(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نورمحمد تره کي ته

[30.Oct.2019 - 16:14]

 

نـن سـحـر چې لـمر ختلو زموږ غرو کښې

ورسـره و یـو سـور ستـوری پلـوشو کښې

د شـعـور رڼـا یـې وکـړه پـه هــیــواد کښې 

نـوی ژونـد یـې راپــیـدا کـړو ولـسـو کښې

د خــــوارانــو د کــوډلـــو حــــرکـــت شــو

زلــزلــې یــې راپــیــدا کـړې مـحــلـو کښې

پـه درو او ورشــوګـانـو کـې راخــور شــو

د غـیـرت ویـنـه یـې ګـرمـه کړه رګـو کښې

د ځـوانـانــو د شـعــور ډيـوې شــوې بـلـې

د ژوندون احساس پیدا شولو په زړو کښې

پـه دې زوړ هـیـواد کښې نـوې رڼـا راغله

د نهضت سحر ښکاره شو تورو شپو کښې

د ‌‌‌ذهـنـونـو تـورتـمـونـه شـول روښــــانــه

سپينه ورځ شوه د وهمـونو جـزیـرو کښې

د افـکـارو ســپـرلـي وشــیـنــدل ګـلـونـــــه

نـوې هیلې رامسکۍ شوې په غـنچو کښې

د مـحـنـت د سبـاوون سـتـوری راجګ شو

غـلـبـلـې شـوې د سـتـم تـورو تـیارو کښې

د ماضي تـور ځنځیرونه یې وراسـتـه کړل

د یـو نـوي مـسـتــقــبـل پـــه ولـولـو کښې

د ایشیا د زړه زخمونه سـرې لـمبې شوې

د مـشـرق د سـور سـحـر په مـنـارو کښې

سور بیرغ شو د شینکي اسمان لمن کښې

سپین سحر شو د هیواد په غاړو غرو کښې

ولــســونـه رابــیـدار شــول راولاړ شــــول

ددې ســتــوري پــه روښـانـه پلوشو کښې

خــواریکـښ د نـوي دور سـور لښکر شو

تـنـدر پـریـوت د رجـعـت پـه کوټګو کښې

د هــیــواد نـه چیغه پورته د اولس شوه

زلـزلـه شـوه د زردارو پــه بنګلو کښې

په رڼا ورځ ترینه سور انقلاب جوړ شو

راولاړ شــو د ځــوانـــانـــو ارادو کښې

د پــيــړیــو د ســتـم خونې شوې ړنګې

د خـلـقـیـانـو د شعـور مستو څپو کښې

په هیواد کښې جنډه جګه د محنت شوه

ستم ښخ شو د ماضي تورو ایـرو کښې

ولـسـونو کښې خوږه ورورولي راغله

وینه، مینه ده په سترګو په سینو کښې

اسـتـثـمـار د ظـالـمـانـو سره ورک شو

اوس به يې مینه راټوکيږي په پټو کښې

لاړو وخت د مفت خورو خانانو تېر شو

مـسـتـقـبـل دی د بـزګـرو په خولو کښې

ددې ســتــوري د رڼــــا لــه بــــرکـتــه

اخترونه دي په غرونو په رغو کښې

د امـــو د زرزري چــپــو عـکـسونه

نـن ځـلـيـږي د اټک رڼـو اوبو کښې

د هیواد د غرونو سور ستوري ته کېږي

اتـڼـونـه پـه بـلـوڅـو پـښــتــنـو کښې

فـــرق د ژبــې د نــــژاد دمنځه لاړو

ولولې دي خواریکښو شازلمو کښې

د سالنګ د سپينو واورو ځل ته خاندي

بحرهند کښې ملغلرې په سیپو کښې

نوی وخت دی نوی دور هر څه نوي

زیری زیری دی په دغه ورځو شپو کښې

د انـسـان د ارتـقـأ مشـال بـه بـل وي

سره بڅري شته زموږ په نغرو کښې

چې یې سترګې کړې بېرته شاته