(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عاشقان

[11.Sep.2019 - 09:11]

په رموز د عاشقانو عاشقان پوهېږي بس

په طلب د طالبانو طالبان پوهېږي بس

.

په ضمیر د نخلبندو نخلبند سړی خبر وي

په تصویر د نقاشانو نقاشان پوهېږي بس

.

چې کښتۍ پکې بیایي، په عظیم دریاب ګډېږي

په بیولو د کښتۍ ملاحان پوهېږي بس

.

چې ګردش یې ورځ او شپه کا، د کامل انسان د پاره

په اسرار یې کاملان یا دا اسمان پوهېږي بس

.

سپینې ږیرې وَته بویه چې نظر په خپل قوت کا

او هوس د شوخې شنګې په دا خوان پوهېږي بس

.

نادانان د ملک څښتن کا، دانا هسې ورته ګوري

دغه پوهه د چا نه ده، پرې سبحان پوهېږي بس

.

چې خوشال یې په بیاض کې دا تازه تازه خبرې

نو په دا تازه خبرو سخندان پوهېږي بس

.

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۴۰۱

 

رموز = د رمز ډېرګړی (جمع) = ۱) په سترګو، شونډو يا وروځو اشاره ٢) پټه اشاره، زونګه ٣) راز، پټه خبره

طلب = ۱) غوښتنه، رابلنه ۲) پور، قرض

طالب = ۱) غوښتونکی، طلب کوونکی ۲) زده کوونکی، شاګرد ۳) د ديني علومو زده کوونکی

ضمیر = وژدان، وجدان

نخلبند = ملیار، باغبان

نقاش = ۱) ګلکاري کونکی، نقش او نګار جوړونکی ٢) انځورګر، تصويرونه جوړونکی، مصور

ملاح = مانګی، ماڼګی، مړنګ، ماڼو، بېړۍ یا کښتۍ چلوونکی، کشتيوان

اسرار = خواله، راز

کامل = ۱) بشپړ، پوره ۲) بې عيبه، بې نقصه

بویه = کېدای شي، ګوندې، ښایي، شاید ، باید

شوخه شنګه = ۱) پر ځان باوره او ژوندۍ ښځه ۲) بې باکه، شریره، مسته ښځه يا جينۍ، چالاکه ښځه یا جينۍ

خوان = ۱)‌ لوستی، باسواده، ، تعلیم یافته ۲) وړ، قابل، لایق ۳) سندرغاړی ۴) مجمه، پتنوس، څپوڼی، کندوری

څښتن = مېړه، خاوند، مالک

پوهه = پوهنه، علم

بیاض = هغه کتاب چې شاعر پکې خپل شعرونه لیکي

سخندان = ۱) خبرلوڅ، ځیرک، دانا ۲) وړ شاعر، قابل شاعر

(لیک او راټولونه: ممتاز خان)

-
بېرته شاته