(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[26.Aug.2019 - 11:11]

.

نور کارونه رانه پاتې ټول ميرات دي 

ستا غمونه سر خوړلي دومره زيات دي

.

یا دې یاد هم، لکه ستا، راسره پرېښوه

یا زما د تصور څانګونه مات دي

.

یو ارمان مې هم د زړه نه پورا کېږي

جوړ زما په لاس کې کرښې د بایلات دي

.

د ښایست سواره دې ټول په وسله پور شو

ستا نظر ته د زړګو ملکونه رات دي

.

د سکون څادر مې راښکلو ویده شوم

سوځولې مې وعدې د ملاقات دي

.

بې شعورو ته خبرې د شعور کړم

خلک وایي خراب شوي یې خیالات دي

.

څه اسرار کوي ياري د سنګدلانو

څه جوړ کاڼو ورولو ته حالات دي

.

 

څانګونه = د څانګ ډېرګړی (جمع)، څانګ لکه وزر، شاهپر، کوڅر

بایلات = باخت، نقصان (کول)

پور = قرض

......

ښاغلی ډاکټر اسرار

د ژوند نغمه - مخ ۱۷

دېره اسماعیل خان

 ۲۲ اګست ۱۹۷۴

 

-
بېرته شاته