(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زبیح الله شریفي

[12.Mar.2018 - 16:42]
 ته د جهان په معنا څه پوهیږی
ته د پاک قران په معنا څه پوهیږی
د مذهب ایمان په معنا څه پوهیږی
لمر سپږمۍ ستورو ته ټول مخلوق هیران
دی ته د جهان په معنا څه پوهیږی
په دنیا مه کوۍ کبر غورور لوي خلقه
ته د جنت غیلمان په معنا څه پوهیږی
یو بل سره د اخلاس مینه محبت کوۍ
ته د جانان په معنا څه پوهیږی
ذبیح الله د خدای ټول نومونه ښکلي دي
خو ته د الله او سبحان په معنا څه پوهیږی
سرليک ؛ شعر
متن ؛ د خدای عشق مینه ؟
دا بعضی خلک دومره مغرور شي چی ته وایی زړګی نه لري
ډیر داسی انسانان شته په دنیا مین شي ته وایی مرګی نه لري 
ډیرو د پاني دنیا لیزت عیش او نوش پریښي وي بوخت وي
عبادت کې دیته وایي ملنګان زړه کې د دنیا اوسګی نه لري
یو بل نه ځاریږی خلکه دوه ورځی ژونده د خدای عشق مینه 
زده کړی له ملنګانو ګوری دوۍ په دنیا کې کورګی نه لري
ذبیح الله اوسني شاعران ډیرشو خدای د نور هم ډیر کړي خو یو یی
هم د قام په عشق کې ملنګ نه شو یو یی هم په سر پټګی نه لري
سرليک ؛ شعر
متن ؛ نه اخلاق نه شرافت نه انسانیت پاتی شو
اله نشته مینه نشته ټول چل ول دی دنیا کې
د کین بوغض د نفرتونو ور بل دی دنیا کې
چی هر خواته لاړشی وبه نه وینی عدالت
انصاف یو انسان بل انسان ته غل دی دنیا کې
نه اخلاق نه شرافت نه انسانیت پاتی شو په چا کې
د ګناهونو بد عملیو له لاسه هر څوک سر بدال دی دنیاکې
اخیره زمانه دی پیسی له هر څه بی حتره ګڼي خدای
ورنه هیر دی دغه د اوسنیو انسانانو حال دی دنیا کې
په دین مذهب عبادت باندی ملڼډی ریشخند وهي بی عقل دي بیح الله
جهاني افیاوو ڼن جوړ کړی د هر چا ژوند ته جنجال دی دنیا کې
سرليک ؛ شعر
متن ؛ خدای دین مذهب وایي څه کوو 
اخیره زمانه دی له انسانه ورکه شوی مینه محبت خلکه 
په هي چا کې پاتی نه دی اخلاق تربیه ایسانیت خلکه
تاسی د جنګ جګړو ته وګورۍ د دنیا دولت د شتمنیو
پیسو لپاره روانه دی په دنیا کې نشته شرافت خلکه
لکه وهشي لیوني حیوانات یو بل وژني د جهان د امن
سولی لپاره هي څوک کار نه کوي هم دا ده واقیعت خلکه
له یو بل سره مرسته نشته د خوار غریب د حق حوقوق هي څوک
پوښتنه نه کوي ڼن ورځ په دنیا کې پیسه ده لوی موصیبت خلکه      
خدای دین مذهب وایي څه کوو ورنه هیر دی د پاني دنیا په مزو چړچو
عیش نوش کې غرق دي ذبیح الله وایي ولی درنه هر ده قبر اخیرت خلکه
سرليک ؛ شعر
متن ؛ د لوی خدای غوندی جانان ته ګوته نه سي 
ټول چول ول دی مینه محبت نشته په دنیا کې 
اخلاص صداقت پاتی نه ده په هي چا کې
د خوار غریب په زړو څه تیریږي ټول ومر یی
تیر شي د ښه ومر ارمان په غم خپګیان سودا کې
سومره ظالمه زمانه شوه یو انسان د بل انسان
فریاد نه اوري په چا به باور وکړی په ڼن سبا کې
سومره نادان دی د لوی خدای غوندی جانان ته
ګوته نه سي دا رنګه خلک روان دي په ختا کې
