(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پخلاېنه

[15.Mar.2018 - 14:47]

پخلاينه

ته راځه چې د ګلونو ژبه زده کړو

د عطرونو د بویونو ژبه زده کړو

د بلبلو د رازونو ژبه زده کړو

ته راځه چې په هوا شو، په هوا شو

لرې لاړ شو له خپل زړونو

له کينو او له جنګونو

له تا ويلي له ما ويلي

له غوسې او نفرتونو

ته راځه چې د ګلونو ژبه زده کړو

خاموشي ته شور پيدا کړو

بې وسي ته زور پيدا کړو

د نفرت فصل پرې رېبو

ځه د مينې لور پېدا کړو

ځه چې نوي رنګ کې راشو

لکه زاڼې په هوا شو

اسمانونو کې پيدا شو

بېرته بيا سره پخلا شو

بېرته بيا سره پخلا شو.

حمیده پکتیانۍ

-
بېرته شاته