(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ذهني غلام

[26.Aug.2019 - 10:18]

نـــــه د ځـــــــان  پـــــــکـــارېـــــــدی شـــــــي نــــــه د قــــــــــام

خــــــــدای دې مـــــه کــــــړه د پــــــردو ذهــــــنــی غــــــــلام

 

د پــــــردو ذهـــــنــــی غـــــــلام  ځـــــــان ازاد بــــــــولـــــــــی

مــــــــــــا د ســـــتـــوری اورېـــــــــد لــــــــــــی دا کــــــــلام

..........

 

راتـــــه پــــــاتـــــــی لــــــه لــــویــــانـــــو دا پــــیـــــغــــام دی

چـــې د بــل پـــــــه درنـــــاوی کــــې درونـــــد مـــقــــام دی

 

کــــه نــــظـر دی خــپـل اوچـــت ســاتــــی نــــو پــــوه شـــــه

چـــــــــې لازم د بــــــــل نــــــــــظــــر تــــه احـــــــــــــتــرام دی

 

د نــیـم ډک او د نـــیــم تـــــش جــــام بــیـــلــــګــــه ګـــــوره

چـــــې مــــنــــفـــی او هـــــم مـــثـــبـت رنــــګ د کــــلام دی

 

خــېـرخــــواهـــــان وايــــي جـــام ډک نـــــیـــم د اوبــــو دی

بــــــدخــــواهــــان وايــي نــیـم تـــــش د اوبـــــو جـــــام دی

 

چــې د بــل پــــه ســــپــکـــاوی کــې درنـــښـــت غــــواړی

درونــــد بــــه نـــه شـــــي تــل پــــدې کـــارکې نـــاکـام دی

 

چـــــې د بـــــل د غــــلامــــۍ ســـــوچ لــــــری ســــــرکـــــــې

ازاد نـــــــــه دی، د ده هـــــــــــم  ‌ذهــــــــــــن غـــــــــــلام دی

 

ســــتـوری وايـــــې دا مـــنــلــــی ټــــــــول جــــــــهـــان دی

خــپـلــواکـــــې بــنــیـادی حـــــق د هــــر یـــــــو قـــــــــام دی

.................

 

دپــــــښـــــتـون د کـــــور لــوګـــیــه

شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه

 

وریـځـی راولـه تـیـاره کـه      دا خـپل ځان اوبـه اوبـه کـه

د رحــمت شـــه بــارانــونـه      پــــه ډاګــونــــو راوریـــــــږه

دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه

شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه

 

چې ډاګونه مو زرغـون شـي     ښاد آباد پکـې پښتون شي

چـې کـري   پــکـــې ګلــونــه      غـږ بـلـبـل تـه   کـړم   نڅـیـږه

دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه

شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه

 

د پــښــتـون ښـکـلـې وطــن      دغـیـرت او نــنـګ چـمــن

خـالی مه شـه ئې سـیـنـدونه      اوبــه تــل پـکـــې بـهـیــږه

دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه

شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه

 

د ښــــــــکـــلا ډکـــې دری       چې لـري درنــي حــجــري

ښایسته ئې دی دنګ غرونه      غره په سرستـوری ځلیږه

دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه

شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه

............. 

 

خپل کلتور

هــــــره څـــــانــــګــه خــــپــلــــه ونـــــه کـــــې لــــــوئـــــیـــږی

چــې لــه ونـــــې څــــانـــــګــه غـــوڅـــــه شـــــی وچــیـــــږی

 

عـــــاقـــبــــــت  ئــــــی ورکـــېـــده دی ســـــتـوری وائـــــــی

چـــــــې د خــــــپـــل کلـــــــتـور او ژبـــــې پــــردی کــیــــږی

  

-
بېرته شاته