(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[30.Jan.2018 - 11:13]

غواړی چې مې زړۀ تصویر

نشتـــه داسې  ښه تـصویـر

 

حسن خو ژوندون دے بس

خوند نه وی د مړۀ تصویر

 

زه ئې مطمئین نه کړم

ډېر مې اوکتـــۀ تصویر

 

غواړی شناخـــــت هر څه

شته دې په هر څۀ تصویر

 

دواړه سره ګونګ شولو

زۀ یم او که تۀ تصویر

 

نـن بــه جــوړوو مــونــږه

دواړۀ خلۀ په خلۀ تصویر

 

هر څو که سادۀ یم خو

دا نه دې د دۀ تـصویـر

 

خپل ئې قـندهاره شوے

شوې ئې په لېمۀ تصویر

کندهار اپریدی

-
بېرته شاته