(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[28.Oct.2019 - 17:08]

طنزونه/ محمود نظری

غلامي 

زما څه کمي وه باداره امریکا په غلامي کي

دبوټو په جلبل ، هغه مالیش او دغه چاپي کي

تر مخ پرېوللو مخکې  مې قواله درته لاسلیک کړه

ولي بل غوره کوې تر ما باداره په غلامي کي؟

 

هغه چې غلامان سوه هغه ته د خپلواکي مه وایه

هغه چې دووسان سوه هغه ته د وطندوستي مه وایه

هغه چې په سر کې د خپلواکي لږ څه خیال هم لري

هغه د وطن بدل زامنو ته د نوکري مه وایه

  هغه چې دهربهرني نه لمن لمن پونډ او ډالر اخلي

په نوم جهادي يې بوله  دهغه کار ته  دلالي مه وایه

په نوم مجاهد هر بدکار چې کوي بد يې مه بوله  

عجب وخت سو وايي حرامي ته حرامي مه وایه

په نوم مجاهد هر څه کوي بېله  اصلي جهاده

دهغه هرکفري کار ته کړه دالحادي مه وایه

خولې مو بندي کړئ اې وطنداره سیاست کوه

بدرنګه ته بد رنګه اوښکلي ته ښکلي مه وايه

دلته هر چپړاسي  وزیر او باچا کیدای سي

د بل سپي ته جاسوس او طفیلي مه وایه

نور وطنونه ودان سول اتومي واکونه سول

د واک لپاره دې جنګو ته کم عقلي مه وایه

هر یو چې واک غواړي باید د پردو بخملي سي

د سوکالي لپاره دهغه  اصلي قوالې ته جعلي مه وایه 

بر اعلا نیم د یو نیم د بل بادار غلامان سوي یو

وایي ښه تاریخ لرو موږ ته تالي چټي مه  وایه

مشران مو ټوله اخته دي په چوغلي دیو بل کام

اې عبدالله ته  خودې پښتون کام ته وحشي مه وایه 

هر ورځ سل تنه بې ګناه  خلک شهیدان کیږي

وایي موږجنتي یو نورو خلکو ته جنتي مه وایه

سردي وخوري په دې ژوند چې ته  یې لري افغانه

لا وایي زه جنتي یم ماته تور  تیلۍ دوږخي مه وایه 

هم په جشن هم په فاتحه کې خلک مړه کیږي

هر ګبر وایي ځغله ماته د مسلماني مه وایه

وطن داسې ټوټه سوی لکه اصلي  چیني کاسه

هره ټوټه یې وایي زه زیږه یم ماته د پتره ګري مه وایه

دا څو محترم مشران دی خدای زموږ له خلکو واخلي

هغو ته هر څه وایه خو د سولې او جوړجاړي مه وایه

که یو جمع ټول دا کاندیدان ددې وطنه ورک سي

نور پاته یې شاید دسړي زامن سي ورته د غلامي مه وایه

........

 

ماته تله

ډیر خلک ځان سم تلای نسي

ځان خروار بولي یو خورد کیدای نسي

کاندیدي ښه تول او ترازو دی

خر  په انسانانو کې رهبر � -
بېرته شاته