(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه

[24.Aug.2019 - 10:36]

پښتانه

څه پښتون؟ څه یې غیرت؟ څه یې ننګونه؟

خو خپل غولي ته راوړي پردي جنګونه

.

د وطن د مور ټیکری یې دی بایللی

خو ګټي پردی چلتار، پردي لنګونه

.

په یوه خوله دي روان په سلو لارو

په یوه لار سل خېلونه، سل رنګونه

.

د نیکونو تورې ساتي ځلبلاندې

او فکرونو یې نیولي دي زنګونه

.

غبرګوي د خپل دښمن د خولې خبره

ډبرمغزي لکه خپل وچ ګړنګونه

.

له خپل وروره سترګې باسي چې پاچا شي

ښخ یې زړو کې د وریندارو پالنګونه

.

په کونجکو، په ګوجیو پسې غواړي

د تاریخ د خړ سېلاو پاتې منګونه

.

د قبرونو په کیندو یې لاس تڼاکې

په مټونو یې بېلچې او کولنګونه

.

په خپل څنګ کې سیوری نه پرېږدي د مینې

خو ټوپکو یې خوړلي دي څنګونه

.

د تربور د بورې مور سوې نارې یې

د نغمو غوندې په زړو وهي چنګونه

.

څه فایده؟ که شي لښکر، لښکر سرونه

پاتې ډېر دي پرې د تورو کلنګونه

.

.

غولی = غالی، انګړ، جوس، د کور دننه خالي ځمکه

پړونی = زړوکی، ټيکری، پوړنی، داڼُو، د ښځو څادر

چلتار = هغه مزی يا پټۍ چې غريبان يا ځینې ملنګان یې د سر د رومال له پاسه تړي، بندي، چالتار، چېلتار، چهلتار، چلتور، چغتار، ډېرګړی (جمع) چلتارونه

ځلبلاندې = تر ځلب لاندې، ځلب له ځلا اخیستل شوی. يو شی چې ځلېږي لکه د نيکونو تورې يې داسې ساتلې چې ځلېږي

غبرګول = ۱) يو په دوه کول ٢) دوه څيزه يو ځاې کول ٣) رانغښتل

کونجکه = ګوجی، د ځینو آبي ژویو (ځناور) بهرنی پوستکی

ګوجی = ۱) کونجکه، کنجکه، خرمهره ۲) د سترګې ګل ۳)ګودړ، شاپېټی، صدف، سيبۍ، يو بحري لعاب داره حيوان ۴) خول، پوستکی

کولنګ = کیندی، کېنټۍ، کنټی، تسکوره، مېتی، کينترۍ

منګ = عمر، ډېرګړی (جمع) یې منګونه لکه عمرونه

کیندل = غارول، سوری کول لکه په ځمکه کې ډېر غټ کیندل شوی ځای ته کنده وایي

چنګ = ۱) د موسیقۍ آله ۲) چابوز، انګژ، چنګک، دَ وسپنې کونډه چې کبان پرې نيولی شي

کلنګ = قلنګ، باج، ټاکس، جزيه، خراج، راهداري

ډاکټر احسان الله درمل

.

-
بېرته شاته