ټول پیسه فرست شول خدایي خیدمت ګاران نشته ذبیح الله 
ڼن هر څوک غټ نوقصان تاوان ګڼي په واقیت ریښتا کې
سرليک ؛ شعر
متن ؛ ای مخلوقه مه وژنی یو بل 
ولی کوۍ په یو بل باندی ظلم سیتم انسانه
مینه محبت کوۍ یو ورځ ځی له د جهانه 
ای مخلوقه مه وژنی یو بل په هغی دنیاکې
 یو بل سره مخ کیږۍ ابدي ژوند نه ده اسانه
د شیطان نزدي دوستان قاتیلان دي د خدای نعلت په 
وري یو وار ځان ښه خبر کړه له حدیسه او قرانه
خدای د توبې عفې بخشش درواځه لاره مخه تړلی
چی ته ځان الوځه وي بی ګناه خلک وژنی طالیب جانه
ای بی دینو بی مذهبو انسانانو توبه وباسی تاسی شیطان یی 
غولولي دا د ذبیح الله واوره هغی دنیا کی بیا به کوۍ کومه بانه 
سرليک ؛ شعر
متن ؛ قبر کې ژاړي ارمانونه فریادونه به کوي 
انسان چی په دنیا هر سومره مغرور شي
اخیري ځای یی خړی پړی خاوری قبر شي
که سومره سر کشي جیږ جیږ فروازونه وکړي
یوه ورځ نه یوه ورځ عزراعیل په رابرابر شي
چی په قبر کې یوار بندیوان زولانه شي بیا پیښمانه
کړي هیڅ یی لاس ته نه ورځي په چیغو سر شي
چی د عذاب ملایکو سره مخامخ شي هک پک ورته
هیران شي چی دا می څه وکړل بیا ورپاید خدای پیغمر شي
چانه چی په جهان کې خدای پیغمبر دین مذهب هیر وي هر وخت 
ژاړي ارمانونه فریادونه به کوي اخیرت کې خوار او زار دربدر شي
د دیموکراسي په بی ځایه غلتۍ ازادۍ بی شرمۍ ګناهونو مه غولیږۍ
خدای مه هیروۍ څوک به پوهه راویښ د ذبیح الله په دغه ښکلي شعر شي
سرليک ؛ شعر
متن ؛ په د نصحت ښه غټ فکر وکړه ؟
ای انسانه ګناه کاره
روان شه د خداه په لاره
ولی نه ډاریږی د قبر له عذابه
نور توبه وباسه له بد کاره
مرګ تل په سترګو کې 
ګرځوه د خدای لپاره
ډیر کبر غرور په دنیا مه کوه
ځان لری ساته له شیطان مکاره
کله نا کله فکر کوه جنت او دوزخ ته
د الله په عبادت ځان اموخته کړه زما یاره
په د نصحت ښه غټ فکر وکړه هر وخت 
هم داسی شعرونه جوړه وه ذبیح الله شاعره
سرليک ؛ شعر
متن ؛ توبه وباسۍ اخیر زمان دی
خلکه له ګناهونو توبه وباسۍ اخیر زمان دی
خدای تل یادوۍ دوه ورځې ژوند په جهان دی
چا څه راوړي څه یی له ځان سره وړي دي
که فکر وکړو هر سړی خالي لاس روان دی
هر وخت ځان سره مینه محبت خوشحالي کوۍ
د زړه وینی مه خورۍ چی د ژوند په تاوان دی
کین بوغض نفرت ته په زړه کې ځای مه ورکوۍ
د دنیا له خوشبختي د لری کوي اول زړر یی ستا د ځان دی
تل په زړه کې مرګ اخریت یادوۍ می هیروۍ
ذبیح الله نور چی څه کیږي لوی خدای مهربان دی
سرليک ؛ شعر
متن ؛ هر انسان ټول جهان خپه خپه دی ؟
سپینه سپږمۍ ده ډوبه په وورو کې اسمان خپه خپه دی
هر خواکې دي د مظلومانو چیغی دي جهان خپه خپه دی
د دنیا په هر ګوټ کی شخړی شور ماشور جنګونه دي
د زړه وینی ورته خوري وښیار انسان خپه خپه دی
چی له ډیره خیاله به یی کاږه وړل ورمیګونه د دغو
ښکلو ځوانانو ورځي جنازې قبرستان خپه خپه دی
ناګهانه تندر شو ګلی را غله تالا والا یی کړل د باغ 
ګلونه له ډیره غمه باغوان خپه خپه دی
