(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دقدرتونو ربه

[16.Mar.2018 - 09:29]

د لویو لویو قدرتونو ربه

یوه تمنا ده اورېدی شې که نه

ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی

د چا د زړه لوګی لیدی شې که نه

ستا د سیلو او توپانونو په مخ

یو اسویلی دی درلېږل یې غواړم

ستا د چپو چپو سیندونو په نوم

لېمه را ډک شو څڅول یې غواړم

هسې نه چوڼ له خولې ایستل کفر شي

هسي نه تاته ژړېدل کفر شي

****

ستا د جنت د نعمتو نو نه ځار

زه درت وږي په جهان ژاړم

ستا د دوزخ له لړمانو توبه

زه درته دا لړمانان ژاړم

دلته د ګېډي دوزخ تش ګرځوو

هلته شو ستا د دوزخونو خاشاک

دلته د دغه قصابانو خوراک

هلته د هغه ښامارانو خوراک

نه مو ځان تور کړ او نه سپین پاته شوو

نه د دنیا شوو نه د دین پاته شوو

***

ستا د سنګینو فیصلو نه قربان

ولی حیران یم کوم قانون ومنم

ته خو دي خپل قارون پر ځمکه منډې

زه دي په سر باندي قارون ومنم

ستپه رضا زما رضا ده ربه

کاڼی هم نس پوري تړلی شمه

چي بل ښامار په خزانو ووینم

اخېر انسان یم څنګه غلی شمه

راډک شو زړه ایسارولی نه شم

خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم

*****

ستا د جنت په تمه تمه چي مري

د هغو وږو په سلګو مي قسم

په دې دوزخ کي یې نور نه شم لیدی

ستا د رضوان په منارو مي قسم

یا خو ځمکي په دې ارته سینه

ماته خپل کور زما جنت راکه

یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکي

د یوې چیغي اجازت راکه

چي دا ستا وږي ستا په خوان ماړه کړم

یا په خپل ځان بادي کارغان ماړه کړم

اجمل خټک

-
بېرته شاته