(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواشاد ستوري

[30.Oct.2019 - 16:11]

دارواشادکبیرستوری دشعرپہ جواب کی

 

پاس  په آسمان کښي چي ځلېـږي ستوري

د        ورځي    کله    څرګندېـږي      ستوري

د  مځکي   سر  شي  راته   ستوري   ستوري

چي     پښتانه   پکښي   اوسېـږي    ستوري

بیا      مي  په    برخه   شو   هجران    جانانه

یار    چې  له   مانه   ځي  ورکېـږي  ستوري

په    فکر،     فکر  چې   آسمان     ته     ګورم

دا      په   آسمان   څنګه   اوسېـږي  ستوري

ستوري   په   شان  زما    د  یار  غوندي  دي

چې   ورځ  خوره   شي،  نو پټېـږي  ستوري

انسان    چې  خاوري    شي   فناشي   خلګو

ستوري چي ورک شي بیاښکارېـږي ستوري

د میني  چل  به  زه  له   دوي  نه  زده   کړم

ګورم    چي    څنګه   پخلا  کېـږي    ستوري

زه    ،، ارماني ،،   د  یار  په  غم  غمجن  ېم

ما  ته   له   میني   ډک   ښکارېـږي   ستوري

رمضان ارماني

-
بېرته شاته