(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شبخون

[30.Oct.2019 - 16:10]

په شبخون د شب پرستو مې شعور کله شاکي دی

د ګلاب د ډېوې دُود یې خوښ دی، زړه مې تریاکي دی

.

زه لګیا یم د چا غم خورم، د چا غم لګیا دی ما خوري 

یاره غم عجیبه څیز دی، په هر حال کې خوراکي دی

.

په دې تَوره درنه شپه کې ما څراغ د وینو بل کړ

د امید په رڼو ستورو زما ذهن افلاکي دی

.

احساسونه مې لګیا دي د جذبو تنور کې سوځي

داسې زړه مې په نصیب دی چې په تبه پسخاکي دی

.

تور باطنه، کج فطرته دمشقیان پرې نه پوهېږي

هر سَرود مې حجازي دی، هر یو ساز مې لولاکي دی

.

په دا هسې سخته ځمکه مې قلم لکه سمند ځي

په ګردون کوي تاختونه، په ظاهره که خاکي دی

.

د غزل غرور یې مات شو، رقیبانو مې شریک شور کا

قلندر په غرغره کړئ، قلندر اشتراکي دی

.

.

شبخون = د شپې د دښمن په کور حمله کول، داړه، د شپې مرګو، د شپې چپاؤ، يرغل

Ambush at night

شاکي = شکایت کونکی، ګیلمن

دُود = لوګی

تریاکي = افیم خورونکی

افلاکي = آسماني

پسخاکي = خواشینی، غمګین

دمشقیان = د دمشق ښار اوسېدونکي

لولاکي = ډېر اوچت

سمند = ژېړبخن آس، هغه آس چې رنګ يې ژېړ وزمه (ژېړ رنګی) وي

ګردون = آسمان

تاخت = ۱) منډه ۲) حمله، ځغاسته، بريد، غټه، يرغل 

خاکي = خاورین

غرغره = تېزندۍ، زندۍ، دار، سولۍ

اشتراکي = کمیونېسټ، پرګنوالی، ولسی، وګړیز، وګړنی، د پرګنوالۍ پلوی، ډلییز

اشتراک = کمیونزم، پرګنواله

.ارواښاد قلندر مومند، سباوون - مخ ۱۰۴

.

 
-
بېرته شاته