(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني، غني ته

[24.Feb.2018 - 12:28]

غنی غنی ته

ما ویل غنی یار څه بې اندازه غوندې یې 

ادب دى درکې کم زبان درازه غوندې یې 

قیصه ده ګډه وډه نه سم خان شوې نه ټوقی شوې 

خو ته دې دوپیازو کې څه درې پیازه غوندې یې 

پټى دې وران ویجاړ دى او کږې وږې دې پولې

کرې پکې ګلونه حُسن سازه غوندې یې 

لینده دې ماته ګوډه او شډل مډل دې غشی 

خو ګوزار دې رسا لګی تیراندازه غوندې یې 

دولت وی که صفت وی، که ناموس وی که شهرت 

په وږې خېټه موړ او بې نیازه غوندې یې 

که رنګ وی که تراش وی، که چاربېته که بدله 

په خپله لاره روان یې بې استاذه غوندې یې 

په مینه یې مئین او خداى ته پلار او جانان وایې 

دا ځکه خو بې توله، بې اندازه غوندې یې

-
بېرته شاته