(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شین طوطي

[30.Jan.2018 - 11:18]

ستا وړې وړې خبرې مې خوراک دي

شین طوطي یمه، شکرې مې خوراک دي

ـ

په کږه خولۍ دې ګوره غلط نه شې

هغه تُوره یم چې زغرې مې خوراک دي

ـ

باران وژنه وچ کالي دې راخوره کړه

نهر نه یمه، سندرې مې خوراک دي

ـ

تَورو سترګو ته دې غلی غلی ګورم

غرنی یمه ګورګورې مې خوراک دي

ـ

هغه زړه یمه چې خپلې اوښکې خورمه

نه صدف چې مرغلرې مې خوراک دي

ـ

قام د مینې یمه، موم یمه، اوبه یم

چې په قهر شم کمرې مې خوراک دي

ـ

لا مې لاس پر خپل پرهر باندې سُور نه دی

بیا به ګورې لرې برې مې خوراک دي

ـ

د یوې لویې اژدها قاتل مې بویه

باز خو نه یم چې کوترې مې خوراک دي

پیرمحمدکاروران

خولۍ = ټوپۍ

کمره = ۱) کاڼي، تېږې ۲) غر، چې دوې خواوې یې لوړې او منځ یې ټیټ وي

ـ

-
بېرته شاته