(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[26.Aug.2019 - 10:23]

د ژوند صحرا ته مې د مينې باډيوه راوړې

ما د احساس د ګل په لپه کې لمبه راوړې

.

زه د مين زړه د رضا نه بغير نه پايمه 

ما کله کله د جانان کلي ته شپه راوړې

.

زموږ څه، خو يا په سترګو کې لمبې د خمار 

يا په تنکي زخم کې ستا د ياد شغله راوړې

.

د لېونتوب د جنګ په زغره کې مې نغښتی ايمان

د سهار لمونځ له مې د ځان سره نېزه راوړې

.

زما نصيب، زما د جنګ او جهاد دغه برخه 

چې خپله توُره مې په خپلو وينو سره راوړې 

.

راشه چې خپل مخ پکې ووينې، ځان وپېژنې 

ما په وَرغوي کې د مينې آئينه راوړې

.

بس داسې لږ د مينې رنګ ورکړه نو ډېره ښه ده 

وخته چې تا د نوي ژوند کومه نقشه راوړې

.

ته راته ووايه چې څه په کربلا کې شوي

ما په ټکر او په بابړه تبصره راوړې 

.

دغه سړی د محفل رنګ ته ګوري، اوروي څه

هم يې غزل راوړی، هم يې قصيده راوړې

.

بيا به په هر سړي په زور خپله خبره مني 

زورور بيا د خپل غرض تُوره تَېره راوړې

.

د خپل قدرت له نصاب ما خبروي، ما پوهوي 

زما قاتل ماله زما د سر کاسه راوړې

.

زما د غرونو د ښایست له غمه هر سوداګر 

د کرش ماشين او فولادي سپينه اره راوړې

.

د انتظار د هاړ تودو غرمو وهلی صابر 

د خپل ارمان د ونې سيوري له دمه راوړې

.

باډیوه = بادیوه، ګوډا، ګوډۍ، بوډۍ، کانکواک، بادامه، پتنګ = Kite

. صاحب شاه صابر

قامتونه قیامتونه

مخ - ۱۷۲

..........

.

ستا د وعدو خبرې پټې ساتو

د پټېدو خبرې پټې ساتو

.

د پرهرونو خولې ګنډلې ګرځو

ستا د بڼو خبرې پټې ساتو

.

خپلې به څه وايو چې خپلې مو دي

موږ د پردو خبرې پټې ساتو

.

په تَورو زلفو مو قَسم خوړلى

د سپينو خولو خبرې پټې ساتو

.

د واعظانو د فتوو د وېرې

د ميخانو خبرې پټې ساتو

.

د سپكو خولو د شره وېرېدُو

اوس د زړګو خبرې پټې ساتو

.

د زړه د درده خلک نه خبروو

د اسوېلو خبرې پټې ساتو 

.

خلک زموږ رنګونه وپېژني

موږ که هر څو خبرې پټې ساتو

.........

. صاحب شاه صابر

-
بېرته شاته