(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوشال بابا

[26.Aug.2019 - 11:13]

یا په زړه کې مهر ځای وای د بُتانو

یا یې ورکړی صبر وای وَ عاشقانو

.

یا حیران عاشق په مرګ ومرې چې خلاص شوای

یا یې هومره جَور نه وای د چشمانو

.

چې ظاهر باطن یې دواړه سره جوړ وای

څه عجب خاصه مشرب دی د رِندانو

.

چې په یار پسې روغ ځان سېځي په اور کې

زه په دا رسم مین یم د هندوانو

.

د خپل یار په بدو خاندم هوسېږم

چېرې زړه نه شي راښهٔ د رقیبانو

.

چې مې نوم په ژبه واخلي هسې خوښ یم

لکه غږ د خلاصي وشي په بندیانو

.

بیا به صبر د خوشال خټک اولجه کا

راڅرګنده شوه، سره کړې خوله، په پانو

.

.

مهر = وفا، مينه، محبت

جور = تېری، ظلم، ستم، ځور، زور زياتی

خاصه = خوی، خاصيت، عادت

مشرب = مسلک، رشته، څانګه، لاره، دستور، عقيده، طريقه، قاعده

رند = شراب څښونکی

مین = شیدا، عاشق

هوسېدل = هَه-وَسې-دَل = ۱) هيله کول، ارزو کول ۲) خوشالېدل ۳) د يو شي په تمه اوسېدل

راښه = ډاډمن، ډاډه، خاطر جمع، خواټول، مطمئن

بندیان = د بندي ډېرګړی (جمع)، بندي لکه په زندان کې اچول شوی

اولجه = اَول-جَه = ۱) شوکه، لوټ، تالان، غارت ، تاراج، تښتونه، يرغمل، برمته کونه ۲) مال غنیمت ۳) اسان

پان = يوه ونه پاڼه ده چې د پاڼو له پاسه کته، چونه اچوي او بيا چاليا، سپينه لاچي او تمباکو په پاڼو کې نغاړي او خوروي

.......

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۴۸۹

--------------

چې مې ښه په زړه کې فهم وکړ

احمقان راته ښکاره شول په خویونو

.

يو هغه سړی احمق بللی بویه

چې باور کا د غلیم په سوګندونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې پاړو شي، د لړمو، د مارونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې په سپینه ږیره خیال کاندي د جُونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د ښځو سره پاڅي په جنګونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د خسر کره به اوسي په کالونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې وېښته به تَوروي په خضابونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بزرګانو سره خیر شي په جنګونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې یک لخت به اعتبار کا په تربورونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې په هر طبیب دارو کا د رنځورونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به بې تُورې دعوه کا د ملکونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به جنګ وَته پرېکړې ځي تر مَلونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې لویي کا په لباس، په کسوتونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به دې غواړي لویي په نسبونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د تېښتو ګمان ورک کړه له مرییونو

.

بل هغه سړی احمق بللی -
بېرته شاته