(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مړې ډېوې

[24.Aug.2019 - 10:23]

مړې ډېوې

بې له علمه به څه غواړي پر دنیا څوک

که عاقل وي که هوښیار وي که دانا څوک

تر دې ښه متاع په دې دؤکان کښي نسته

سؤد به وکا که کوي دغه سودا څوک 

درست جهان قربان د علم تر ګوهر سۀ

دغه وایم که مي وپؤښتي رشتیا څوک

چي د علم د طبیب دارؤ و نه خوري

د مرض له جهله نه مومي شفا څوک

د هغه ملت به څه رنګه ښادي وي

چي په ده کښي به عالم نه وي اصلا څوک

په جهان کښي به غالب پر هر دښمن سي

که د علم تؤره وتړي تر ملا څوک

په حکمت سره د خپل ملت غمخور سۀ

باري نه لري د بل ملت پروا څوک

له پښتو نه پښتؤن څه چشم پوشي کړي

دا به نه کا که لري شرم و حیا څوک

عبدالعلي خان مستغني

-
بېرته شاته