو تاقت یو موټی یو لښر پښتنو
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰۰۰

وخت د ڼنګ دی

ای وروره پښتونه لاس په کار شه وخت دی ڼنګ دی
د غفلت له خو به لیږ رابیدار شه وخت دی ڼنګ دی
تر سو به بی اتفاقه وسی دربدره سرګردانه غمجن
تاته یی دامونه غوړه ولي وښیار شه وخت دی ڼنګ دی
په د جنګ کې ستا هیڅ پایده نه شته پرته له تاوانه
نور د خدای لپاره کینه کرار شه وخت دی ڼنګ دی
د جګړو خو نسل نسل د خراب کړ بی علمه لوی شو اولاد دی
هم دومره تباهي د بس دی خبردار شه وخت دی ڼنګ دی
د خبرو د جرګې له لاری وطن ازاد کړه کله ګاندي شاه امان الله 
ذبیح الله وایي روان د سولی په لار شه وخت دی ڼنګ دی
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
    
   د ماشومانو لپاره کیسه
متن د کفترو او کارغانو د بچیانو کیسه

یوه ورځ د کفترو مور او پلار خپل بچیانوته وویل چی مونږ ځو د بیګا لپاره دانه ډوډۍ راوړو ګورۍ هوا خرابه دی چی تاسی له ځالې ونه وځۍ چیرته لری مه الوځۍ ټوپکې مه وهۍ کرار خپله ځاله کې کینی چی سورلڼډیان ګیډړی لیوان ماران به مو وخوري خور او ورور دواړو ورته وویل ښه مور جانې او پلار جانه سمه دی ستاسی خبره منو هم هغه وو چی مور او پلار یی دواړه بچیان مچو کړل او دوۍ لاړ دانې په سی 
وروسته د مور او پلار له تږه د کفترو بچیانو یو سه زڼډ وروسته زړونه یی په تنګ سول هم وه چی دواړو خور او ورور ټوپکو ته شوروع  وکړه کله به د ونی له ځالې نه لاندی ځمکی ته راکتکیدل او کله به پاس ونې ته ځالې ته ختل خو دوۍ دواړه هم داسی لګیا ول ډیر خوند یی ورکړ ټوپکی یی وهلی خو بیلا خیره دواړو خور او ورور تسمیم سره ونیاوه چی پاس اسمان ته به جوړه الوزي بیا به بیرته راځي  خو بیلا خیره دواړو خور او ورور والوتل فرواز یی وکړ د الوتلو سخت خوند ورکړ بی هده ډیر په کې خوشاحاله ول هم هغه وو چی یو سو لحظې وروسته په اسمان کې توره وریز راغله تلنده شوه یو دم ګلۍ شروع وکړه هم هغه وو چی دوۍ خور او ورور نه دواړو نه لار ورکه شوه کله چی ګلی شروع شوه دواړو د باد باران د ګلۍ زور توان نه درلود هم هغه وو چی دوۍ دواړه یی په زوره ځمکی ته راوغوزول پښې او وزرونه یی زوبل سول او د