(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لپو کې لونګ

[26.Aug.2019 - 11:21]

لپو کې لونګ وړمه

 

وړمه! د چا حُسن غنمرنګ وړمه

مل لکه د سیوري یې ترڅنګ وړمه

 

ځان سره یې ساتمه ورغوو کې

ستا له چم نه، څو لپې لونګ وړمه

 

نوم چې د ښکلا او قامتونو شي

مثل یې څنار په ونه دنګ وړمه

 

دا ماسختنی چې کړم رنګین غوندې 

غوږ شه! ترنم کې یو آهنګ وړمه

 

دومره چې اثر شیندي په زړه باندې

سترګو کې خمار لکه د بنګ وړمه

 

پاک به یې د مینې له اورښت کړمه

هۍ!!! د زمانې له زړونو، زنګ وړمه

 

ور به کړم قلم لاس کې ټوپک پر ځای

بس دی، نور له دې مالته جنګ وړمه

 

نه یم آموخته د چا په دوه څېرو

زه شېرزاده تل په مخ یو رنګ وړمه

.......

 پروانه شېرزاد

 

-
بېرته شاته