(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[15.Mar.2018 - 13:00]

غزل

چې ویښ شوم، چې ولاړ شوم، چې روان شوم نه درېږم

ژوندونه! زیاتي مل دې د کاروان شوم نه درېږم

 

بس ځمه اوبوم زړي د مړاوو مړاوو هیلو

را خوشی د وهمونو له زندان شوم نه درېږم

 

که باد مې هر څو مخې ته درېږي هم درځمه

د خپل زخمي زخمي وطن بیان شوم نه درېږم

 

اخر به دې د زړه وچه ورشو سمسورومه

جانانه! پسته اور غوندې باران شوم نه درېږم

 

ما ولې درسره ایساروې په خپل مکان کې

چې پل دي زمانې زه د دوران شوم نه درېږم

 

چوپتیا نه یم چې غلی به له ځان سره اوسېږم

زه شور یمه چې خپور لکه اذان شوم نه درېږم

 

ځم چېرې بارکواله! دا خواران اوبه کومه

د څو تږیو خوبونو چې څاروان شوم نه درېږم 

 

بارکوال میاخېل

-
بېرته شاته