(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[26.Aug.2019 - 10:03]

طنزونه/ محمود نظري

 

ازادی 

ببر کړه د زړه سره له ګتاب  څخه لږ څان 

آزادي مو مبارك سه !

 

آزادي مو ولمانځله !

په اتڼو سره

د شهيدانو د قبرونو د شناختو

په ښورېدو سره

په زندانو كې

د زولنو په شرنګېدو سره

په ګوانتانامو كې

د نعتيه غږ په پورته كېدو سره

ناببره غږ سو

كومه آزادي؟

له ژوند نه آزادي؟

ما ويل: نه، نه

پو زوړ په ترخو ميو مست خماري

چې د بوتل دننه يې د ميو ديوه څاڅكي

پسې كتله

راڅخه په هېښتيا وپوښتل:

 

د چا ازادي؟

ما ژيړې سترګې ورته كتله

نه پوهېدم څه ورته ووايم

د هغه نه وډار سوم

ترې وتښتېدم

او په منډه منډه مې ورته وويل:

د غازي امان ا لله ازادي

هغه په مسكا راته وويل:

ولې له ريښتيا نه تښتې؟

هغه څوك دى؟؟

زه د هغه انځور نه وينم

نه پر پيسو

نه په دوترو

نه په سفارتو

هېڅ چېرې هغه نه وينم

نه وينم

ته هغه وينې؟

ما شا و خوا وكتله

نه، نه

 

هغه راپسې نارې كړه

ځان مه غولوه !

خلك درباندې خاندي

امان خپله په لومه كې بند دى

لومړى هغه ازاد كه !

تر هغه مه وايه ازادي ده

كه چا وپوښتل: كومه ازادي؟؟؟؟

بيا به څه ورته وايې؟

........

 

بېشرمه کاندیدان

موږ وچي پاڼې د یوې  دښتي  ونې  سوي یو

دطالب نری جهاد او د امریکا نازک بم  باد مو رژوي 

که دسولې باران مو په دي  وچې افتي ونې و نسي 

بل څه نه  د نظار ډزک یوبل سم باد مو وچوي

 

 

چې مشر غل  وي په فساد د خوار وزیر وجدان ولي   وشرمیږي

په خیانت او چور دلته بې سواده او لوی عالیمان  ولي و شرمیږي

پلنډې بهر نغد ډالر یووړه فلاني، فلاني اونورو غلو  انډیوالانو یي

په طنزو او لغازو دمسلکي غلو دا خدای نا ترسان ولي و شرمیږي

فلاني آغا د میلیاردونو ډالرو ملي جایدادونه غلا  او  غنیمت ونیول

په دې کوچني موچني براعلا غلا وو ددوی چاکران ولي و شرمیږي

په دې  وطن کې بې شرمان لوړ و مقامونو د اسمان ته بې زینې خیژي

خپل سپيان باچاهي ته کاندیدوي دا سګوانان ولي و شرمیږي

دا مشران دي که کشران دي ټول داشغال الدین سکه بچیان  دي

لا دولت کې غټې غټې ګولې اخلي دا  کشک پرتوګان ولي وشرمیږي

په هر کار کې هرچیرې چور دی حمله ده او توبره ده

په دې نا پرسانه ښار کې دا بې وجدانان ولي وشرمیږي

خیانت لکه کیمیاوي سره دخاین د ونې مقام لا جګوي

نو  په خپل بې ابي اومختوري دا چورواکان ولي وشرمیږي

تر هغه چې داسې غلط رهبران وي غلا  او مرداري حلاله ده

په مرداري خوړولو وږي سپين کولنګي چرګان ولي وشرمیږي

په دې ملک کې د شرم په نامه کوم کلمه څوک نه پیژني

 دا په نوم شخ برېت نران  د ایزکانو په ارکان ولي وشرمیږي

ټولو په همدې صفتونه ځان ولسمشري ته کاندید کړي

په دې وطن کې دا تو لانت  د څو ناروا غلو مشران ولي وشرمیږي

غلودجهاد په نامه بې ګناه خلک مړه او وطن لوټ کړ

چې د خدایه  نه شرمیږي له خوار انسان  ولي وشرمیږي

ددوی سترګو ته وګوره ډیرې بې حیا  دي او بې ننګه

په قران لاس ایږدي چې خیانت کوم نو له قران و لي وشرمیږي

وار وار  ځان کاندید وي  او دوې  رایې څوک نه ورکوي

دا د تاریخ  بې شرم او حیا لوچګان دي ولي وشرمیږي

هغه چې یو ذره شرم لري یو یو  ددې  غوړې ګوتې تیریږي

دا د واک وږي   د زور اوشر  صدراعظمان ولي وشرمیږي

.........

 

شوله که سوله 

وطن په منګولو کې نیولی څو وطنفروشانو

وطن تر پښو لاندې کړی خالصو اصلي سقاویانو

شعار یې دی یوازې چور ، چور ،چور ، چور

په دې لاره کې  موږجار سو دجهاد د طالبانو

 

واده دی کله په قطر ،مسکو او اسلام ابادکې

زوم  ناست دی د دښمن په خان اباد کې

واده باندې خوشحاله نه دي پلار وکیل

هغه  دلال ناست دی په اسلام اباد کي

 

 

سوله د طالب سره دبسوګۍ واده سو

ورته پلار وکیل بیا هغه دښن بیګانه سو

هر وطن خپل غلامان ورته رابولي

نه پوهیږوڅوک دچا لخوا میلمه سو

هر يخواته او هرې لور ته  یې چې پلټو

زوم درک نه لري پلار وکیل یې هر دله سو

دنیا نه غواړي دلته سم نظام جوړ سي

دښه وطن په لټه لږاباد وطن چپه سو

 

 

 

-
بېرته شاته