(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمالاليه زه وړه خونۀ يم

[15.Mar.2018 - 15:08]

زما لا ليـــــه  زه وړه خونۀ يم

(دا نظم چې د طالبانو پۀ سوات د يلغار پۀ ورځو کښې ليکلے شوے وۀ، د هغه ټولو پښتنو ملالو خوېندو پۀ نوم منسوب کووم ځوک چې پۀ عملي طور او يا د  سوشل  ميډيا لۀ لارې پۀ اسلام اباد کښې د  پښتنو د پرلت پۀ حقله خپل غږونه پورته کوي۔  تر هغې پورې چې پۀ کورونو کښې ناستې زمونږه نيمه ابادي د سړو د کاروان ملاتړ نۀ وي کړے، د پښتون د شعور د بېدارۍ  ټپه  يې نۀ وي پورته کړې، تر هغه وخته به پښتون پۀ خپل جائزو حقونو پۀ غوښتو کښې پۀ کامله توګه نۀ شي بريالي کېدے۔  همايون مسعود)

۔

تۀ ماته داسې دحسرت پۀ نظرمۀ راګوره

زما لا ليه زه وړه خونۀ يم

چې ستا د سترګود استازو د خاموشه ژبې

پېغام لوستلےنۀ شم

معنا ويستلےنۀ شم!

 

زماد زړۀ نظر پۀ دې باندې هم ښۀ پوهيږي

چې ساه دې ډوبه شي د زړۀ درزا دې هم سېوا شي

زړۀ دې وئيل غواړي خو څۀ پۀ خله وئيلے نۀ شے

حلق دې هم وچ شي،او ژبه دې ګونګۍ غوندې شي

ماته راوړلےګُل دې ګوَتوکښې شې پاڼې پاڼې 

۔

ماته معلومه ده زما لا ليه

تۀ منتظر يې چې به کله زما

يوه مُسکا، زما د سترګو يو وړه اشاره

لکه باران چې پۀ صحرا هستۍ دې اوريږي

د زړۀ پۀ ډاګه دې د مينې ګُل را اوټوکيږي

د ځنکندن سختو وهلےځان مراد اومومي

۔

زما لا ليه پۀ ما ګرانه ګُله

زما هم زړۀ غواړي چې ستاپۀ اوګه

زه دې خپل سرکېږدم، د زړۀ اتش فشان وژاړم

زما هم زړۀ غواړي، چې تا دخپل پنزېب پۀ سرود

نشه نشه کړمه د خپل کاکل اسير دې جوړ کړم

د زړۀ تعبير دې جوړکړم

۔

خو نن چې ګورمه زما لا ليه

يو ځلې بيا زمونږ پۀ خاوره د غليم لښکرو

پۀ هره لوېشته  راته بيا د جنګ سنګر جوړ کړے

زما د خلکو د سرونو ېې لوے غر جوړکړے

پۀ داسې حال کښې پۀ تا ګرانه پښتنه ملاله

څنګه د سترګو پۀ خوبونو قناعت ولري؟

ژونددذلت ولري؟

زما جانانه زما ګُل لا ليه

نۀ مې پۀ ځان نۀ مې پۀ تا پېرزو شي

چې سترګې ټيټې دغليم بخينې

دغلامۍ ژوندون دې تېرکړو مونږه

زما ګلابه زما خوږ لا ليه

راشه چې راز درته د زړۀ اوايم

 

-
بېرته شاته