(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستا سترګوکې

[30.Jan.2018 - 11:10]

داستا سترګوکې

له هغې ورځې چې مې ولیدلې

خمارو سترګو ته مې ستا وکتل

په هم هغه شیبه مې ...

زړه ، د سینې له قفس کډه وکړه

        *****

د یو بې روحهکالبود په شانې

له تړمو اوښکو سره 

اوس لالهانده ګرځم ...

        *****

له تا چاپیره  ګرځم

لکه بورا چې په ګلونو ګرځي

لکه پتنګ چې ځان څیزي په شمع

        *****

د ژوند شېبې مې شوې د اور بڅرکي

ستا په ګاونډ کې د ایرو څلي شول

د تړمو اوښکو بارانونه به مې 

دا ستا تصویر یوسي له ځانه سره

         *****

ارمان چې یو ځل مې 

دا ستا سترګو کې

خپل مړاوی ، مړ تصویر لیدلی وای !!!

                                                                        

ځیرک دل

-
بېرته شاته