(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لراوبر پښتون

[26.Aug.2019 - 11:41]

یو مي زړګی بل مي ځيګر دې پښتون

پروت که په لر دې يا په بر دې پښتون

 

کونړ ټاټوبی مي د پلار نیکه دې

زوی مي پيدا په پيښور دې پښتون

 

افغانستان مي د ویاړونو کور دې

مومند ، وزیر بل  د خیبر دې پښتون

 

د پښتنو قومونه  ګل او څانګي

هر سر یې ځانله شمله ور دې پښتون

 

افسوس چې علم نه دې لیري پاتي

خو پوی په هر څه او هنر دې پښتون

 

څوک یې په کرښو بیلولی نه شي

 د یو وجود تنه او سر دې پښتون

 

خیر که حالاتو نن ذره ذره که

بیداره بیا هم لکه غر دې پښتون

.............

بصیر بیدار ستوری

 

 

 

 

--------

مسافر جانان

په بل وطن کې مسافر جانانه کورته راځه

شه د وطن په حال خبر جانانه کورته راځه

 

هغه دا ستا دزړه په وینه را لوی شوي ګلان

هغه اوس مړاوي وي اکثر جانانه کورته راځه

 

پردی محل پردۍ ماڼۍ نور په بلا ووله

د خټو کور دې تري بهتر جانانه کورته راځه

 

ځواني دي خاورې کړه د بل په مزدوریو باندي

تر څو به یې د بل نوکر جانانه کورته راځه

 

هلته د سرو سپينو کمی نه شته هرڅه به ډېر وي

دلته دي پاتي د زړه سر جانانه کور ته راځه

 

په انتظار دي مور بو‌‌‌‌‌‌ډۍ شوه پلار دي ړوند په سترګو

بچي دي ټول شول درپه در جانانه کورته راځه

 

موږ چې هر وخت په دسترخوان کینو نو تا یادوو

ته به یې موړ او که نهر جانانه کورته راځه

 

منم چې تاسره دې غم زموږ د ژوند او خيټي

خدای به هر څه کړي برابر جانانه کورته راځه

 

هر ځای کې اور دې زموږ تاسره همیش سودا وي

بیداره مه کوه سفر جانانه کورته راځه

............

بصیر بیدار ستوری

 

 

 

غزل

ستا ټول غمونه دي زما شي دا مني اوکه نه 

زما ټول عمر دي داستا شي دا مني او که نه 

 

د زړګي سترګي چې ړندې شي مینه نه پيژنې

چې مینه وکړي  نو بیناشي دا مني او که نه

 

چې ته مې ولیدي نو ټول بدن مې رپ ونیوه

لکه پيریان چې په چا راشي دا مني او که نه

 

چې ورته وګورم نو خیال مې چرته لیرې یوسي

دا ستا تصویر چې په خندا شي دا مني او که نه

 

مینه کول دلته ګناه ده لیونی کړي سړی

څوک چې بېرته شاته