کور لاره یی ورکه کړه خو دوۍ هم داسی ژړل چونګیدل خو دوۍ هم دا ارمان کاوه چی ولی مو د مور او پلار خبره ونمله کاشکې د مور او پلار خبره مو منلی وای که وس شپه راسي مونږه خو سورلڼډیان او ګدیړی پیشکی ماران خوري وای کاشکې د مور او پلار خبره مو منلی وای خو دوۍ هم داسی ډار ویره کې ول ډیر ناکراره ول
بیلاخیره کارغانو خپل بچیانو ته وویل چی راځۍ ڼن د الوتلو د فرواز کولو تمرین زدکړه دروښیو هم هغه وو چی ډړه کارغان سره له خپل بچیانو لاړ په هواشول خو دوۍ هم دغسی تمرینونه فروازونه الوتل ټوپکی کول وس چی ګوري په یوه کونج کې د ونې لاندی دوه واړه سپین د کفترو بچیان فراته دي او چنګيږي خو د کارغانو بچیان یی خواته ورغلل چی ورته وویل چی ولی چونګیږۍ ژاړۍ د کفترو بچیانو وته وویل مونږه خپل کور ځاله ورکړی دی هم هغه وو چی د کارغانو بچیان خپل مور او پلار ته یی غږ کړ چی راشۍ دلته دوه واړه سپین د کفترو بچیان فراته دي او چنګيږي هم هغه وو کارغان راغلل د کفترو له بچیانو نه پوښتنه یی وکړه چی دته څه کوی د کفترو بچیانو ورته ټوله کیسه وکړه چی مونږه د مور او پلار خبره ونمنله  دا مو حال شو کارغانو ورته وویل چی ښه که مونږ نه وی راغلي خو په تاسی شپه راتل تاسی به څه کول تاسی خو مړکیدی دیخ او ولږی او ډار ویرې له لاسه دوۍ ورته په ژړا وویل وه هم داسی دی او مور او پلار به مو سوره خپه سرګردان وي بچیان مو سه شول هم هغه وو چی کار غانو ورتو وویل چی اوس راځی مونږ سره لاړ سی بیا ماښام کیږي هم هغه وو چی د کارغانو بچیانو دوۍ ښه بدرګه کړ او لاړ والوتل حرکت یی کړ یو څه وروسته ګوري چی یوه ډله کفتری مخی ته ورغللی او چیغی نارې وهي کارغانو پوښتنه ورنه وکړه چی ولی چیغی نارې وهی کفترو ورته وویل په مونږه ورکه شوی دی زمونږ دوه واړه بچیان ورک شوي دي  کارغانو ورته وویل چی هغه مونږه سره دي د مونږ بچیانو پیدا کړل خو کفتری ډیری خوشحاله شوی او مڼنه یی ورڅخه وکړه هم هغه چی کارغانو د کفترو دواړه واړه بچیان خور او ورور ور تسلیم کړل او د کفترو خیل په یوه لاړ د کارغانو خیل په بله لاړ داوه د کفترو د او کارغانو د بچیانو کیسه
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۹۰

