(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روغه سټه

[30.Jan.2018 - 11:22]

 

هغه څه دی روغ صحت دى

چې بهتر تر سلطنت دی

ـ

د دنیا دولت که ښه دی

تر دولت نه ښه عزت دی

ـ

چې ډېر ښه دی تر توقیره

یو عفت بل صداقت دی

ـ

چې سړی له غمه خلاص كا

هغه څه دی قناعت دی

ـ

په طاعت که تهٔ لویي کړې

حبطه هغه طاعت دی

ـ

چی فایده لري بې شماره

هغه څه دی، مصلحت دى

ـ

په منت چې ورکؤل کا

هغه کله سخاوت دی؟

ـ

چې دوزخ دى په دنيا کې

د ناپوه سره صحبت دى

ـ

خپل نيت ښه لره خوشاله

كه څه ښه دی، خو ښه نیت دی

ـ

ـ

توقیر = درناوی، درنښت، عزت

عفت = سپېڅلتوب، پاک توب، پاک لمني، پاکي

صداقت = رښتینولی، رښتیا، اخلاص

قناعت = بسیاینه، بسیاتوب، بسنه، کفایت، په لږ څيز صبرېدنه

طاعت = ۱) عبادت کونه ۲) غاړه اېښودنه، قبلونه، فرمان وړنه

حبطه = چټي، خوشی، فضول، بې فایدې

مصلحت = ښه وړانديز، مشوره، ښه صلاح 

منت = ۱) احسان، نېکي، سلوک ۲) شکريه ۳) عاجزي، زاري، خوشامد

سخاوت = کرم لرنه، بخشش لرنه، زړه لرنه، ځوانمردي، خيراتونه، خيرات، ورکړه

صحبت = مرکه، خبرې اترې، مجلس 

ارمغان خوشال خټک رح

مخ - ۶۶۵

 
-
بېرته شاته