دا بعضی خلکو نه هیر شوی خدای دین مذهب دی 
دوۍ ته په قسم شاعر ذبيح الله جان خپه خپه دی
سرليک ؛ شعر
متن ؛ د غمو له لاسه
په دنیا کې ډیر زړونه پری پری دي د غمو له لاسه
یو ته نه یی چی سترګی د سری دي د غمو له لاسه
لاړ شه وګرځه دنیا کې یوی خوا دی خوا په خپله به هیران 
شی په دنیا کې عجیب شان ته نخری دي د غمو له لاسه
ډیری میندی شوی بوری خیالي ځونان لاندی کیږي له خاور
په ټوله نړۍ کې د خوارانو غریبانو ناری دي دغمو له لاسه
ډیر ډوب دي د پاني دنیا په عیش او نوش کې خبر نه دي له 
خدایه له چا هیری شوي د پیغمبر مشوری دي د غمو له لاسه
ډیر له شیطان سره ملګري شوي غواړي دا ښکلي دنیا ورانه کړي 
په بم اتومونو ذبیح الله ډیر زړونه زری زری دي د غمو له لاسه
سرليک ؛ شعر
متن انسانه ځان خبر د انسانیت په معنا کړ
ښه ژوند چیشی ته وایې 
ولی له هر څه نه ناخبر یئ
پوهیږی انسانیت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
ولی د چیشی لپاره وارختا یئ 
په دی باندی ځان پوهه کړه
دنیا وپیژنه دنیا چیشی ده
هغه ورځ دی در په یاد کړه
دنیا ته څنګه وی راغلی 
هغه ورځ دی در په یاد کړه 
له د فانی دنیا نه به څنګه ځی 
څه کولی شی ولی یئ دلته راغلی 
ولی دردیږی خوار او ځار یئ
د ژوند کامیابی موفقت چیشی ده 
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
چا راوړي له ځان سره څه دي
چا د وړي له دنیا نه څه دي
هر څه دی درنه پاتې دي تنها به ځی
ولی د ژوند درولی په سرو لمبو
ولی د ژوند روان کړی په بدو لارو
دوه ورځی ژوند ده مه کوه ظلمونه
اخیر یوه ورځ هر څوک مری ځی 
د څه له پاره دومره بی صبر یئ
معنا د مینی محبت چیشی ده 
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
روان شه د مین محبت په لار
غوره کړه درته د مین محبت لار
مینه محبت له یو بل سره د ژوند د سفر رڼا ده
مینه محبت لوی سمر ده هر څه درته راوړۍ
مینه محبت د انسانیت جامه ده رڼا ده
مینه محبت د عبادتونو لوی عبادت ده
مینه محبت لوی راز د ژوندانه ده
مینه محبت اول له خپل ځان سره شروع کړه 
بی مینی محبته خلک لکه
بی خونده میوه ده لکه بی سمره ونه ده
ډیر خلک نفرتونو خوار او ځار کړل
ډیر خلک یې غورزولی له جګو فانډونه
ډیر خلک یې مختوری د دنیا او اخرت کړل
ډیر خلک یې بندیوان د تنها یی کړل
بی مینی محبته خلک روان په تورو تیرو کی دي
ځکه دوی هر وخت په چیغو نارو کی دي
د ژوند له هر درد هر غم سره په جنګ وی
د ژوند د سفر هر دروند بار ورباندی بار یې 
د دی ناکامی حیلت چیشی ده
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
ځان خبر په خپل ګټه او تاوان کړه
ځان خبر په خپل خوښی او خوشحالی کړه
که چاته د ښه نه ورسیږی بد مه رسوه 
که چاسره مرسته نه شی کولی بد مه کوه
که چاسره مینه محبت نه شی کولی
له هی چا څخه نفرت مه کوه
له هی چاسره کینه دښمنی مه کوه
له خپل ژوند او ځان سره 
نفرت کینه دښمنی مه کړه 
