(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ازادي

[26.Aug.2019 - 10:11]

پتنګ دبلې شمعې یاردی

بلبل دګلو خریدار دی

دلیلی دوه سترګې مجنون پیژني 

دآزادۍ قیمت پښتون پیژني

پتنګ خو مینه په ګلزارنه لري 

بلبل له شمعې سره کار نه لری

پښتانه ټیټ چاته کتلی نه شي

دچا اثر لاندې کیدلی نه شي

پښتانه ټینګ عزم وهمت لر ي

پخپل ناموس باندې غیرت لري

لکه زمري په ځای دننګ دریږي 

په ځای دننګ په وینو رنګ دریږ ي 

پښتانه بیرته په شاتلل نه کوي

که سریې غوڅ شي دروغ ویل نه کوي

نه دچا زر او نه پیسو ته ګوري

زوی دپښتون دپلار پښتو ته ګوري 

پښتون له بدو نه بیزار دی

پتنګ دبلې شمعې یار دی

پیسه په ښه سترګه قارون پیژني 

د آزادۍ قیمت پښتون پیژني

پښتانه لوړدي لوړ کارونه کوي 

تل پیروي دوی دنیکونو کوي 

نه په پیسو چاته اورمیږ نرموي

نه دخپل کور مړي په ګورشرموي 

نه سپکاوی ، نه بیباکي خوښوی

تل آ ز ادي او خپلواکي خوښوي 

دچا دلاس لاندې ژوندون نه کوي 

داسې ژوندون زوی دپښتون نه کوي

له خپله حقه تیریدلی نه شي

دغلامۍ نوم قبلولی نه شي

اوس پو هیدلی دی پوهیږي پښتون

دچا په مکرنه غولیږي پښتون

پښتون دتورې طرفدار دی

پتنګ دبلې شمعې یار دی

نه دبل چا رسم وقانون پیژني 

دآزادۍ قیمت پښتون پیژني

دپښتون خټه له غیرت ځینې ده

ډکه له ننګ او شجاعت ځینې ده

پښتانه چاته خپل بدل نه پریږدي 

ځان ددنیا مخ کې خجل نه پریږدي

دزهرو ګوټ څوک هضمولی نه شي

حق دپښتون څوک ستنولی نه شي

په خپل وطن پښتانه سر ورکوي

دصورت غوښې په سنګر ورکوی

دجنګ په لوبه آزموده دی پښتون

نه کوي څنګ باتجربه دی پښتون

زموږپلروته دا اساس پاتې دی

توره او سپر موږ ته په لاس پاتې دی

هریو پښتون دبل نه جار دی

پتنګ دبلې شمعې یار دی

یو اتفاق او یو تړون پیژني

دآزادۍ قیمت پښتون پیژني

الهي ته شي نګهبان دپښتون

مه کړې زوال قوم اونښان دپښتون

هغه دعلم خاوندان کړې ربه

په خپل کرم یې عالمان کړې ربه

ګوندۍ ، نفاق نه په امان کړې پښتون

داتفاق په لور روان کړ ې پښتون

څوک چې پښتون په بده سترګه ګوري

دبدۍ مخ دې شي دده په لوري

زه ملنګ جان یم پروانه دوطن

سر مې دی ایښی نذرانه دوطن

خدایه لوګی مې کړې په لار دوطن

چې عاشقانو کې شم شمار دوطن

ډک مې له درده داګفتار دی

پتنګ دبلې شمعې یار دی

دمریض نبض افلاطون پیژني

د آزادۍ قیمت پښتون پیژني

 ملي شاعر ملنګ جان))

-
بېرته شاته