دیته وایي بدقیصمتي
یو غریب کلی وو په د کلي کې یوه بی چاره اجزه بی اولاده زړه کوڼډه ښځه هم وسیده ژوند یی کاوو د ښځۍ په ټول ومر کې ښار نه وو لیدلی چی ښار څه رنګه ځای دی او یو ارمان یی دا وو چی ډاکتر وو ویني کله به چی نور خلک به ښار ته لاړ او بیر ته به راغلل بیا به هم دغه زړه ښځه ورغله پوښتنې ته د به په ډیر شوق د ښار پوښتنې ورڅخه کولې او د به یو ښه غټ اوسلئ وښکه وای ویش کاش کې زم یوار ښار ته تللی وی لیدلی می وی چی دا ښار او ډاکتر روغتون چیشی دي څه رقم به وي کاشکی می لیدلي وای خو په د بی چاره اجزه بی اولاده زړۍ کوڼډۍ ښځه هم داسی ژوند تیریده خو بیلاخیره یو ورځ دا ډیر مریضه شوه هم ظیفه شوه خو یو څوک په مهربانه سو رحم ترحم یی په وکړ دی ښځی ته یی وویل چی راځه ڼن دی ښار ته بیا یم روغتون او ډاکتر درباندی وینم  چی څه شی دي خو دوۍ سحار وختي حرکت وکړ لاړل کله چی ښار ته ورسید خو د ښار یی کم توم سیل وکړ بیالاړ خیراتي روغتون ته هلته یی ډاکتر ته نوبت ونیاوه کله چی د ډاکتر ملازم د هم د دغی بی چاره زړې ښځی نوم واخیست چی رادي شي کله چی دا زړه ښځه وروانه شوه دروازه یی ډاکتر ته ورخلاسه کړه ډب شوه ښځه راوولیده چپه شوه ساح یی وختله لاړه مړه شوه دیته ایي بد قصمتي 
  (زبیح الله شریفي)
    ۰۰۰۰۰۰۰۰
   د بسوګۍ واده
یو غریب کلی وه دی کلي یوه سر کې بسوګۍ وسیده په بل سر کې جانان وسیده د دوۍ دواړو ومرونه پاخه سند ته رسیدلي ول ودونه یی نه وکړي او دواړه ډیر سادګان ول خو بلاخیره د کلي ملکانو او سپینګیرو په ژمي کې د ساتیرۍ او ریشخندۍ لپاره د بسوګۍ او جانان کوزده وکړه دوۍ دواړه یی سره وتړل د ملکانو او سپینګیرو ساتیری مستي جوړه شوه خو له یوی خوا ژمی وه ملکانو او سپینګیرو نور څه کار نه درلود لاړ به د بسوګۍ تو ورغلل چی جانان سلامونه درته ویلی بسوګی به چرګه حلاله کړه د ملکانو او سپینګیرو ښه وخوړله بیرته به راغلل جانان ته چی جانانه بسو ګۍ سلامونه درته ویل  او بل یی ویل چی جانان ته ووایۍ چی ماته د واده لپاره سره زر ګاڼې ماڼی اوچکان کمیس راوړي بیا زه واده ورسره کوم دلته به جانان له خوسې تک تور شین شو او ویل به یی چی زه دا دومره شیان له کومه کړم زه خو غریب سړی یم وبسوګۍ جانان به چی کوم کار مزدوري له کلي والو سره په پسرلي یا وړلي کې وکړه هغه به ملکانو او سپینګیرو په ژمي کې د بسوګۍ په سلامونو او غوښتونو کې ور سخه وخوړه جانان به بیا به واده باتی شو خو په د واده ډیر وخت ووت ډیر وزڼدیده خو بیلا خیره یوه ورځ د کلي والو خپل منځ کې اشر وکړ د بسوګې او د جانان واده یی تیار کړ دا واده شروع شو خو واده په ډیر ډنګ او ډونګ په خیر او خیرت تیر شو خلکو ډوډی وخوړه هر څه خلاس شول جالبه خو دا وه کله چی جانان بسوګۍ ولیده د ده په سر درد شو خلکو به چی پوښتنه له جانانه وکړه سنګه یی د به ویل ولله په سر می درد دی اسلن خو د جانان بسوګۍ نه وه خوښه خو هم دغسی ماښام شو خلکو ورسته د ماښام له ډوډۍ نه نیکاه تړله په د وخت کې ښځو د نیکاه شاهیدان په پوټو ویشتل سړل یی له کوټې په یوه بوټ بسوګۍ په سر وګیده بسوګۍ بی چاره لاړه مړه شوه یو دم چیغی ناری شوی چی اله بسوګۍ مړه سوه په بوټ ولګیده مړه شوه نو په د وخت کې خلک له غمه ژاړي چیغی وهي چی بسوګۍ مړه شوه نو جانان په د غم کې وایي چی بسوګۍ مړه سوه زما تبه وشکیده 
(زبیح الله شریفي)
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
ولی شک وې
تا سره می ورانه شوه
دا یارانه ګرانه شوه
د چی هر وخت شک وی
ورکه رانه لاره له مانه شوه
نه کیږي یارۍ نوره له تاسره
ارواح می په تا بد ګومانه شوه
لا خو قیامت راغل نه دی په ما
نور می کرکه د مینی له دنیانه شوه
ذبیح الله لیکه قاشوقانو ته د فند غذلی
ماته په عشق محبت کې د خدای لاره اسانه شوه

ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شریفي

-
بېرته شاته