د خپلی اسانی اسودګی لاره پیدا کړه 
د مینی محبت د ژوند لاره پیدا کړه
د حپل ژوند د مقصد لاره پیداکړه
د خپل ژوند د ښه کیدلو لاره پیدا کړه 
ځان خبر له خپل ژوند نه کړه
د نورماله ښه ژوند لاره پیدا کړه
ښه او بد ژوند نورماله ژوند څه ته وایې
څه کولی شی څه غواړی
ولی وایی هیڅ شی کولی نه شی
که له بل سره مرسته نه شی کولی
له خپل ژوند او ځان سره خو دی
هره مرسته کولی شی هر څه کولی شی 
ولی ځان ته وایی چی بیکار یئ
د انسان ښه او بد عدت چیشی ده 
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
ښه وګوره ونو او ګلونو ته 
چی ځی او راځی
دوی څنګه راځی څنګه غټیږی
دوی څنګه زړیږی مړه کیږی
ښه فکر ورباندی وکړه
د انسان او دوۍ له منځه فرق دا ده
چی دوۍ څه نه وایې پټه خوله دي
انسان هر څه وینو خبری کولی شی
انسان هم په اخیرت کی راژوندی کیږی
انسان دنیا ته یو زلی راځی بیا ځی
دا ستا لپاره یو ښه امتهان ده
ژوند او دنیا ټوله یو امتهان ده 
ولی د څه لپاره د چیشی لپاره 
له خپل ژوند نه بی زار یئ
ویښ شه عبرت چیشی ده 
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
دا دومره لالوانتیا د څه لپاره کوی
دا دومره ظلم ستم د څه لپاره کړی
د انسان تر پیدا یښته تر اوسه پوری
څومره خلک راغلل او لاړل
بدرنګه او شایسته راغلل لاړل 
ښه او بد خلک راغلل لاړل
امیر او باد شاه راغلل لاړل 
غریب او ګدا راغلل لاړل
واړه او غټ خلک هم راغلل لاړل 
زورو او کمزوری خلک هم راغلل لاړل
ټول بیرته تورو خاورو ته لاړل 
هلته د ټولو منزل یو دې
لکه څنګه چی خالی راغلی وه 
همغه شانته بیر ته خالی لاړل
هر څه ورنه پاتی شول
هی چا له ځانه سره چیشی وینه وړل
نو ستا ولی جنګ ده له ژوند سره
ژوند د ولی غمجن کړی دې
د ځان ښکلی دونیاګی دی
ولی تیاره کړی دی
ولی ژړیږی ولی دردیږی
ولی د څه لپاره دومره ناچار یې
د ښه او بد انسان خصلت چیشی ده 
انسانه دومره څه له ناقرار یئ
ځان خبر د انسانیت په معنا کړه
سرليک ؛ شعر
متن ؛ په څه باندی داسی جریمانه شوم ؟
خدایه پردي وطن کې دیوانه شومه
په څه باندی داسی جریمانه شومه
دلته دشپی ورځی خبونه نه لرمه
د تنهایي له لاسه ډیر نزدانه شومه
چاراته ښیرا کړی ولی چی له وطن
راورک شوم د غمونو خزانه شومه
ما هم نه غوښتل چی داسی د وشي
پردي وطن کې بندیوان زولانه شومه
ته د ما ذبیح الله په د ځوانۍ کۍ شعر لیکلو ته 
وګوره خدایه ولی داسی بد قیصمته سرګدانه شومه 
سرليک ؛ شعر
متن ؛ دا څه راسره کیږي پروردیګاره ؟
مسافري سخته خواري ده زما یاره
ته نارینه یی زه به ډیره شمه خواره
ځواني به هسی ابس تیره شي
له خپل ځانه به شمه بی ځاره
په بل وطن کې به فقیر ناست وی هیران
زما توری زلفی به دریادیږی برخورداره
په ما او تا به هبس تیر شي کلونه
دا څه راسره کیږي پروردیګاره
ذبیح الله په تا می کله پیرضو شي 
مسافري بی تا به شم د غمونو ټیکداره

ویناوال او ليکوال
ذبیح الله شريفي
  
-
بېرته شاته