(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوطن مینه

[26.Aug.2019 - 11:05]

 د وطن مينه

ښکلې له غمه که دې ومرمه خونکاره به شي

د بـېـگـنـاه مـيـن د مـيـنـې تـبـاهکاره به شې

تا ته مې څو ځل ستا د سرو شونډو ثنا ويلې

که خوږې شونډې دې را نه کړې گناهگاره به شې

د نـاز کاتـه دې رغـوي نـاسـور پـرهـر د زړونو

پـه ښکلو سترگو راته گوره نيکوکاره بـه شې

تورې اوږدې زلفې دې واچوه ول ول پر اوږو

ټـالـونـه جـوړ کـړه زنگوه مې زمـا يـاره بـه شې

ستا په سپين مخ کې د سپوږمۍ د پلوشو رڼا ده

تـورې تـيـارې راتـه رڼا کړه نو دلداره به شې

پـېـغـور د مـيـنـې راتـه مـه راکـوه ای ظالمې

داغلی زړه مـه لـټـوه پـر زړه داغداره به شې

پـام پـه بـوډا پورې چې و نه کړې د کبر خندا

که يې ښېرې له خولې نه ووتلې خواره به شې

د مـحـبـت خـبـرې مـه کـوه پـه وران کلي کې

که کليوال درنه خبر شوو نو سنگساره به شې

عظم الدين عليمي

-
بېرته شاته